په جومات کې ستړي مشي کول څه حکم لري ؟

په مسجد کی ستړی مشی او احو ال پرسی څنګه ده په ثقه حواله ځواب راکی مننه له اسلامی لارشود نه
عبدالحق حنفي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ستړي مشي چې په عربي کې ورته مصافحه وايي سنت او مستحب عمل دی په احاديث کې يې ډير فضيلت راغلی دی .
“رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: تصافحوا يذهب الغل، وتهادوا تحابوا..“(رواه مالک فی موطاء) .
ژباړه : په خپلو مينځو کې ستړي مشي کوئ چې دا د تاسې څخه حسد او دوښمني له مينځه وړي او په تاسې کې محبت راولي .
قال کعب رضی الله عنه :
فَيَتَلَقَّانِي النَّاسُ فَوْجًا فَوْجًا يُهَنُّونِي بِالتَّوْبَةِ، يَقُولُونَ: لِتَهْنِكَ تَوْبَةُ اللَّهِ عَلَيْكَ، قَالَ كَعْبٌ: حَتَّى دَخَلْتُ الْمَسْجِدَ فَإِذَا رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم جَالِسٌ حَوْلَهُ النَّاسُ، فَقَامَ إِلَيَّ طَلْحَةُ بْنُ عُبَيْدِاللَّهِ يُهَرْوِلُ حَتَّى صَافَحَنِي وَهَنَّانِي
ژباړه: کعب بن مالک وايي : زما د توبې قبلېدو وروسته ډلې ډلې کسانو ما ته مبارکي راکوله ، هغوی ويل : تا ته د الله تعالی د جانبه قبوله شوې توبه مبارک وي ، جومات ته داخل شوم جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ناست وو صحابه کرام ورڅخه چاپيره وو طلحه بن عبيدالله پاڅيد زما طرف ته راغلی او زما سره يې ستړي مشي وکړل (البخاري ۴۴۱۸ ) .
په جومات کې د مصافحې کولو عمل په دور نبوت کې مشهور وو .
او جومات کې مصافحه کول جايز دي .
مګر ځنې کسان دا عادت لري چې د فرض لمانځه وروسته په ناسته سره له خپل ښي او ګين اړخ ملګري سره مصافحه کوي دا عمل اکثره علماء مکروه بللی دی ځکه څه اصل نلري .
و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.