په عامه کچه په ټولنه کې د خپل توقیر او درناوي دتداوم او بقاء لپاره پوهان په دې نظر دي چې:
هر انسان د یو لړ اسلوبو او نارمونو په پام کې نیولو سره کولای شي چې په ټولنه کې ځان ته ځای پیدا کړي، او ددې لپاره دا اړینه نه ده چې ته دې بډای، مالداره اوبریالی شخص واوسې،خو لاندې د ټولنیز احترام د لاس ته راوړولو لپاره یو څو مهمو ټکو ته ستاسې پام را اړوو:
۱- د زیاتو خبرو پر ځای زیات څه اوره: هر څومره چې د یو انسان خبرې زیاتېږي، په هماغه کچه یې تېروتنې او خطاء ګانې هم زیاتېږي، نو د همدې لپاره تا ته ښایي چې د خپل توان تر بریده پورې باید زیات څه واورې،صامت واوسې، ځکه که ته داسې ونه کړې، بیا به خلک ستا په اړه ستاپر لوړه پوهه باندې ګومان کوي.
۲- د خپلو ځانګړو رازونو ساتنه دې وکړه: تل هڅه وکړه چې د خپلو سري او پټو رازونو ساتنه دې وکړې، او خپل ځان د هغه خلاص کتاب په څېر مه کوه چې هر لوستونکې ئې ولوستلای شي، په دې کار سره به ته د هغوی په ذهنونو کې خپل ارزښت له لاسه ورکړې.
۳- خپلو لاس ته راوړنو ته ټیټ مه ګوره: هېڅ کله هم د خپل ځان په اړه مه وایه چې زه پخوا ډېر نیکمرغه وم، ځکه په دې سره تل خپل شخصیت ته زیان رسوې، په تواضع سره ژوند تېروه، خو ورسره پرې ویاړ هم له یاده مه باسه،که چېرې یو چا ستا ستاینه وکړه، او ویې ویل: چې تا ډېرڅه ترسره کړل، ته یې نظر ومنه، او ور څخه مننه وکړه، او په ډاګه ورته ووایه چې ما په دې اړه ډېرې هلې ځلې کړیدي.
۴ـ په ورین تندي سره پخپلو نیمګړتیاو باندې اعتراف وکړه: ځکه هغه کسان چې تل خپل ځانونه پر حق بولي، دوی په حقیقت کې خپل ټولنیز هویت او ارزښت له لاسه ورکوي، ځکه خلک پرې ښه پوهېږي چې دوی دوکه شوي دي.
۵- خپل ارزښت له لاسه مه ورکوه: یو انسان په ټولنه کې هغه مهال د نورو احترام ته ارزښت نه ورکوي، چې کله خپل ځان کم وګڼي، او له دې کلیمې څخه زیاتره مهال ځان وساته چې ( دا کارخطاء او ناسم دی).
۶- د پر له پسې عذر وړاندې کولو څخه ځان وژغوره: کله کله د یو عذر او بهانې وړاندې کول اړین او ضروري وي، خو د تل لپاره د دې عذرونو پلټل او په دې کار کې له مبالغې نه کار اخستل د انساني ارزښت کچه راټیټوي.
۷- پر نورو باندې د اغېزې د شیندلو لپاره لیوال مه اوسه: که چېرې ته په نورو باندې د تأثیر شیندلو لپاره هلې ځلې کوې، نو یو وخت به هغوي ستاددې نیت په اړه پوهاوی تر لاسه کړي، او بالاخره ته به خپل قدر او منزلت له لاسه ورکړې.
۸- زیاتره پرېکړې پخپله تر سره کړه: په خپل ورځني ژوند کې خپلې چارې دې په بشپړ متانت او کروړلي هوډ سره ترسره کړه، ځکه په ټولنه کې تل د نورو څخه د هغوی د لیدلوري او نظر په اړه پوښتنه کول کله کله ددې معنی ورکوي چې ته پخپله پرېکړه کې باوري نه یې، او دا کار ستا ټولنیز وقارته په کلکه صدمه واردوي.
۹- تل د خپل وخت ارزښت وپېژنه: ځکه هغه کسان چې خپل قیمتي وخت په بیهوده چارو کې مصرفوي، په ټولنه کې خپل قدر را کموي.
۱۰: تل خپله آرامتیا خوندي وساته: ځکه هغه څوک چې ډېر ژر غوسه کېږي، او ژر د نوور د اغېز لاندې راځي، په ټولنیزه کچه خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162