په نابالغتيا كې پلار چې د جينئ كومه نكاح وكړه هغه صحيح ده دويمه نكاح د بلوغ نه پس نه شى كولى

په نابالغتيا كې پلار چې د جينئ كومه نكاح وكړه

هغه صحيح ده

دويمه نكاح د بلوغ نه پس نه شى كولى

پوښتنه :  يوسړى د خپلې لور نابالغې ايجاب او قبول د خپل وراره دپاره د ګواهانو وړاندې په مجلس عام كې وكړه يعنې د مذكوره سړى سكه ورور قبول كړو اوس چې كله جينئ بالغه شوه نو ددې پلار ددې نكاح په بل ځاى كې وكړه آيا ړومبى نكاح مجاز ده او كه فاسد او ده نكاح ثانى او ددغه سړى څه حكم لري ؟

ځواب : كه اولنى ايجاب او قبول په طريقه د نكاح او په مجلس د نكاح كې شوى وي وړاندې د ګواهانو نو دا ړومبى نكاح صحيح شوه دويمه نكاح ددې باطل او ناجائز شوه او دا جينئ به ړومبى خاوند ته ملاويږي او د دويم خاونده دى جدا كړى شى او مذكوره سړى چې داسې كړيدى هغه دې توبه وكړي همدا د ګناه كفاره ده .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.