په سجده سهوه کې د سلام ګرځولو دليل څه دی ؟

د اسلامي لارښود چلوونکو او ليدونکو ته ! اسلام عليکم ورحمه الله وبرکاه

زما پوښتنه د سجده سهوي د سلام ګرځولو په باره کې ده مونږ دلته د اماراتو په شارجه کې ژوند کوو چې دلته مالکي او حنبلي مذهبه دي هغوی په سجده سهوه کې سلام نه ګرځوو ، دا چې مونږ احناف سلام ګرځوو دليل يې څه دی ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو رښتيا هم چې په دې مسئله کې د مذاهبو د فقهاء کرامو تر مينځ اختلاف دی .

د احنافو په نزد د تشهد وروسته سلام ګرځول کيږي او وروسته سجده سهوه ادا کيږي .

د احنافو دليل دا حديث شريف دی :عن ثوبان رضي الله عنه أنّ النّبيّ صلى الله عليه وسلم قال‏:‏ «لكلّ سهو سجدتان بعدما يسلّم»‏.‏ ويروى نحو ذلك عن عليّ وسعد بن أبي وقّاص وابن مسعود وعمّار وابن عبّاس وابن الزّبير وأنس‏. أخرجهأبوداود ( 1 / 630 )،والبيهقي ( 2 / 337 ـطدائرةالمعارفالعثمانية )

جاء في الموسوعة الفقهية :

‏ لم يتّفق الفقهاء على موضع سجود السّهو‏:‏ فقد رأى الحنفيّة أنّ موضع سجود السّهو بعد التّسليم مطلقًا سواء في الزّيادة أو النّقصان، أي أنّه يتشهّد ثمّ يسلّم تسليمةً واحدةً على الأصحّ ثمّ يسجد للسّهو ثمّ يتشهّد ثمّ يسلّم كذلك، فإن سلّم تسليمتين سقط السّجود لحديث ثوبان رضي الله عنه أنّ النّبيّ صلى الله عليه وسلم قال‏:‏ «لكلّ سهو سجدتان بعدما يسلّم»‏.‏ ويروى نحو ذلك عن عليّ وسعد بن أبي وقّاص وابن مسعود وعمّار وابن عبّاس وابن الزّبير وأنس‏.‏

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.