منافقت دیته وایي چه د بنده ښکاره او ظاهر له زړه او باطن څخه مخالف او بل شان وي، او منافقت بیا په دوه ډوله دې: یو یي نفاق اکبر»یعنی لوﺉ منافقت« چه بنده له اسلام څخه ووباسي، او بل يي نفاق اصغر »کوچنی منافقت« چه بنده له اسلام څخه نه ووباسي، او همدی ته عملي نفاق هم ویل کیږي.
لومړې: نفاق اکبر«لوﺉ منافقت»:
او هغه دا چه څوک په ښکاره د اسلام اقرار کوي، او په زړه کښی کافر او له ایمان او اسلام له منلو څخه منکر وي.
دوهم: نفاق اصغر «کوچنی منافقت»:
او هغه دا چه په یو بنده کښی د منافقت ځینی عادتونه موجود وي، هغه عادتونه چه هغه پخپله بالذات بنده له دین څخه نه ووباسي، لکه په عادي او عامو خبرو کښی دروغ ویل، له وعدی او لوظ څخه مخالفت کول، په امانت کښی خیانت کول، دجنګ او شخړی په وخت کښی ښکنځل کول، د معاهدی په وخت کښی خیانت کول… اوداسی نور.
نو دي عادتونو ته په اسلامي شریعت کښی نفاق ویل شوې دې؛ ځکه دلته هم د بل چا تیرایستل او دبنده ظاهر له باطن څخه پکښی مخالف دې.
او منافقین په نفاق اکبر سره هم په دوه ډوله دي:
لومړې ډول منافق: هغه منافق چه هغه په حقیقت کښی اصلاً ایمان نه وي راوړی، بلکه ددوکی او تیرایستلو او غولولو په خاطر يي د اسلام اظهار کړې وي؛ تر څو په دغه ډول مسلمانان تیرباسي، او اسلام او مسلمانانو ته یو ډول پلمه جوړه کړي، او دې پخپله له وژنی او د مسلمانانو له بدبینۍ څخه په امن کښی شي، او دې په زړه کښی په الله تعالی او قیامت او نورو ایمانیاتو باندی ایمان نلري.
لکه چه الله تَعَالَى فرمایي: ﴿وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَمَا هُم بِمُؤۡمِنِينَ ٨ يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَمَا يَخۡدَعُونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمۡ وَمَا يَشۡعُرُونَ ٩﴾ [البقرة: 8-9].
ترجمه: «ځینی له خلکو څخه داسی دي چه په ښکاره وایي او اقرار کوي چه مونږ په الله تعالی او وروستۍ ورځ»قیامت« باندي ایمان لرو، او دوﺉ په حقیقت کښی مومنان نه وي، )بلکه دا اقرار ددي لپاره کوي چه( دوي تيرباسي الله تعالی )په خپل ګومان( او هم تیرباسي مومنان، خو په حقیقت کښی دوﺉ نه تیرباسي مګر خو تیرباسي همدا خپل ځان، او دوﺉ ناپوهان دي نه پوهیږي».
همدارنګه دمنافقینو په صفت او بیان کښی په بل ځاي کښی الله تعالی فرمایي: ﴿إِذَا جَآءَكَ ٱلۡمُنَٰفِقُونَ قَالُواْ نَشۡهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُۥ وَٱللَّهُ يَشۡهَدُ إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ لَكَٰذِبُونَ ١ ٱتَّخَذُوٓاْ أَيۡمَٰنَهُمۡ جُنَّةٗ فَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِۚ إِنَّهُمۡ سَآءَ مَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ٢﴾ [المنافقون: 1-2].
ترجمه: «کله چه راشي تاته منافقان نو تاته به وايي: مونږ ګواهي کوو چه یقیناً ته خامخا د الله تعالی پیغمبر یي، او الله تعالی ډیر ښه پوهیږي چه ته د الله تعالی رسول او استاځې یي، او الله تعالی ګواهي کوي چه بیشکه منافقان خامخا دروغجن دي، دوﺉ خپل قسمونه ډال کړي دي(د مؤمنانو په مخکښی)، نو خلک بندوي او ګرزوي یي د الله تعالی له دین څخه، ددوﺉ دا کار ډیر بد دې».
دوهم ډول منافقان: هغه څوک دي چه یو ځل مسلمان شي، خو بیا بیرته مرتد شي، لکه هغه څوک چه له اسلام څخه وروسته دداسی ګناه مرتکب شي چه د اسلام سره مناقض وي، او له اسلام څخه یي ووباسي، سره له دي چه دې به هغه شان د اسلام دعوا کوي، بیا ځینی یي په خپل کفر او له دین څخه په وتلو پوهیږي، او ځینی نور بیا داسی ګومان کوي چه د دوﺉ دا نفاق هم یو ښه کار کوي.
په دي ډول منافقانو کښی شک حیرانتیا او تردد ډیر وي؛ ځکه دوﺉ کله د مسلمانۍ کارونه هم کوي، او ورسره هغه کارونه کوي چه دوﺉ له اسلامه ووباسي، او کفر او نفاق کښی یي ننباسي، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَهُوَ خَٰدِعُهُمۡ وَإِذَا قَامُوٓاْ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ قَامُواْ كُسَالَىٰ يُرَآءُونَ ٱلنَّاسَ وَلَا يَذۡكُرُونَ ٱللَّهَ إِلَّا قَلِيلٗا ١٤٢ مُّذَبۡذَبِينَ بَيۡنَ ذَٰلِكَ لَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ وَلَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِۚ وَمَن يُضۡلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلٗا ١٤٣﴾[النساء: 142-143].
ترجمه: «بیشکه منافقان (په خپل ګومان) تيرباسي الله تعالی، حال دا چه الله تعالی ددوﺉ ددي ګومان په مقابل کښی همدوﺉ تیرباسي، او کله چه لمانځه ته پاڅیږي، نو سست او ناراسته پاڅیږي، مقصد يي صرف دا وي چه خلکو ته ځان ښودنه کوي، او نه یادوي الله تعالی لره مګر ډیر لږ، حیران او دوپَړَک وي په منځ د ایمان او کفر کښی، چه نه بیخي له مؤمنانو سره دې په باطن کښی هم لکه د ظاهري ایمان په شان، او نه له کافرو سره وي په ظاهر کښی لکه د باطني کفر په شان، او هغه څوک چه الله تعالی یي ګمراه کړي نو هغه لپاره به بله لار د هدایت او د حق پیدا نکړی».
همدارنګه الله سبحانه وتعالی په بل ځاي کښی فرمایي: ﴿وَمَا مَنَعَهُمۡ أَن تُقۡبَلَ مِنۡهُمۡ نَفَقَٰتُهُمۡ إِلَّآ أَنَّهُمۡ كَفَرُواْ بِٱللَّهِ وَبِرَسُولِهِۦ وَلَا يَأۡتُونَ ٱلصَّلَوٰةَ إِلَّا وَهُمۡ كُسَالَىٰ وَلَا يُنفِقُونَ إِلَّا وَهُمۡ كَٰرِهُونَ ٥٤﴾ [التوبة: 54].
ترجمه: «او نه دي منع کړي دوﺉ له دي نه چه قبول کړې شي له دوﺉ څخه نفقه او ورکړه او خیرات ددوﺉ مګر همدي خبری چه دوﺉ کافران شوي دي په الله تعالی او د هغه په پیغمبرصلی الله عليه وسلم باندي، او نه راځي لمانځه ته مګر په داسی حال کښی چه دوﺉ سست او ناراسته وي، او نفقه او ورکړه او خیرات نه کوي دوي مګر دوﺉ دغه خپله نفقه او ورکړه بده ګڼـي او پری ناخوښی وي».
نو له دوﺉ څخه د کفري اعمالو صادریدل ددوﺉ نور نیک اعمال له قبلولو څخه منع کوي، اود هغی د قبول په مخ کښی يي خـڼـډ کیږي؛ ځکه الله تعالی له کافر بنده څخه هیڅ یو عمل نه قبلوي.
نو لمانځه ته په سستۍ او ناراستۍ پاڅیدل او د الله تعالی په لار کښی او دهغه د رضا لپاره د مال د ورکړی بد ګڼل هم ددی دلیل دې چه دوﺉ د الله تعالی هغه نیکی وعدی په جنت او د هغه سره د مخامخ کیدلو تصدیق نه وو کړې، او له زړه څخه یي نه وو منلي.
همدا شان د الله تعالی لږ یادولو سبب همدا دې چه ددوﺉ ذکر )الله یادونه( یواځی په ژبو باندی د ریا او نفاق لپاره دې، او زړونه يي په حقیقت کښی د الله تعالی ددین سره محبت او مینه نلري، نو له همدي کبله دوﺉ حیران او دوپړک دي، نه خو په پټه او ښکاره کافران دي، او نه په پټه او ښکاره مؤمنان دي، بلکه دواړه صفتونه یي سره تقسیم کړي دي، چه په پټه کافران او په ښکاره مسلمانان دي.
امام ابن کثیر/ فرمایي: «ځینو منافقانو ته حتی ددوﺉ په زړونو کښی شک او تردد او حیرانتیا پیدا کیږي، نو کله یي مسلمانانو ته میلان پیدا کیږي، او کله یي کفارو ته میلان پیدا کیږي، لکه چه الله تعالی فرمایي: ﴿كُلَّمَآ أَضَآءَ لَهُم مَّشَوۡاْ فِيهِ وَإِذَآ أَظۡلَمَ عَلَيۡهِمۡ قَامُواْ﴾ [البقرة: 20].
ترجمه: «هرکله چه دوﺉ ته رڼا شي نو دوﺉ پکښی ځي، او کله چه ورباندی تورتم او تیاره شي، نو ودریږی».
همدارنګه عبد الله بن عمرب فرمايي چه ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوریدلي دي چه هغه به ویل: «مَثَلُ الْمُنَافِقِ كَمَثَلِ الشَّاةِ الْعَائِرَةِ بَيْنَ الْغَنَمَيْنِ تَعِيرُ إِلَى هَذِهِ مَرَّةً وَإِلَى هَذِهِ مَرَّةً». رواه مسلمٌ، وفي روايةٍ في مُسندِ الإمامِ أحمدَ: «تَعِيرُ إِلَى هَذِهِ مَرَّةً، وَإِلَى هَذِهِ مَرَّةً، لَا تَدْرِي أَهَذِهِ تَتْبَعُ، أَمْ هَذِهِ».
ترجمه: «دمنافق مثال د هغه حیرانی ګډی په شان دې چه کله یوی رمی ته ورځي او کله بلی رمی ته ورځي».
او په بل روایت کښی داسی راځي چه: «یو ځل یوی رمی ته ورځي، او کله بلی رمی ته ورځي، نه پوهیږي چه له دي رمی سره شي، او که له هغه بلی رمی سره شي».
الله جلّ جلاله په خپل کتاب قرآنکریم کښی او رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو سنتو کښی د منافقینو اعمال، عادتونه او نښی، او هم يي په دنیا او آخرت کښی د هغوﺉ سزا او عقاب، او د هغوﺉ سره د معاملی احکام، بیان کړي دي.
همدارنګه یي واضح کړي دي چه مؤمنان باید له منافقانو او نفاق څخه په ډیر احتیاط سره ځان وساتي؛ ځکه دوﺉ ډیرسرسخته دشمنان دي، او مسلمانانو ته خطر يي له نورو کفارو څخه لوﺉ دې، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿هُمُ ٱلۡعَدُوُّ فَٱحۡذَرۡهُمۡ﴾ [المنافقون: 4].
ترجمه: «همدوﺉ ستاسو دښمنان دي، نو ویره ورڅخه ولرﺉ او ځان ورڅخه وساتۍ».
نو مؤمن باید ددوﺉ پلمو ته بیدار وي، او ورڅخه ځان وساتي، او ددوﺉ په کفري فسقي اعمالو او ګناهونو چه دوﺉ یي په یو ډول او بل ډول خلکو ته ښایسته کوي او عذرونه ورته بیانوي پری تیر نه ووځي، او ددوﺉ له اخلاقو او عاداتو څخه لری اوسي.
