په اسلامي ټولنه د هندي او ترکي سریالونه منفي اغېز!

#پنځمه او وروستۍ برخه

حسان مجاهد

٩_ د وخت ضایعه کېدل

د بهرنیو سریالونو له یو لړ زیانونو څخه دا هم دی چې د کتونکو قيمتي وختونه ضایعه کوي، د ځوانۍ هغه قيمتي شیبې چې دوی باید د آخرت لپاره څه توښه پکې برابره کړي او هغه قيمتي عمرونه چې دوی باید پکې د ځان، کورنۍ او ټولنې د ګټې کارونه پکې ترسره کړي، ټول د بې ارزښته سریالونو مخته ضایعه کوي، که د ډېرو ځوانانو د عمرونو اندازه ولګول شي، څرګنده ده به شي چې دې سریالونو یې د ژوند څومره قیمتي ساعتونه خوړلي دي!

موږ هره ورځ (٨٦٤٠٠)شپږ اتيازره او څلور سوه ثانیې وخت لرو، چې نه شو کولای دومره وخت سبا ته وساتو، خو هر سهار  او ماښام دا خالي وخت له موږ څخه ددې بېهوده فلمونو په کتلو ضایعه کیږي.

د تازه احصائیو له مخې، خلک په ټولنیزو شبکو لکه فیس بوک، ټویټر، واټس اپ، انسټاګرام، یوټیوب او نورو باندې په اوسط ډول هره ورځ شپږ ساعته وخت تیروي، سربیره پر دې، دوی په تلویزیون کې دوه ساعته وخت تیروي، یعنې هره ورځ ټولنیزې رسنۍ زموږ له خپل عمره اته ساعته غلا کوي، په دې اساس ویلای شو چې که د یو چا ټول عمر ٦٠ کاله وي او ده په شواروز کې ٨ ساعته په ټولنیزو رسنیو مصرف کړي وي، نو ده به له ټول عمر څخه دریمه برخه یعني یوازې ٢٠ کاله په ټولنیزو رسنیو مصرف کړي وي او دا زموږ لپاره ډیره د خفګان او افسوس وړ خبره ده چې د خپل کوتاه عمر دریمه برخه په ټلیفون او ورته شیانو ضایعه کوو.

 

١٠_ په روغتیا باندې د هندي سریالونو منفي اغېز

ددماغو ناروغي: یوه څېړنه چې د آلمان په پلازمېنه برلین کې د “ماکس پلانک انسټیټوټ” څیړونکو لخوا ترسره شوه، څرګندوي چې د دماغ یوه کوچنۍ برخه “استریاتوم” (striatum) د هغو نارینه وو چې د فاحشو فلمونو په تماشه روږدي دي، کوچنۍ ده په پرتله د هغو نارینه وو چې دغه فلمونه نه ګوري او دا برخه په دماغو کې مهمه ونډه لري، چې کوچنی والی یې انسان غبي کوي او پراخوالی یې انسان ځیرکوي. همدارنګه، څیړنې ښودلې چې د لوڅو فلمونو کتل د پریفرونټل کارټکس (Prefrontal Cortex) د دماغو یوې پیچلې او پرمختللې برخې چې د انسان د فکري او اجتماعي وړتیاوو لپاره بنسټیزه ده او د مختلفو مهمو فعالیتونو لپاره مسؤله ده، د خرابیدو لامل ګرځي.

د دماغو د یوې برخې بندیدل:
د هالنډ د ګرونینجن پوهنتون د طبي مرکز د اعصابو جراح “جیرت هولستيج” یوه علمي څېړنه کړې او په پایله کې دې ته رسېدلی ده چې لوڅ فلمونه لیدل کولی شي هغه دماغي برخه بنده کړي، چې د نورو شیانو په لیدلو وینه په زیاته اندازه دغه دماغي برخې ته جریان مومي، خو بالعکس د لوڅو فلمونو د لیدلو پر مهال وینه پر ځای ددې چې دغه دماغي برخې ته جریان وکوي، د جنسي تحریک په لور جریان کوي.

د حافظې کمزوري:
د آلمان د “دويسبورگ اېسن” پوهنتون څېړونکو په ۲۰۱۲ کال کې یوه څېړنه ترسره کړه ترڅو د لوڅو فلمونو د لیدو پر لنډمهاله حافظه اغېزې وڅېړي، څیړنې وښوده چې لوڅ فلمونه لیدل کولای شي حافظه کمزوري کړي، څېړونکو وویل چې د لوڅو فلمونو د لیدو له امله رامنځته شوی جنسي تحریک د لنډمهاله حافظې سره تداخل کوي، نو ځکه د هغه کسانو په پرتله چې لوڅ فلمونه نه ګوري، د هغه کسانو حافظې کمزورې وي، چې لوڅ فلمونه ګوري.

ژور خفګان:
د رواني ناروغیو کارپوه “كيفن سكينر” لخوا په ۲۰۱۱ کال کې یوه څېړنه ترسره شوه ترڅو د لوڅو فلمونو د لیدو او د خفګان ترمنځ اړیکه وڅیړي، دې څېړنې څرګنده کړه چې هغه کسان چې لوڅ فلمونه ګوري، د خفګان احساسات یې ډېر زیات وي. .
کله چې له ٤٥٠ کسانو څخه وپوښتل شو چې ایا د لوڅو فلمونو او ژور خفګان تر مینځ اړیکه شته؟

نو له اکثریت نارینه ګډونوالو چې په اونۍ کې یې له درې تر پنځو ځله لوڅ فلمونه کتل، د دوی د خپګان کچه ۱۸ وه او هغه ډله چې هره ورځ یې لوڅ فلمونه کتل، د خفګان کچه یې تر ۲۱ پورې لوړه شوې وه چې دا د شدید خپګان کچه ده او د عامو خلکو له خفګان سره ډیر توپیر لري.

 

د هندي سریالونو د کتلو حکم
زموږ د شریعت دا یو مهم اصل دی چې “اسباب الحرام حرام” یعني د حرامو شیانو اسباب حرام دي او دې کې هیڅ شک نشته چې هندي سریالونه او فاحش فلمونه د حرامو اسباب دي لکه: په عقیده کې شک، په اخلاقو، عاداتو او کلتور کې د کفارو تقلید، پردیو ښځو ته کتل، خپلمنځي اختلافات او بدبینۍ، فاحشې کړنې، ناروا مینه او مجازي مينتوب، د نشه یي توکو روږديتوب، جرمونه او فساد، روغتیایي زیانونه، مالي اصراف، بې ارزښته کارونه، د وخت ضایعه کېدل او داسې نور. کله چې دا کارونه تر لمر روښانه حرام دي نو په دې اساس ویلای شو چې د دې اسباب(هندي سریالونه او فاحش فلمونه) هم حرام دي!

 

مسلمانو کورنیو او واکمنانو ته پیغام

ای د کورنیو مسؤلینو! تاسو د خپلو اولادونو په اړه مسولیت لرئ او د هرې خطا پوښتنه به یې له تاسو کیږي، نو بناء خپلو اولادونو ته د فساد وسائل مه برابروئ، اصلاح یې کړئ، څارنه یې وکړئ او د فتنو له هر ډول اسبابو یې وژغورئ!
ای د وخت واکمنانو! پدې پوه شئ چې ځوان نسل ستاسو په غاړه کې هغه امانت دی چې په هکله به یې له تاسو څخه د قیامت په ورځ پوښتنه کیږي، تاسو د هرې کوچنۍ او لویې پیښې په اړه مسؤل یاست، نو په کار ده چې تاسو د خپل رعيت په وړاندې د فتنو دروازې وتړئ او د نن زمانې طوفاني فساد په وړاندې جدي اقدام وکړئ، د بهرنیو سریالونو او وارداتي فلمونو مخه ونیسئ، رسنۍ محدودې کړئ د فاحشو فلمونو په بدل کې ځوان نسل ته د اسلامي فلمونو، تمثیلونو او خپرونو زمینه برابره کړئ!

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.