په مریخ کې زلزله وشوه

د امریکا فضايي څېړنو اداره یا ناسا وايي د «انسایټ مارس لینډر» په نوم پر مریخ تازه کته شوې بېړۍ د انسانانو په تاریخ کې په لومړي ځل د زلزلې ټکانونه حس کړي دي.
د امریکا کلېفورنیا په پیساډینا کې ماهرینو دې ټکانونو ته «مارس کوېک» یا د مریخ زلزلې نوم ورکړی دی چې په وینا يې دا درې ټکانونه ډېر زورور نه وو.

تر دې وړاندې ستور مزلو په مریخ یا سرې سیارې کې د زلزلو د ټکانونو په اړه ګومان کړی و، خو دا لومړی ځل دی چې د یوې خلايي بېړۍ په وسېله د مریخ د زلزلې ټکانونه ریکاډېږي.

ساینس‌پوهانو د تېر مېلادي کال په نومبر میاشت کې د مریخ داخلي حرارت، خاورې کیفیت، د مریخ چورلښت او ټکانونو د مالومولو لپاره دا خلايي بېړۍ واستوله.

د دې ماموریت مشر فلېپ لاګنون وايي، ډېر زیات خوشاله دی چې د مریخ په اړه یې تازه مالومات پيدا کړل او په وینا یې دا تازه مالومات به د مریخ په داخلي کیفیت په اړه له دوی سره لا مرسته وکړي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.