پنځم – په معاملاتو کې غُرر منع دی :
غُرر داسې بيع ته وايي چې په هغه کې د مال يا نرخ کوم يو مقدار او اندازه نه وي معلومه لکه : د حيوان په ګيډه کې د څاروي پلورل ، يا په سيند کې ماهيانو خرڅول او يا په هوا کې د مرغان خرڅول او داسې نور .
داسې بيع چې مقدار او نرخ يې نا معلوم وي منع ده ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه څخه منع فرمايلي ده ” نهى عن بيع الغرر ” (رواه المسلم ) .
المعاملات المعاصرة ليکي :
غرر په لاندې دوو شرطونو حرام دی :
۱- که غرر يا اټکل زيات ؤ حرام او که لږ وو نو د بيع د صحت د پاره تاوان نه رسوي ، لکه : په حمام کې غسل ځکه په دې کې غرر دی په قد او جسم کې فرق وي ټول يو شان اوبه نه مصرفوي بلکي ځنې کمې او ځنې زياتې اوبه مصرفوي .
يا د يوې ورځې او دوو ورځو د پاره د موټر کرايه کول چې په دې کې هم د وزن ، د سپرلۍ د شمير او فاصلې فرق وي .
چې په دې کې هم غُرر شته مکر د آسانۍ د پاره په شريعت کې عفوه دی .
۲- د عامه ضرورت په وجه غُرر عفوه دی ، لکه : د پخېدو او رسېدو مخکې د ميوجاتو خرڅول څخه په شريعت کې منع شوې ده مګر که ځنې ميوه جات رسېدلي وي او ځنې نه وي رسېدلې که د باغ مالک د ټولو ميوجاتو رسېدلو ته انتظار باسي ميوجات په صحي شکل مارکيټ ته نه رسيږي او له مينځه ځي نو په دې صورت کې هم د ضرورت په وجه جايز دی .
شپږم بنسټ ، عقل او تميز :
د تجارتي معاملې د عقد تړلو لپاره عقل او تميز هم شرط بلل کيږي ، يعنې د ليونې سره د بيع عقد نشي کيدای همدارنګه د داسې ماشوم سره چې په ګټه او تاوان نه پوهيږي تجارتي معامله شرعاً جواز نه لري .
مګر کوم ماشوم چې بلوغ ته نه وي رسيدلی مګر عاقل او په معامله پوه وي د هغه سره معامله کول جايز دي .
أن يكون العاقد عاقلاً أي مميزاً، فلا ينعقد بيع المجنون والصبي غير العاقل.ولا يشترط البلوغ عند الحنفية، فيصح تصرف الصبي المميز ( حايشه ابن عابدين ) .