اسلام علیکم. محترمینو زما پوښتنه دا ده چې باړوی یعنی هغه کسان چې په زوره او واویلا سره ذکر کوي، اتڼونه پکې کوي حتی تر دی پورې چې خپل ځانونه د شیعه ګانو په څېر وهي خپل ګرېوانونه پکې شکول کیږی. آیا دا په کوم حدیث، د اصحابو کرامو، د خلفای راشیدینو، تابعینو، تبع تابعینو قرون ثلاثه کې څه اصل او یا ثبوت لري او کنه؟
دغه کومه ډله ده چې دین ته دومره په سپک نظر ګوری.
محترمینو زه غواړم چې د امام ابو حنیفه رح د مذهب او د حنفی فقه له نظره معلومات را کړی. مننه
مدثر
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
دا کار بدعت دی او په اسلام کې هيڅ اصل نلري ، د عبادت د قبول لپاره دوه شرطونه دي:
♦ اخلاص لله تعالی (عبادت به د شرک ، ريا او منافقت څخه خالي وي ) .
♦ اتباع رسول الله صلی الله عليه وسلم ( کوم عبادت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ، خلفاء راشدينو د طريقې او يا اسلامي شريعت موافق نه وي مردود دی ) .
نو هر هغه عمل چې د عبادت او الله تعالی ته د نږيوالي په نيت تر سره کيږي مګر د شريعت موافق نه وي ، شريعت په هغه باندې حکم نه وي ورکړی بدعت دی او د بدعت انجام او پايله کچېرې توبه ورڅخه ونه باسي دوزخ دی لکه : په عاشورا کې د شعيه ګانو د ځان وهل او نور بدعتونه او همدارنګه د بدعتي صوفيانو وهل ، له خولي څخه ځګونه بادول او نچا کول او بيا دا ويل چې مونږ د الله په مينه کې مست يو بدعت دی .
فتاوی الهنديه ليکي :زمونږ په زمانه کې د ځنو صوفيانو قوالي ، مناجات له موسيقۍ سره او رقص او نچا کول حرام دي په هغه کې ګډون او ناستی حرام دی او دا عينې موسیقي او سندرې دي .
السَّمَاعُ وقَوْلُ و رَّقصُ الذی يَفْعَلُهُ المُتَصَوِفَةُ فی زَمانَنا حرامٌ لایَجُوز القَصدُ اِلیه والجُلُوسُ علیه وهو الغِناء والمِزامير سواءٌ .
كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة قال رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى السَّمَاعُ وَالْقَوْلُ وَالرَّقْصُ الذي يَفْعَلُهُ الْمُتَصَوِّفَةُ في زَمَانِنَا حَرَامٌ لَا يَجُوزُ الْقَصْدُ إلَيْهِ وَالْجُلُوسُ عليه وهو وَالْغِنَاءُ وَالْمَزَامِيرُ سَوَاءٌ (1 ).
او د خنفي فقه په مشهور کتاب درالمختار کې راغلي دي چې : څوک رقص او نچا حلال ګڼې هغه کافر دی .
جاء في رد المحتار -من كتب الحنفية- : (قوله: ومن يستحل الرقصُ، قالوا بكفره) المراد به التمايل، والخَفَضَ والرفع بحركات موزونة، كما يفعله بعض من ينتسب إلى التصوف.
مفتی کفايت الله دهلوي رحمه الله وايي:
سماع متعارف يعنی قوالی د ډهول ،سيتار ، سورني وغيره سره د شرعي محرماتو څخه دي او د عامو او خاصو لپاره ناجائز دي .
اشعار او نعت خواني د موسيقی له آلاتو سره دا ټول شرعاً منع او بدعت دی «کل بدعة ضلالة »، بدعت ته رواج ورکونکی ،په هغه کې شريک کيدونکی او اوريدونکی ټول فاسيقان دي (2 ).
و قال البزازي الحنفي في الفتاوى البزازية:
“….و غرضُه استماع الدُف و المِزمار و اللعب بالرقص الذي أحدثه أولاً السامري حين أخرج لهم عجلاً جسداً له خوار، وقد نقلَ صاحبُ الهداية (المرغيناني) فيها: أنّ المغنّي للناس، إنما لا يَقْبَل شهادَتَه؛ لأنّه يجمَعُهم على كبيرة، والقرطبي: على أنّ هذا الغناء وضرب القضيب والرقص حرام بالإجماع عند مالك وأبي حنيفة والشافعي وأحمد. ذكر ذلك في مواضعَ من كتابه. وسيّد الطائفة الشيخ أحمد اليَسوي صرّحَ بحرمته، ورأيتُ فتوى شيخ الإسلام جلال الملّة والدين (الكرماني) أنّ مُستَحلّ هذا الرقص كافرٌ، ولما عُلِمَ أنّ حرمَتَهُ بالإجماع لزم أن يكفِّر مُسْتَحِلَّه.
او د ذکر پر مهال د سر او ځان ښورول ، جذباتي کيدل او د ليوني په څير له خولې څخه ځګونه بادول بدعت دی .
جاء في الموسوعة الفقهية : يَزِيدُ بَعْضُ أَهْلِ الْبِدَعِ عِنْدَ الذِّكْرِ:الضَّرْبَ عَلَى الصُّدُورِ ، وَبَعْضُهُمْ يَضْرِبُ عَلَى رَأْسِهِ ، وَمَا أَشْبَهَ ذَلِكَ مِنَ الْعَمَلِ الْمُضْحِكِ لِلْحَمْقَى ، لِكَوْنِهِ مِنْ أَعْمَالِ الصِّبْيَانِ وَالْمَجَانِينِ ، الْمُبْكِي (3 ).
و الله سبحانه وتعالی اعلم
([2]) – فتاوی هنديه ۵/۳۵۱ .
([2]) – کفايت المفتي: ۲/۹۹
[3]))- الموسوعة ج ۲۱ ص ۲۵۵.