په استمنا سره روژه فاسديږي ؟

سلامونه:په روژه کی د موټک (جلق) وهل څه حکم لری،یعنی که سړی روژه وی او په زوره د لاس پواسطه ځان انزال کړی،دا روژه یی څنګه شوه؟مکروه،قضا او که کفاره ده!؟ نجيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په لاس سره انزال کول يا استمنا حرام دی نور تفصيل دلته وګورﺉ

د روژې يو حکمت دا دی تر څو مسلمان په دغه لنډ مهاله تربيوي دوره کې په ښو کارونو عادت او له بدو کارونو او زهرجنو شيطاني افعالو منع شي .

کوم څوک چې په روژه کې ناروا کارونه نه پريږدي  د هغوی په اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

 مَن لّم يَدَع قَولَ الزّ ُور ِ وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُ اَن يَّدَع َ طَعاَمَه وَشَرَابَه .(رواه بخاري

ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبری نه پريږدي نو د الله تعالی دده خوړلو او څښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته.

نو د رمضان المبارك خو يوه موخه د نارواه کارونو څخه د مخ ګرځول او منع ده .

که خدای مه کړه له چا څخه په رمضان کې دغه بد عمل وشي روژه يې فاسده ده داسې چې دغه روژی ته به دوام ورکوي هغه به نه خوري او د رمضان په پای کې به د دغه روژې قضايي ادا کوي کفاره نشته .

د روژې مکروهات او فاسدونکي دلته وګورﺉ

و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.