يو ځوان مسلمان په کوم لوېديځ هيواد کي تر عالي زده کړو وروسته بيرته خپل هيواد ته ستون سو.

يوه څپېړه د درې سوالونو ځواب

يو هلک له خپل کلي څخه لرې يوې قريې ته سفر وکړ او د يوې اوږدې مودې له مسافرۍ وروسته بېرته خپلې سيمې ته راستون شو، د خپل کلي خلک يې راټول کړل او پوښتنه يې ترې وکړه، چې آيا داسې څوک شته چې زما د درې سوالونو ځوابونه را کړي، څوک نه حاضرېدل چې د نوموړي سوالونه ځواب کړي خو بالآخره يو عالم ورته وويل زه به يې ځوابونه درکړم، سوالونه او ځوابونه په لاندې ډول مطرح شول:
هلک: ته څوک يې او کولی شې زما د درې سوالونو ځوابونه راکړې؟
عالم: زه د الله د بنده ګانو څخه يو بنده يم، او د الله په اجازه ان شاء الله چې ځوابونه به درکړم.
هلک: ايا ته باوري يې؟ ځکه له تا څخه مخکې ډېرو علماء او حکیمانو ماته د دې سوالونو ځوابونه نه دي راکړي.
عالم: زه به خپل کوښښ وکړ، که د الله مرسته وه ان شاء الله چې در ځواب به يې کړم.
هلک: له ماسره درې سوالونه دي:
لومړی: ايا الله شته دی؟ که وي نو ماته خو يې ته شکل را وښيه؟
دوه يم: قضاء او قدر څه شی دی؟
درېم: شيطان له اور څخه پيدا شوی دی، نو کله چې دا نړۍ ختمه شي نو دا به په اور کې واچول شي، نو دا خو خپله له اور څخه جوړ دی اور به پرې هېڅ اغېز ونه کړي؟
عالم په دې وخت کې دغه هلک په مخ يوه کلکه څپېړه وواهه.
هلک په داسې حال کې چې مخ يې سخت درد کاوه ورته وويلې ولې دې په څپېړه ووهلم، ولې دومره په غوسه شوې؟
عالم ورته وويل زه په غوصه نه يم دا ستا د سوالونو ځوابونه و.
هلک ورته وويل زه خو په دې ځوابونو پوه نه شوم دا څه ډول ځوابونه و؟
عالم پوښتنه وکړه: د څپېړې د خوړلو څخه وروسته دې څه احساس کړل؟
هلک: طبعا هغه څه چې بايد احساس يې کړم یعنې سخت درد.
عالم: آيا ته باوري يې چې درد يې وکړ؟
هلک: هو
عالم: ته خو د دې درد شکل را وښييه؟
هلک : شکل خو يې نه شم در ښودلی.
عالم: دا ستا د لومړي سوال ځواب و، مونږ ټول د الله تعالی په موجوديت باور لرو او
پوهېږو چې شته خو ګورو يې نه.
عالم ترې بيا پوښتنه وکړه، چې ايا د دې څپېړې په اړه دې کوم خوب ليدلی و؟ او ايا ته پوه وې چې زه به دې وهم:
هلک: نه.
عالم: دا قضاء او قدر دی؟
بيا يې ورته وويل زما دا لاس چې ته مې پرې ووهلې له څه شي څخه جوړ دی؟
هلک: له غوښې يا په اصل کې له خاورې.
عالم: او ستا مخ له څه شي جوړ دی؟
هلک: دا هم له خاورې.
عالم: ايا له څپېړې وروسته دې سخت درد احساس نه کړ؟
هلک: بلې احساس مې کړ
عالم ورته وويل نو بيا خو ښکاره خبره ده، چې شیطان چې له اور څخه پيدا دی نو
چې الله وغواړي همدا اور به ورته يو دردوونکی ځای وګرځوي.
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.