څوک چې آذان اروي بيا هم جومات ته نه ځې د هغه لمونځ کيږي ؟

بسم الله الرحمن الرحيم ، ځواب : په جوماعت سره لمونځ ادا کول واجب دي پوره تفصيل دلته وګورئ

د جوماعت پريښودونکی فاسق دی ، جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : کچيرې د ماشومانو او ښځو خيال نه وی نو ما به د هغو خلکو کورونو ته اور ورته کړی وای څوک چې جومات ته د جمعې لمونځ ته نه راځي (المشکوة باب الجماعة ) .

د کلی او محلی خلکو ته په کار دي چې هغه ته نصيحت وکړي او د جمعې د لمونځ کولو تاکيد ور ته وکړي او که نه هغوی به هم ګنهکار وي ، د قصداً جمعې پريښودونکی د پاره سخت احکام دی – تر دې پورې چې فقهاء کرامو ليکلي دي چې بغير د څه غذر نه جمعه پريښودونکی ته دي سزا ورکړل شي او د هغه شهادت معتبر نه دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من سمع النداء فلم يأت فلا صلاة له إلا من عذر (ابن ماجه باسناد صحيح ) ، فتاوي نور علی الدرب ليکي چې د لا صلوة څخه مقصد د لمانځه کمال دی او د جماعت د لمانځه حکم واجب دی ځکه په دې باندې ډير تآکيد شوي دي او فتاوی دارالعلوم ديوبند ليکي : لکن د هغه لمونځ کيږي ددې حديث شريف لا صلوة لجار المسجد الا فی المسجد حديث نه مراد تهديد دی .

فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۳ ص ۲۶ – الدرالمختار باب الامامت ص ۵۲۸

ان ترکها الجماعة من غير عذر يعزرو ترد شهادته و يا ثم الجيران بالسکوت (عنيته المستملی ص ۴۷۵ ).

مسلمانانو جوماتونو ته لاړ شئ ، دا جوماتونه د چا د پاره جوړ شوي دي ؟ ستاسې د پاره او که د پيريانو د پاره ، تاسې ته د الله په نوم نارې وهل کيږي چې راشئ ځای د لمانځه ته او راشئ ځای د خلاصون ته خو تاسې دغه نارې په غوږونو اروئ او جومات ته نه ځي د شيطان دوستی څخه لاس واخلی لږ غيرت وکړئ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *