په مذي باندې په ككړو جاموكې
مونځ كول صحيح دى اوكه نه ؟
سوال : كوم كاليچه مذي پري ولګيږي دهغې سره مونځ صحيح كيږي
اوكه نه ؟
جواب: مذي پليته ده ،په كومو كاليوچه مذي ولګيږي هغه پليتيږي او مونځ كول پكې صحيح نه(1) دى ،او د درهم اندازه په دې كښې هم معاف ده خو وينځل ددې هم اړين دي ،په درمختاركې راغلي دي ( وعفى الشارع عن قدر درهم وان كره تحريما فيجب غسله وما دونه تنزيها فيسن ) (2). .
(1) كل مايخرج من بدن الانسان ممايوجب خروجه الوضوء او الغسل فهو مغلظ كالغائط والبول والمنى والمذي والمدي والقيح والصديد ( عالمګيري كشوري باب سامع فصل ثاني ص ۴۴ ) .
(2) الدرالمختار على هامش ردالمحتار باب الانجاس ج ۱ ص ۲۹۱ .