منافقان که نفاق یي اصغر وي او که اکبر ددواړو ډلو افراد یي په خپل منځ کښی سره په درجو او نفاق کی توپیر لري، چه ځینی یي په نفاق او کفر او سرکښۍ کښی له ځینی نورو څخه لوﺉ وي او ډیر بدبخته وي:
– ځینی يي په نفاق او منافقت باندي کلک او روږدي شوي وي، نو داسلام او مسلمانانو سره ددوﺉ دښمني، او ورسره راز راز پلمی ډیری سختی او مضبوطی وي، او دوﺉ پر مسلمانانو باندي د قسماقسم حوادثو او عذابونو د راتلو منتظر وي، او پخپله هم ډیر کوښښ کوي چه ددوﺉ ترمنځ فتنی او دښمنۍ واچوي، او په هره طریقه چه توان يي کیږي دوﺉ سپک کړي، او ددوﺉ په زړونو کښی د کافرو شان او قوت لوﺉ ښکاره کړي، او ددي لپاره تبلیغات کوي او راز راز اعلامي طریقی کاروي، چه کله ځينی دروغ افواهات خوروي، او کله د هغوﺉ شبهات په خلکو کښی خپروي، او کله نفساني شهوات او بي حیائي د عوامو په منځ کښی ښائسته کوي، او کوښښ کوي چه هرڅنګه چه وکولې شي مسلمانانو ته د هغوﺉ په سرونو او عزتونو کښی اذیت او ضرر ورسوي، چه په دی لار کښی له هیڅ ډول پلمی او کم ظرفۍ څخه دریغ نکوي، او کوښښ کوي چه د خپل توانه پوری پر دوﺉ ددوﺉ په دیني او دنیوي امورو کښی تنګي او سختي راولي، او خلکو کښی د الله دین ته له دعوت، جهاد في سبیل الله، امر بالمعروف او نهي عن المنکر څخه نفرت او کرکه پیدا کړي، او په ډیره سپین سترګۍ سره خپل دغه فساد او افساد ته اصلاح ترقي تنویر روشنفکري ازادخیالي هم وايي، او مخلصو مؤمنانو ته بی عقله، ناپوهان کم علمه وايي، تل د اسلامي شریعت د نفاذ څخه تښتي، او غواړي چه طواغیتو ته خپلی منازعی او خلافونه د حل او فصل لپاره یوسي، او د الله تعالی دلاری د مجاهدینو، او د اسلام او مسلمانانو د مرستندویانو سره تل بغض او کینه کوي.
لکه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: «آيَةُ الإيمَانِ حُبُّ الأَنصَارِ وَآيَةُ النِّفَاقِ بُغْضُ الأَنْصَارِ». [متفق علیه]
ترجمه: «د ایمان نښه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له انصارو سره محبت او مینه کول دي، او د نفاق او منافقت نښه له دغه انصاروسره کینه او بغض کول دي».
نوکله چه انصاروy د اسلام د مقدّس دین نصرت اومرسته کړی وه، له دي کبله له دوﺉ سره بغض کول د منافقت ښکاره نښه شوه.
د منافقینو ځینی نوری علامی لکه:
د مسلمانانو په خلاف په بدو امر کول، او له شریعت او ښو کارونو څخه منع کول، د الله تعالی په لار کښی له ورکړی څخه لاسونه موټې کول.
بله نښه یي داده چه کله مسلمانانو ته کوم مصیبت درد او غم ورسیږي نو دوﺉ پری خوشحالیږي، او پر مسلمانانو باندی رخه کوي، خو که مسلمانانو ته خیر، پر دښمن لاس برې او سربلندي په لاس ورشي نو دوﺉ پری خفه کیږي.
لدي کبله خو ددوﺉ یو لوﺉ صفت او عادت او خوي دادې چه د مؤمنانو پرته کافرانو سره دوستي کوي، او هغوﺉ لپاره په مسلمانانو باندي جاسوسي کوي، او هغوﺉ د مسلمانانو په جنګ او له منځه وړلو او په مسلمانانو باندي د غلبی لپاره هغوﺉ تیزوي او ددی لپاره خپل ټول کوښښ پکار اچوي، او له کافرو څخه په دغه کارونو کښی مرسته او کومک غواړی.
الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿بَشِّرِ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ بِأَنَّ لَهُمۡ عَذَابًا أَلِيمًا ١٣٨ ٱلَّذِينَ يَتَّخِذُونَ ٱلۡكَٰفِرِينَ أَوۡلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۚ أَيَبۡتَغُونَ عِندَهُمُ ٱلۡعِزَّةَ فَإِنَّ ٱلۡعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعٗا ١٣٩ وَقَدۡ نَزَّلَ عَلَيۡكُمۡ فِي ٱلۡكِتَٰبِ أَنۡ إِذَا سَمِعۡتُمۡ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ يُكۡفَرُ بِهَا وَيُسۡتَهۡزَأُ بِهَا فَلَا تَقۡعُدُواْ مَعَهُمۡ حَتَّىٰ يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيۡرِهِۦٓ إِنَّكُمۡ إِذٗا مِّثۡلُهُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ جَامِعُ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ وَٱلۡكَٰفِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا ١٤٠ ٱلَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمۡ فَإِن كَانَ لَكُمۡ فَتۡحٞ مِّنَ ٱللَّهِ قَالُوٓاْ أَلَمۡ نَكُن مَّعَكُمۡ وَإِن كَانَ لِلۡكَٰفِرِينَ نَصِيبٞ قَالُوٓاْ أَلَمۡ نَسۡتَحۡوِذۡ عَلَيۡكُمۡ وَنَمۡنَعۡكُم مِّنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۚ فَٱللَّهُ يَحۡكُمُ بَيۡنَكُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۗ وَلَن يَجۡعَلَ ٱللَّهُ لِلۡكَٰفِرِينَ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ سَبِيلًا ١٤١﴾ [النساء:138-141].
ترجمه: «بشارت او زیرې ورکړه منافقانو ته چه یقیناً ددوﺉ لپاره دردناک عذاب دې، منافقان هغه خلک دي چه کافران یي په دوستۍ نیولي دي پرته له مؤمنانو، آیا دا منافقان له کافرانو څخه عزت غواړي، نو عزت خو ټول د الله تعالی سره دې، حال دا چه پر تاسو یي په قرآنکریم کښی داسی حکم نازل کړې دې: چه کله تاسو واوریدل چه د الله تعالی پر آیاتونو باندي کفر کیږي او ورپوری مسخری او ملنډی کیږي نو تاسو په دغه مجلس کښی ورسره مه کښینۍ، ترڅو چه هغوﺉ له دي مسخرو څخه غیر په نورو خبرو کښی مشغول شي؛ ځکه که تاسو هم د الله تعالی په آیاتونو پوری مسخری اورۍ او مخه یي نه نیسۍ نو تاسو به هم د هغوﺉ په شان شۍ، بیشکه الله تعالی منافقان او کافران په دوزخ کښی ټول سره راټولوي، هغه منافقان چه تاسو ته انتظار کوي چه که تاسو ته الله تعالی فتح او نصرت درکړي نو وايي: آیا مونږ له تاسو سره په ظاهري ایمان کښی نه یو؟ او که غلبه د کافرو وي نو هغوﺉ ته وایي: آیا مونږ نه وو غالب شوي پر تاسو (که مونږ د مؤمنانو سره په رښتیا ودریدلي واﺉ(؟ او آیا مونږ بچ نکړﺉ د مؤمنانو څخه؟ نو الله تعالی به ستاسو تر منځ فیصله د قیامت په ورځ کوي، او هیڅکله به الله تعالی د کافرو لپاره په مؤمنانو باندي لار جوړه نکړي، او غلبه به پری ورنکړي».
او دغه مخکښی یادشوي کارونه او خصلتونه د منافقینو د مختلفو طایفو دي، چه ځینی یي ددغه اکثرو مرتکب وي، او ځینی یي بیا د بعضو خصلتونو مرتکب کیږي، خو هرڅوک چه په ښکاره د اسلام دعوا کوي، او ورسره دداسی ګناهونو مرتکب کیږي چه په هغی سره د اسلام له مقدس دین څخه ووځي، نو داسی شخص منافق او کافر بلل کیږي.
– او ځینی منافقان بیا د اسلام او کفر ترمنځ متردد او حیران وي، نو کله په پټه او ښکاره دمسلمانۍ کارونه کوي، او کله بیا هغه کارونه هم کوي چه په هغی باندي د اسلام څخه ووځي، نو دې دوپړک او متردد وي، چه خپل دین يي الله تعالی ته نه وي خالص کړې، او په اسلام کښی يي پښه ټینګه نه وي، او د الله تعالی په وعدو پوره باوري هم نه وي.
