په لمانځه کې عمل کثير څه معنی چې لمونځ ورباندې فاسديږي ؟

لسلام عليکم ، آيا په عمل کثير سره لمونځ فاسديږي او که مکروه کيږي ؟

عبدالله – کابل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د فقهاؤ په دې باندې اتفاق دی چې په عمل کثير ( په لمانځه کې ډيرحرکات ، يو بل لور ته کتل او په بدن او جامه لاس وهل ) باندې لمونځ فاسديږي يعنې لمونځ نه صحي کيږي .

عمل کثير کوم چې لمونځ فاسدوي د احنافو په نزد دا دی چې : چې کتونکی دا ګمان وکړي چې نومړی کس په لمانځه کې نه دی .

جاء في موسوعة الفقهية :

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى بُطْلانِ الصَّلاةِ بِالْعَمَلِ الْكَثِيرِ ، وَاخْتَلَفُوا فِي حَدِّهِ . فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ إِلَى أَنَّ الْعَمَلَ الْكَثِيرَ الَّذِي تَبْطُلُ الصَّلاةُ بِهِ هُوَ مَا لا يَشُكُّ النَّاظِرُ فِي فَاعِلِهِ أَنَّهُ لَيْسَ فِي الصَّلاةِ

و الله جل جلا له سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.