په جيب کې د تصوير لرونکو پيسو سره لمونځ کيږي ؟

اسلا علیکم
ما د یو چا نه واوریدل چی په جیب کی عکس سره لمونځ نه کیږي او دا یی هم راته وویل چی دغه پاکستانی کلدارو باندی هم انځور(تصویر) دی نو دغه که په جیب کی درسره وی لمونځ د نه کیږی آیا دا رښتیا او سمه خبره ده هیله لرم چی ځواب راکړی
رحيم الله


ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول : په هغه اتاق کې چه مخامخ شاته يا چنګ ته تصوير ځوړند وي هلته لمونځ کول مکروه کيږي (لمونځ صحي کيږي مګر د لمانځه ثواب کميږي او داسې کول ګناه ده ) .
ويکره ان يکون فوق رأسه او بين يديه او بحذائه تماثل واختلف فيها اذا کان خلفه والاظهر الکراهة ولو کانت تحت قديمه او في يده او علی خاتمه او کانت صغيرة او مقطوعة الراس اوالوجه او لغير ذی روح لا يکره (شرح التنوير ج ۱ ص ۶۷۸ )
د تصوير لرونکو جامو سره لمونځ مکروه کيږي (وکره لبس فيه تماثيل ذی روح – شرح التنوير ج ۱ ص ۶۰۷ )
دوهم : هغه تصويرونه چې د ضرورت د پاره وي لکه د تذکرې تصوير ، پارسپورت ، کارت او يا په پيسو باندې چې کوم تصويرونه دي ضرورت دی د معاصرو فقهاؤ په نزد په کور کې ساتل او د ضرورت په وخت کې په جيب کې ساتل يې باک نه لري ، لمونځ ورسره صحي کيږي .
مګر د ضرورت پرته په جيب کې او يا هم په کور د تصوير ساتل جايز نه دي ، او داسې کور ملائکي نه ننوځي ځکه دا د بت پرستو عمل دی .
وقال علماء اللجنة الدائمة للإفتاء :
إن صور جميع الأحياء من آدمي أو حيوان محرمة ، سواء كانت مجسمة ، أم رسوماً ، وألوانا في ورق ، ونحوه ، أم نسيجاً في قماش ، أو صوراً شمسية ، والملائكة لا تدخل بيتاً فيه صورة ؛ لعموم الأحاديث الصحيحة التي دلت على ذلك .
ويرخص فيما دعت إليه الضرورة ، كصور المجرمين ، والمشبوهين ؛ لضبطهم ، والصور التي تدخل في جوازات السفر ، وحفائظ النفوس ؛ لشدة الضرورة إلى ذلك ، ونرجو ألا تكون هذه وأمثالها مانعة من دخول الملائكة البيت لضرورة حفظها ، وحملها ، والله المستعان .
فتاوى اللجنة الدائمة ” ( 1 / 720 ، 721 ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.