اسلام عليکم ورحمته الله
زما پښتنه دا ده چی ما د هر وخت سنت لمونځ تش کړي دي یعني صرف سبحانک اللهم او الحمدلله می پکی ويلی دی ځکه زه نه وم پوه
او بل دا چې د وترو په اخیري رکعت کی زما دعا قنوت نه ده زده بلکی هيڅ می نه یادیږي که ياد هم کړم په لمانځه کی رانه غلطیږۍ
بیا صرف قل هوالله احد سورت وایم.
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله رب العلمين والصلاة و السلام علی سيد المرسلين علی اله وصحابه اجمعين
په ټولو لمونځونو کې هغه که فرض وي يا سنت او نفل قرائت ويل فرض او د لمانځه رکن دی بغير د قرايت څخه لمونځ نه صحي کيږي مګر د فرض لمانځه دريم او څلورم رکعت سورت ويل نشته .
د الحمدلله اوآمين نه ورسته يو ستر آيت لکه آيت الکرسي يا دری لنډ آيته لوستل په ټولو لمونځونو کې فرض دي، لقوله سبحانه وتعالی :[ فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ ] (المزمل:۲۰/۷۳).
ژباړه :پس ولولئ (په لمانځه کې ) هومره چې آسان وي له قرآن نه .
و لقوله صلّى الله عليه وسلم : «لا صلاة إلا بقراءة» (المسلم ).
يعنې : او دا قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې : هغه لمونځ نه دی په کوم کې چې قرائت ونه ويل شي.
تاسې به يوازې د سهار د لمانځه قضايي وګرځوئ او د نورو سنت لمونځونو قضايي نشته او وروسته به د سنتو په ټولو رکعتونو سورت يا څو آيتونه وايئ .
دوهم :
که د چا دعا قتوت نه وي زده او د کوښښ سره سره نه زده کيږي هغه به د دعا قنوت پر ځای د دری ځله (اللهم اغفرلي ) وايي يا به دا دعا وايي ربنا آتنا في الدنيا حسنة وفي الآخرة حسنة وقنا عذاب النار) او يا به در ځله (يا رب ، يا رب ، يا رب ) وايي .
جاء في نورالايضاح : ومن لم يحسن القنوت يقول اللهم اغفر لي ثلاث مرات أو ربنا آتنا في الدنيا حسنة وفي الآخرة حسنة وقنا عذاب النار أو يا رب يا رب يا رب .
و الله سبحانه وتعالی اعلم