حسان مجاهد
#دریمه برخه
٤_ د نشه یي توکو پر وده د هندي سریالونو اغېز
د دې سریالونو بل خطرناک اثر په ځوانانو او نجونو کې د نشه یي توکو مینه او روږديتوب دی، کله چې ځوانان د فلمونو ډایرېکټران د مخدراتو او مشروباتو په استعمالولو وویني، ترڅو هغوی خپل غمونه په سپک کړي؛ نو ځوانان وروسته سګرېټ ته مخه کوي او په نورو نشه یي توکو کې ددوی ړوند تقلید کوي.
په ځینو سریالونو کې مخدره مواد داسې ښودل کیږي لکه چې دا د کورنۍ او ملګرو ترمنځ یوه عادي خبره وي؛ ځکه ویلای شو چې نن سبا کوم ځوانان د نشه یي توکو روږدي شوي دي، ډېر اغېز د همدې سریالونو دی.
په بل اړخ کې، دا سریالونه د مخدراتو سوداګرۍ ته هم هڅونه کوي، هلته په فلمونو کې لوبغاړی داسې انځور شوی وي لکه چې هغه د مخدره موادو سوداګر دی او دا کار ورته ډېرې پیسې ګټي، نو ځوانان چې هېڅ کار نه لري، دغه لوبغاړي ته ګوري، دا فکر کوي چې د مخدره موادو سوداګري د شتمنۍ لاره ده.
په مصر کې یوه احصایه ښیي چې له ۶۰% زیات د نشه یي توکو معتادین فکر کوي چې دا نه حرام دي او نه مکروه! او دا یوه لویه شمېره ده، او له شک پرته ددا ډول فکر خلک اکثره د فلمونو قرباني دي.
دا افسانوي فلمونه او سریالونه ځینې خلک هڅوي چې نشه یي توکو ته ادامه ورکړي. ۳۲% معتادین کسان چې غږول شوي دي، نو دوی وایي چې موږ د فلمونو ځینې صحنې د نشه یي توکو روږديتوب ته تشويقوي.
د عراق په قاهره کې، د یوه عربي هېواد څخه ځینې کسان د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي، د څیړنو په ترڅ کې معلومه شوه چې دوی د “الباطنية” په نوم مشهور فلم لیدلی و او ددې فلم ځینې صحنې یې دومره جذابې بللې وې چې دوی یې د مخدراتو په قاچاق او ترویج کې تقلید ته هڅولي.
یوه څېړنه ښیي چې نږدې ۳۹٪ سلنه د لوڅو فلمونو ستوري او کارمندان مخدره توکي کاروي، ترڅو دوی ته دهغه وضعیت منل آسانه شي چې ورسره مخ کیږي،۴۴٪ یې کوکایین کاروي، ۵۰٪ یې اکسټازي کاروي، او شاوخوا ۷۹٪ یې ماریجوانا(چرس) کاروي.
له دې امله کوم نظامونه او سازمانونه چې د مخدره موادو پر وړاندې دمبارزې داعیه لري، هغوی باید د هندي سریالونو پر وړاندې هم مبارزه وکړي؛ ځکه همدغه فاسد فلمونه زموږ ځوانان انحراف ته هڅوي.
٥_فاحشو کړنو ته په دعوت او د هغې په خپرولو کې د هندي سریالونو ونډه
باید وویل شي چې نن ورځ ځوانان په یوه حساس حالت کې ګېر دي؛ هغه له دې امله چې رسنۍ د جنسي غریزې په تحرک(ښورولو)کې مهمه ونډه لري، ځکه دوی له بداخلاقۍ او جنسي محتوا څخه ډک فلمونه وړاندې کوي، چې دا د ځوانانو ذهني حالت ته ډېر زیان رسوي او هغوی د فحشا په لور خوځوي، هندي سریالونه په عامه کچه فحشا ته پراخ دعوت کوي او د بیلابیلو نومونو لاندې په اسلامي ټولنه کې هره فاحشه کړنه ترویجوي، په هندي سریالونو کې ښځه لوڅه او له پردیو سړو سره یو ځای وړاندې کیږي تر څو د فحشا لپاره یې د یوې وسیلې په توګه کاروي.
یوه څیړنه ښیي چې ٢٥% سلنه نجونې چې عمرونه یې له ١٤ تر ١٨ پورې دي، د جنسي فلمونو د لیدلو له امله یې جنسي اړیکې جوړې کړې دي.