پوښتنه دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم روا دى اوكه نه ؟

 د دی سایټ ټولو کارکوونکو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
ستاسو لدی ستر خدمت نه یوه نړی مننه او په ریښتیا سره چی ډیر ستر کار مو پیل کړی الله ج د نیکه بدله درکړی.
پوښتنه می داده چی

1

پوښتنه :  دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم  روا دى اوكه نه ؟

 2

پوښتنه :  دوخت دكموالي په سبب دتوان لرلوسره تيمم روا دى اوكه نه ؟

ځواب كه چيرې دژمې په موسم كښې  يونفر داسې ځنګل ته دكار  دپاره  ولاړ چه  هلته اوبه ډيرې يخې وي اوداوبوګرمولوهيڅ وسائل نه وي لكه لوښي ،خس اوداسې نوراودوريځې په سبب لمر نه ښكاري ياماښام دى اوياشپه اوسهار دى اوس جنب دغسل كولواوبې اوداسه داودسه كولوتوان  نه لري اوياپه چا باندې تبه راغلې وي نوپه دې ټولوصورتونوكې تيمم كول ددغوكسانو دپاره  روا دى اوكه نه .؟

S : په حالت دمرض اوويره كښې  تيمم صحيح دى اوكله چه  په يخواوبوسره غسل كولو اواودس كولو كښې  انديښنه اوويره دهلاكت وي يادمرض د زياتوالى وي نوتيمم روا دى  .([1])

2   ځواب كه چيرې  مونځ  كونكى سهار په داسې وخت كښې  دخوب نه  راويښ شو چه  ګرمي اوبه دهغه په ځاى اوياكور كښې  پيدانه شوي اوپه يخو اوبوسره غسل ديخنۍ په سبب نه شي كولي اودومره وخت نه شته چه  اوبه ګرمي كړي اوبياورباندې غسل وكړي اوپه خپل وخت كښې   مونځ  ادا كړي نوداسې شخص كه داسې وخت كښې  تيمم ووهي او مونځ  وكړي نو روا دى اوكه نه ؟

 هركله چه  دى توان دګرمواوبولري نوتيمم ورته روا نه دى  مونځ  دي قضاء وكړي خوغسل اواودس دي وكړي . ([2])

[1] – ومن عجزعن استعمال الماء الخ لبعده ميلاالخ اولمرض يشتداويمتدبغلبة ظن اوقول حاذق مسلم الخ اوبرد يهلك الجنب اويمرضه ولوفى المصراذالم تكن اجرة حمام ولامايدفنه الخ تيمم (الدرالمختار على هامش ردالمحتار  باب التيمم ص ۲۱۴ ج ۱ )

[2] – قال فى البحر فصار الاصل انه متى قدر على الاغتسال بوجه من الوجوه لايباح التيمم اجماعا (ردالمحتار باب التيمم ص ۲۱۶ ج ۱ تحت قوله ولامابدمنه الخ ) 

 

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.