اول ستاسو د د ساید تولو همکار علماوو ته نبوی تحفه د زره له کومی وراندی کوم : ستا اسلامی خدمتونه د ستایلو ور دی زما تر سویه لوره خبر ده چی ستاسو ستاینه وکرم خدای ج مو نور هم بریالی کره .: زما پوشتنه : ایا په افغانستان کی په فعلی حالت کی چی یهودیان په پوره دول واکمنان دی او زمونژ ددین ، دنیا ، مال اودولت دوشمنان دی او زمونژ گران هیواد یی اشغال کری دی او حکو مت هم ددوی تر واک لاندی دی خو بیا هم په ملکی ادا رو او وزارتونو کی مستقیما واک او قدرت نلری کچیری یو داسی شخص چی د یوی مری دودی د پیدا کولو او خپل ولس ته د خدمت کولو په خاطر چی پر ده باندی په جریان د 16 کالو کی بیت المال مصرف شوی وی په دی عقیده کار وکری چی زه د خپل وطن او اولس او دخپل عیال د دودی لپاره پداسی شکل کار وکری چی د راغلو فاسقانو ته یی هیح دول گته ونه رسیژی په خوله او په زره کی په د یرغلگرو باید وه وایی حنگه ده او دنده رسول گناه ده او که ثواب د مهر بانی له مخی ستاسو د حواب په هیله هر حمره چی زر کیژی ماته حواب راکری په درنشت
محمد غنی وردګ
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ټول هغه کارونه که عامه وي يا ملکي يا په هر شکل چې وي کوم چې د کفارو يرغلګرو مرسته ورباندې کيږي حرام دي ځکه :
د ټول امت په اتفاق د حربي کافرو سره د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې هر ډول مرسته په هر شکل چې وي حرام او موالات بلل کيږي
وقد نص فقهاء الإسلام في كتبهم من أئمة الحنفية والمالكية والشافعية والحنابلة وغيرهم من فقهاء الإسلام على تحريم بيعهم ما يستعينون به على المسلمين سلاحاً أو عتاداً أو دواباً فلا يجوز أن يعطوا طعاماً ولا أن يباع لهم طعام ولا شراب ولا ماء ولا خيام ولا شاحنات ولا نقل ولا أن تعقد معهم عقود صيانة أو نقليات ونحو ذلك والكسب الناتج عن ذلك كسب خبيث حرام ، وهو سحت، والسحت النار أولى به .
د فقهاؤ په اتفاق لکه ائمه حنفي ، ماليکي ، شافعي ، حنبلي او د امت نورو فقهاؤ په نزد د حربي کفارو سره بيع ، تجارت يا معاملات چې د مسلمانانو په مقابل کې د هغوی مرسته او مدد ور باندې کيږي حرام دي لکه سلاح ، او همدارنګه په هغوی باندې د خيمو ، خوراک او څښاک خرچول حرام دي ، د هغوی د نظامي او حربي وسائلو نقل او هغوی ته د سامان برابرول او نور حرام دي ددې کسب نه کټلی مال خبيث دی ، او تر دې مال نه د اور سګوټې غوره دي .
او کوم کارونه چې د امت ضرورت دی لکه معارف ، لوړې زده کړې، آبرساني ، برق ، کلينک و غيره په هغه کې کار کول د ځنې معاصرو فقهاؤ په نزد باک نه لري .
پوره تفصيل دلته وګورئ
و الله سبحانه وتعالی اعلم