په څه ډول قیء کولو سره روژه فاسديږي ؟

سلامونه اونیکی هیلی
ورسته له سلام څخه ما یوه پوښتنه لره له
 چی دحاملی ښځی په قی سره روزه ما تیږی اوکنه
سيد حبيب الرحمن سادات
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم

په دې مسئله کې د څلورو واړو مذاهبو اتفاق دی چې کچيرې پر چا قیء غلبه وکړي او ونشي کولای د هغه مخ ونيسي نو روژې ته نقص نه رسوي مګر په قصداً قیء کولو سره د روژې قضا واجبيږي .

د ابوهريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من ذرعه  القئ فليس عليه قضاء، ومن استقاء  عمدا فليقض ( که قی پر چا باندې غلبه وکړي قضايي نشته او که څوک په قصد سره قی وکړي د روژې قضا به راوړي ) – احمد ، ابوداود ، ترمذی ، ابن ماجه ، ابن جبان او دارقطني .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.