په داسې اتاق کې لمونځ کول چې هلته تصويرونه وي

aslamo alaikom warahmatulahi wabarakatoho

ka sok da yaw cha kara wlar she aw pa hagha kor ki har zai tasweran we aw ta haq na lari hagha lari kre no aya halta che taswer razwrand we lmonz kigi

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ذی روح تصوير جوړول او اخيستل او د هغه د تعظيم د پاره ځړول حرام دي .

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : أنه لما رأى سترا عند عائشة فيه تصاوير غضب وهتكه وقال : إن أصحاب هذه الصور يعذبون يوم القيامة ، ويقال: أحيوا ما خلقتم) (5951 بخاري ) .

ژباړه : له رسول الله صلی الله عليه وسلم روايت دی : هغه له بې بې عايشې رضی الله عنه سره پرده وليده چې په هغه باندې د ذی روح تصوير ؤ نا آرامه شو (په مبارکه څيره يې د نا آرامۍ او عوصې نښي څرګندې شوي ) او د هغه په باب يې اعتراض وکړ او ويې فرمايل : د قيامت په ورځ تصوير جوړونکو ته عذاب ورکول کيږي ، هغوی ته به وويل شي کوم شی مو چې جوړ کړي هغه ژوندي کړئ (په هغه کې روح واچوه ) .

په اسلام کې د تصوير حکم دلته وګورئ : https://dawat610.com/archives/1553

په هغه کور کې چې تصويرونه ځړول شوي وي هغه کور ته ملائکې نه ننوځي ځکه چې دا عمل د کافر قوم سره تشبه ده :

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم  لا تدخل الملائكة بيتا فيه تصاوير أو تماثيل (مسلم 2112 )  :-

په کوم کور کې چې تصاوير او مجسمې وي هغه کور ته پريښتې نه ننوځي .

په هغه اتاق کې چه مخامخ شاته يا چنګ ته تصوير ځوړند وي هلته لمونځ کول مکروه کيږي (د لمانځه ثواب کميږي او داسې کول ګناه ده ) البته که تصوير تر پښو لاندې موقعيت ولري لمونځ نه مکروه کيږي ،يا تصوير دومره کوچنی وي چه که په ځمکه کيښودل شي ولاړ سړی يې ونشي ليدلای يا کامل تصوير نه وي بلکی سر يې پرې شوی وي لمونځ نه مکروه کيږي (زېور جنتي – حکيم امت اشرف علی تهانوي )

ويکره ان يکون فوق رأسه او بين يديه او بحذائه تماثل واختلف فيها اذا کان خلفه والاظهر الکراهة ولو کانت تحت قديمه او في يده او علی خاتمه او کانت صغيرة او مقطوعة الراس اوالوجه او لغير ذی روح لا يکره (شرح التنوير ج ۱ ص ۶۷۸ ) (بهشتی زيور ۱۲۱ ) .

د تصوير لرونکو جامو سره لمونځ مکروه کيږي (وکره لبس فيه تماثيل ذی روح – شرح التنوير ج ۱ ص ۶۰۷ )

فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي : (وکره لبس ثوب فيه تماثيل (درالمختار ج۱ ص ۶۰۵ ) ولبس ثوب فيه تصاوير لانه يشبه حامل الصنم فيکره وفی الخلاصة وتکره التصاوير علی الثوب صلی فيه او لم يصل وهذاه الکراهة تحريمية (البحرالرائق ج 2 ص 27 ) .

نو مسلمان ته مناسبه نه ده چې په خپل کور کې د مړو شويو يا ژونديو اقاربو تصويرونه و ځړوي ځکه چې بې ضرورته تصوير پخپل ذات کې حرام دی او د احترام د پاره د هغه ځړول د مجسمو سره تشبه ده چې د بت پرستی اساس بلل کيږي او دا عمل د کافر قوم سره تشبه ده .

بايد داسې مسلمان ته نصيحت وشي او هغه  د تصوير د حکم او عذاب نه خبر کړ شي

و الله سبحانه و تعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.