پخپل وطن کې د مسافرانه لمانځه حکم

زما سوال دا دی چی کله مثلا زه په هرات ولايت کی اوسیږم او بیا کور ته ولاړ شم چی کور می مثلا په کونړ کی وی. هلته به زه د سفر لمونځ کوم که پوره لمونځ به کوم. البته یوه یادونه وکړم چی زه به کور کی د پنځلسو ورځو څخه کمه موده تیروم – یا یوه اونۍ او یا لس ورځی؟
مننه سمیع الله
د کونړ ولایت څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

تاسې به پخپل کور کې پوره لمونځ کوئ ځکه کونړ مو اصلي وطن بلل کيږي .

صلي وطن هغه وخت باطليږي چې کله سړی له خپل کور ، بال بچ سره بل ځای ته کډه وکړي : فی عالمګيري : ويبطل الوطن الاصلي با الوطن الاصلی اذا انتقل عن الاول با اهله و اما اذا لم نتقل با اهله استحدث اهلاً ببلدة اخری فلا يبطل وطنه الاول ويتم فيهما (ص ۱۵۱ ) .

جناب نبې کريم صلی الله عليه وسلم به ځکه په مکه کې قصر (مسافرانه لمونځ ) کولو چې هلته يې کور و غيره څه باقي نه وو ( کفايت المفتي ج ۳ ص ۳۶۶ ) .

نو تاسې چې کله له سفر څخه کور ته راشی مقیم بلل کيږي ځکه چې دا مو اصلي وطن دی (دلته مو اهل عيال اوسيږي ) .

و الله تعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *