#څلورمه برخه
حسان مجاهد
**************
٦_ د ناروا مینې او مجازې عشق په پراختیا باندې د هندي سریالونو اغېز
د هندي سریالونو زیاته برخه رومانتيک یا رومانسي فلمونه دي او دا هغه ډول فلمونه دي چې د ناروا مینې، اړیکو، او احساساتو په اړه تمرکز کوي، دا فلمونه اکثره د عشق او د مینې د مختلفو پړاوونو په اړه کیسې وړاندې کوي، دا فلمونه ځوانانو او نجونو ته مینې د پیدا کیدو، ودانیدو، او د اړیکو د ساتلو په اړه کیسې کوي، د زړه درد او کله ناکله له لاسه د مینې ورکولو احساسات هم په دې ډول فلمونو کې شامل وي، دا فلمونه د دوستانه اړیکو په اړه هم بحث کوي او لیدونکو ته ور زده کوي چې څنګه له یو چا سره تر مینې وروسته اړیکو ته وده ورکړل شي او پرمخ وغځول شي.
دیوې هندي ډرامې چې له مودو راهیسې پر افغان تلوېزونونو، په مسلسل ډول نشرېږي؛ یوه صحنه یې داسې ده چې دسیریال هیرو، دیو سازش په ترڅ کې وژل کېږي او څه موده بعد بیا ځل دخپلې معشوقې سره مخ کېږي، معشوقه یې غاړې ترې تاؤوي، او هیرو یې له پېژانده انکار کوي، نجلۍ خورا خواشېنې کور ته ګرځي او کله چې کور کې قیصه کوي، پلار یې ورته وایي؛ هغه ستا لپاره مړ شوی، دا چې تا ولید، دا یې “دوسرا جنم” یعنې دوهم ژوند دی، ځکه یې ته نه یې پېژندلې.
په رومانتیک فلمونو کې پردی ځوان او پردۍ نجلۍ یو له بله غاړه په غاړه ګرځي، په ګډه نڅا کوي، یو بل ته د مینې خبرې کوي، یو بل ته زړه راښکونکي حرکات او اشارې کوي او د یو بل په نشتون کې د ژور خفګان احساس کوي؛ چې ددې هر څه کتل زموږ مسلمانو ځوانانو او نجونو ته ناروا مینه او اړیکې او
مجازي عشق ور زده کوي، چې په نتیجه کې یې اخلاقي فساد، زناوې، بدکارۍ، ځان وژنې، کورني اختلافات او د ژوند له هدفه پاته کېدل رامنځته کېږي.
٧_ د وژنو، اختطاف، غلاوو او نورو جرمونو په پراختیا کې د هندي فلمونو ونډه
ډېر وخت په فلمونو کې د وژنو، ربړونو، اختطاف، غلاوو او نورو جرمونو صحنې ښودل کیږي چې لوستونکي ترې خورا په اسانۍ سره اغیزمن کیږي او په پایله کې بیا دوی ته هم ورته جرمونه یوه عادي او بې ګناه کیسه بریښي.
په امریکا کې یوه څیړني ښیي چې ٤٩% سلنه بندیانو په دې اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې دوی سینماوو د وسلې اخیستلو ته هڅولي دي.
٨_ له هدفه پاتې والی او په بې ارزښته کارونو اخته کېدل
ددې فلمونو بل زیان دادی چې ځوانان یې د ژوند له هدفه را ګرځولي دي، په بې ګټې او عبثو کارونو یې اخته کړي او په همتونو کې ټیټوالی راولي.
یوې څیړنې د هغو محصلینو چې هره اونۍ درې ځله سینما ته ځي او د هغو محصلینو چې په میاشت کې یوازې دوه ځله یا کم سینما ته ځي، تر منځ پرتله کړې ده او ښودلې یې ده چې لومړني محصلین د رقص او تفریحي ځایونو لیدلو ته ډېر میلان لري او وروستني محصلین بیا د خپلو درسونو په اړه ډېر جديت لري، همدارنګه، لومړني محصلین یوازې خپل کاروبار ته مایل وي او وروستني محصلین د طب او ښوونې په څیر ګټورو مسلکونو ته مایل دي.