پر ماشومانو د موبایل منفي اغيزې

دوهمه برخه او وروستۍ برخه

ژباړن رفیع الله آرمان

په موبایل د ماشومانو روږد تیا څه ډول کنټرول کړو؟

 

له موبایل او ټکنالوژۍ نه د ماشومانو ګټه اخیستنه همیشه هم زیان اړونکې نه وي. په واقیعت کې هغه لوبې/ ګېمونه چې په موبايلونو کې وي، مثبت اغېز هم لري. د بيلګې په ډول؛ ډیری ماشومان پکې دا زده کوي چې څه ډول په هغو چارو بريالي شي چې له ستونزو سره مل او ډېرې ځيرتیا ته اړتیا لري، یا خپل ډیری کړه وړه بیا بیا و ارزوي تر څو خپلې موخې ته ورسيږي.

 

په موبايلونو کې ډیری ګېمونه د ماشوم ځيرتیا لوړوي، او ډېر مسایل ور زده کوي، خو مهمه خبره بیا له موبایل نه د ماشوم د ګټې اخيستنې یا لوبې کولو وخت او اندازه ده. ماشوم د خپلې ودې په مرحله کې باید د قوانينو او محدودیتونو په چوکاټ کې وساتل شي.

 

له موبایل نه په ټوله کې له دوو ساعتونو نه ډيره د ماشومانو ګټه اخيستنه نه توصیه کيږي. دغه راز ښه دا ده چې ماشوم ته د نوې ځوانۍ تر مرحلې پورې ځانګړی موبايل وانه خيستل شي، يوازې اجازه ورکړل شي چې د خپل پلار او مور له موبایلونو ګټه واخلي.

په کم عمر او د ښوونځي په لمړيو کالونو کې، باید موبایل ته د ماشوم لاس رسی محدود وي.

 

د عمر په ډېریدو سره يې کولی شو د موبایل په کارونه کې خپل قوانين نرم کړو، د ټکنالوژۍ او موبایل نه د ګټې اخیستنې لازم پوهاوی ورکړو. ځينې وخت د خپلو اولادونو سره د پلار او مور مثبته اړيکه له ستونزې سره مله وي، او نه شي کولی چې د موبایل نه د ماشومانو د ګټې اخیستنې د ستونزې سره د مبارزې په برخه کې ګټور رول ولري.

 

پام مو وي چې له موبايل نه د ماشومانو ګټې اخیستنې او روږد تیا نه کنټرول، د هغوی روغتیا او سلامتیا ته زیان رسوي. په دې صورت کې پلار او مور د خپلو ماشومانو د ستونزو مسؤلين دي. نو وړانديز کوو مخ کې له دې چې کومه ستونزه را منځ ته شي، د ماشومانو مشاور ته مراجعه وکړئ.

 

ډول ډول پوښتنې

 

ماشوم ته په کوم عمر کې موبايل واخلو؟

د ماشوم د مناسب عمر د ټاکلو لپاره لازمه ده، له ځانه پوښتنې وکړئ. آیا هغه موبایل چې تاسو د خپل ماشوم په اختیار کې ور کوی، ورته چمتو دی؟

آیا هغه توانيږي کوم قوانين چې تاسو له موبایل نه د ګټې اخیستنې لپاره ورته وضعه کړي، په راتلونکي کې ور باندې عمل وکړي؟

ایا ستاسو ماشوم مسؤلیت مننونکی دی؟

موږ و انديز کوو د ودې په هغه دوران کې چې ماشوم د پلټنې حس ډير لري، هغه ته د موبایل او تبليت له اخیستلو ډډه وکړئ. له موبایل نه د ګټې اخيستنې تر ټولو ښه عمر د ښوونځي د ثانوي زده کړو ټولګي دي. له دې پرته اړ یاست چې له موبايل نه د ماشومانو د ګټې اخیستنې په کنټرول ډیر وخت او او انرژي ولګوئ.

 

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.