پر ما باندې د فاسق پلار اطاعت شته ؟

دآن لاين اسلامې لارښودچلونكواوګرانوعلماؤكرامو
اسلام عليكم ورحمة الله وبركاته زمايوضرورى پوښتنه داده
كه خسرله خپلي پتمني اينګورڅخه دمينى اومحبت ياري خواهيش اظهارترى اوكړي
اواينګورترى څخه اينګاراوډاډه ترى اوكړي اورته اووائي چي زه خپل خوږايمان نه خراب اوم خپل خاوندپرى خبركړي نوپه ماباندي دخپل فاسق ناروا پلارحق شته چي اطاعت ئي وكړم دحل لارڅه ده وسلام  دستاسي دشرعي جواب په هيله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلامې شريعت کې مسلمان په دې باندې مأمور شوی دی تر څو د خپلو والدينو سره تر خپله وسه ښه سلوک وکړي اګر که هغوی فاسيقات او خدای مه کړه کافران وي .

مسلمان ته جايزه نه ده چې هغوی وکړوي او د هغوی سره بد سلوک وکړي .

مګر په هغو امرو کې چې د ګناه او نافرماني وي د هغوی اطاعت کول واجب نه دی :

قوله تعالى : ووصينا الإنسان بوالديه حسناً وإن جاهداك لتشرك بي ما ليس لك به علم فلا تطعهما إليَّ مرجعكم فأنبئكم بما كنتم تعملون  (العنكبوت / 8 .)

ژباړه : او انسان ته مو د هغه د پلار او مور سره د ښه چلند په کولو سپارښت وکړ . که دوی زيار وباسي (چې تا مجبور کړي ) چې له ما سره داسې شريک کړي چې پرې پوه نه يې نو د هغوی پيروي مه کوه (د کفر او شرک په معامله کې د هغوی پېروي مه کوه ) . ستاسې بيرته را تګ ما ته دی او هلته به زه تاسې د هغو کارونو په رښتينولۍ پوه کړم چې تاسې کول .

د اسلامې شريعت دا عمومي قاعده ده چې د مخلوق اطاعت کول لکه : د والدينو ، خاوند او آمر مقيد په معروف باندې دی يعنې داسې څه چې هغه د شرعې خلاف نه وي مګر د ګناه او نافرمانی په کار کې د مخلوق اطاعت نشته .

لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق  (د خالق جل جلاله په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته ).

که په ګڼ کور کې د سختو فتنو ، اختلاط حتی په عفت باندي د تيري کولو ويره وي نو بيا په داسې کور کې اوسيدل جايز نه دي ځکه د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته .

د نامحرمو څخه جلا مسکن د ښځې حق دی .

قوله تعالی : ( أسكنوهنَّ من حيث سكنتم مِن وُجدكم ولا تُضاروهن) الطلاق/6.

يعنې : دوی په هغه ځای کې چې تاسې پخپله اوسيږئ د خپل وس په اندازئ واوسوئ (د استوګنې ځای ور ته برابر کړئ ) او دوی ته ضرر مه رسوئ .

د امام ابوحنيفه رحمه الله ، امام شافعې رحمه الله امام احمد د جمهورو فقهاوو رايه دا ده چې که ښځه د خاوند له والدينو او خپلوانو سره ژوند تيرول نه غواړي خاوند به هغې ته ځانته مسکن برابروي او پر خاوند باندې د مسکن برابرول د ښځې حق دی .

وقد ذهب جمهور الفقهاء من الحنفية والشافعية والحنابلة إلى أن للزوجة الحق في سكن مستقل عن أقارب الزوج ، وأن لها الامتناع من السكن مع أبيه وأمه أو أحدهما .
وذهب المالكية إلى التفريق بين الزوجة الشريفة والوضيعة , وقالوا بعدم جواز الجمع بين الزوجة الشريفة والوالدين , وبجواز ذلك مع الزوجة الوضيعة , إلا إذا كان في الجمع بين الوضيعة والوالدين ضرر عليها . ينظر : الموسوعة الفقهية (25/109)

د مسکن څخه عبارت مستقل ځای دی چې د ميړه اقارب په هغه کې څه شرکت ونه لري او يوازې ښځې ته خاص وي حد اقل يو اطاق چې ور او قفل ولري ، بيت الخلاء او د پخولو ځای يا آشپزخانه ، که اقتصادي مشکل وي د شريک بيت الخلاء او آشپزخانې څخه هم کار اخيستی شي ، مګر اتاق به بالکل مستقل وي .

لكن المقصود بالسكن عند الفقهاء ، يتحقق بغرفة لها باب وقفل ، مع كنيف (بيت الخلاء) ومطبخ ، إلا أن يكونوا من الفقراء الذي يرضون بالاشتراك في المطبخ وبيت الخلاء .
قال ابن عابدين في حاشيته (3/600) : (( قوله وبيت منفرد ) أي ما يبات فيه ; وهو محل منفرد معين … والظاهر أن المراد بالمنفرد ما كان مختصا بها ليس فيه ما يشاركها به أحد من أهل الدار ( قوله له غَلَق ) بالتحريك : ما يغلق ويفتح بالمفتاح … ( قوله ومفاده لزوم كنيف ومطبخ ) أي بيت الخلاء وموضع الطبخ بأن يكونا داخل البيت أو في الدار ، لا يشاركها فيهما أحد من أهل الدار . قلت : وينبغي أن يكون هذا في غير الفقراء الذين يسكنون في الربوع والأحواش ؛ بحيث يكون لكل واحد بيت يخصه وبعض المرافق مشتركة كالخلاء والتنور وبئر الماء).
نسأل الله أن يوفقك لما فيه الخير والصلاح ، وأن يصلحك ويصلح لك أهلك .
والله أعلم .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.