په اذان كې په شهادتينو باندې ګوتي ښكلول څنګه دي

په اذان كې په شهادتينو باندې ګوتي ښكلول څنګه دي

پوښتنه (۱۴۵) په اذان كې دشهادتينو په وخت كې ګوتي ښكلول څنګه دي ،كوم سړى چې ددې څخه منعه كول كوي په هغه پسې په لمانځه كې اقتداء روا ده اوكه نه او څوك چې ګوتې نه ښكلوي هغه ګناه ګاردى اوكه نه اوكه چيرې ګوتي ښكلول مستحب يا سنت وي نوددې دليل كوم دى ؟

ځواب: د غټوګوتو دمستحب والي دليل شامي داسې نقل كړى دى ( يستحب ان يقال عندسماع الاولى من الشهادتين  صلى الله عليك يا رسول الله وعندالثانية منها قرت عيني بك يا رسول الله ثم يقول اللهم متعني بالسمع والبصر بعدوضع ظفرى الابهامين على العينين فانه عليه الصلوة والسلام يكون قاعدا له فى الجنة كذا فى كنزالعباد وقهستانې ونحوه فى الفتاوى الصوفية وفى كتاب الفردوس من قبل ظفري ابهاميه عندسماع اشهد ان محمدا رسول الله فى الاذان انا قاعده ومدخله فى صفوف الجنة وتمامه فى حواشي البحرللرملى عن المقاصد الحسنة للسخاوى ،وذكر ذلك الجراحى واطال ثم قال ولم يصح فى المرفوع من كل هذا شئ الخ (1)) . دشامي دوروستني عبارت څخه داهم ځرګنده شوه چې هيڅ يومرفوع حديث په دې باره كې نشته ،وروستۍ خبره داچې په ضعيف حديث باندې هم داعمالوپه فضائلو كې عمل كول صحيح دى ، خود هغې شرط دادى چې دغه كار به سنت نه ګڼي ،(كذا فى الدرالمختار) نوكه څه هم ځينې عوام په دې كې زياتى كوي اودا سنت ګڼي اوعمل هم پري كوي اوپه نه كونكي باندې عيب اوملامتيا وايي خو محققين علماء ددې نه كول زيات د احتياط وړګڼي اونه كوونګى ګناه ګارنه دى په هغه پسې اقتداء كول بلكل صحيح ده .

(1)  ردالمحتار باب الاذان  ج۱ ص ۳۷۰ ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.