نو ددوﺉ حال هغه وخت څرګندیږي چه یو څه ابتلاء امتحان او ازمیښت پری راشي، او په همغه وخت کښی ددوﺉ نفاق او دیني کمزوري راڅرګنده شي، نو بیا پر زړونو د مهر لګیدلو په سزا باندي ورته سزا ورکړل شي، او په خپلو اعمالو او احوالو کښی تل په شک او حیرانتیا اخته شي؛ ځکه دوﺉ حق پیژندلې دې خو پیروي یي نکوي، او الله تعالی دوﺉ ته نصیحت کړې دې خو دوﺉ هغه ونه منلو، او نه یي د الله تعالی د لارښوونی پیروي وکړه، دوﺉ د الله تعالی او دهغه د رسولصلی الله عليه وسلم په وعدو د رښتنولۍ باور نه لرلو، نو ددوﺉ په زړونو د الله تعالی له هدایت څخه ړوندوالې او ددنیا په ژوند بسنه، او د نفسي خواهشاتو پسی ورپسی کیدل غالب شو.
الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ فَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمۡ فَهُمۡ لَا يَفۡقَهُونَ ٣﴾ [المنافقون: 3].
ترجمه: «دا بدي دعمل دمنافقانو په سبب ددي ده چه بیشکه دوﺉ ایمان راوړې وو، بیا بیرته کافر شو، نو مهر ووهل شو ددوﺉ په زړونو باندي نو دوﺉ نه پوهیږي».
همداراز الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ ءَامَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ ٱزۡدَادُواْ كُفۡرٗا لَّمۡ يَكُنِ ٱللَّهُ لِيَغۡفِرَ لَهُمۡ وَلَا لِيَهۡدِيَهُمۡ سَبِيلَۢا ١٣٧ بَشِّرِ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ بِأَنَّ لَهُمۡ عَذَابًا أَلِيمًا ١٣٨﴾ [النساء: 137-138].
«بیشکه هغه کسان(یهودان) چه ایمان يي راوړې وو)په موسیعليه السلام باندي(، بیا کافر شو(د خسی په عبادت)، بیا يي ایمان راووړ(په توبی ایستلو سره)، بیا بیرته کافر شو(په انجیل او عیسیعليه السلام)، بیا زیات شو له جهته دکفر (په محمدصلی الله عليه وسلم باندی)، نه دې الله تعالی چه مغفرت او بخښنه به وکړي دوﺉ ته، او نه به لار وښیي دوﺉ ته سمه صافه لار(ترڅو چه دوﺉ په دي خپل کفر باندی مستمر وي)، نو زیرې ورکړه منافقانو ته چه بیشکه دوﺉ لپاره دردناک عذاب دې».
او دا ډول منافقان د هغه کفري اعمالو مرتکب کیږي چه دوﺉ له اسلام څخه ووباسي، لکه د فتنی او سختۍ په وخت کښی د کفارو سره دوستي کول، په دین پوری مسخری کول، الله تعالی او دهغه رسولصلی الله عليه وسلم ته ښکنځل کول، د اسلامي شریعت د نفاذ څخه نفرت کول او تښتیدل، او په مقابل کښی طاغوت ته فیصلی وړل او د هغی فیصلی منل، او د الله تعالی وعدی دروغ ګڼل، او داسی نور کارونه او ویناوي او عقیدی چه بنده له اسلامي دین څخه ووباسي.
او کله کله بنده په یوه وینا هم کافر کیږي لکه چه الله تعالی فرمایي:
﴿يَحۡلِفُونَ بِٱللَّهِ مَا قَالُواْ وَلَقَدۡ قَالُواْ كَلِمَةَ ٱلۡكُفۡرِ وَكَفَرُواْ بَعۡدَ إِسۡلَٰمِهِمۡ﴾ [التوبة:74].
ترجمه: «دا منافقان قسمونه کوي په الله تعالی چه دوﺉ هغه ناکاره وینا نه ده ویلی، بلكه خامخا یقیناً دوﺉ ویلی ده د کفر کلمه، او کافر شوي دي وروسته له اسلام راوړلو څخه».
نو دوﺉ د کفر وینا او کلمه له هغه وروسته ویلی وه چه یو ځل یي اسلام راوړې وو، او په دغه کلمه باندی کافر شول.
وقال حُذيفةُ بنُ اليَمَانِرضی الله عنه : «إِنْ كَانَ الرَّجُلُ لَيَتَكَلَّمَ بِالْكَلِمَةِ عَلَى عَهْدِ النَّبِيِّصلی الله عليه وسلم فَيَصِيرُ مُنَافِقًا، وَإِنِّي لأَسْمَعُهَا مِنْ أَحَدِكُمْ فِي الْمَقْعَدِ الْوَاحِدِ أَرْبَعَ مَرَّاتٍ، لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلْتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ، وَلَتُحَاضُّنَّ عَلَى الْخَيْرِ، أَوْ لَيُسْحِتَنَّكُمَ اللَّهُ بِعَذَابٍ جَمِيعًا، أَوْ لَيُؤَمِّرَنَّ عَلَيْكُمْ شِرَارَكُمْ، ثُمَّ يَدْعُو خِيَارُكُمْ فَلاَ يُسْتَجَابُ لَهُمْ». [رواه أحمدُ وابنُ أبي شَيْبَةَ].
ترجمه:حذیفه رضی الله عنه فرمایي: «د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کښی به کله یو سړي یو کلمه وویله، نو په هغی کلمه به دغه سړې منافق کیدلو، اوس زه هغسی کلمه زه له تاسو څخه په یو مجلس کښی څلور ځلی اورم، خامخا به په نیکو کارونو باندی خلکو ته امر او وصیت او نصیحت کوﺉ، او له بدو کارونو څخه به خلک منع کوﺉ، او د خیر په کارونو به خلک تیزوۍ، (او کنه نو( نازل به کړي په تاسو ټولو باندي عذاب، او یا به پر تاسو باندی ستاسو بدترین او شرپسند خلک مشران او مسلّط کړي، بیا به ستاسو غوره خلک هم دُعا کوي خو د هغوﺉ دُعا به نه قبلیږي».
وعن أبي هُريرةَ رضی الله عنه عن النبيِّ صلی الله عليه وسلم قال: «إِنَّ الْعَبْدَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ مِنْ رِضْوَانِ اللهِ لاَ يُلْقِي لَهَا بَالاً يَرْفَعُ اللَّهُ بِهَا دَرَجَاتٍ وَإِنَّ الْعَبْدَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ مِنْ سَخَطِ اللهِ لاَ يُلْقِي لَهَا بَالاً يَهْوِي بِهَا فِي جَهَنَّمَ». [رواه البخاريُّ].
ترجمه: «بیشکه یو بنده کله داسی یوه کلمه او خبره وکړي چه په هغی الله تعالی رضا کیږي، او ددغه بنده ورته هیڅ سوچ نه وي، او کوم اهمیت ورته نه ورکوي، خو الله تعالی یي ورباندي ډیری درجی پورته کوي، او بیشکه کله یو بنده یوه کلمه او خبره وکړي چه الله تعالی ورباندي په غصه او قهر کیږي، او د بنده ورته هیڅ خیال او سوچ نه وي، او نه کوم اهمیت ورته ورکوي، خو الله تعالی يي ددغی کلمی او خبری په سبب په دوزخ کیږي غورزوي».
وعن عَلْقمةَ بنِ وَقَّاصٍ الليثيِّ عن بِلالِ بنِ الحارِثِ المُزنِيِّ رضی الله عنه أن رسولَ الله صلی الله عليه وسلم قال: «إِنَّ الرَّجُلَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ مِنْ رِضْوَانِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ، مَا يَظُنُّ أَنْ تَبْلُغَ مَا بَلَغَتْ، يَكْتُبُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ لَهُ بِهَا رِضْوَانَهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ، وَإِنَّ الرَّجُلَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ مِنْ سَخَطِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ، مَا يَظُنُّ أَنْ تَبْلُغَ مَا بَلَغَتْ، يَكْتُبُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ بِهَا عَلَيْهِ سَخَطَهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ». قَالَ: فَكَانَ عَلْقَمَةُ يَقُولُ: كَمْ مِنْ كَلَامٍ قَدْ مَنَعَنِيهِ حَدِيثُ بِلَالِ بْنِ الْحَارِثِ.
ترجمه: «بیشکه یو سړې کله د الله تعالی د خوشحالۍ او رضامندۍ داسی خبره وکړي چه د هغه هیڅ ګومان نه وي چه هغه داسی درجو ته رسیږي، خو الله تعالی ددغه خبری په سبب ددي بنده لپاره تر قیامته پوری خپله رضامندي ولیکي، او کله یو سړې د الله د قهر او د غصی یوه خبره وکړي چه دهغه هیڅ ګومان نه وي چه دا به دومره بده خبره وي، خو الله تعالی ددغه کلمی په سبب ورته د قیامته پوری خپله غصه او قهر ولیکي».
علقمه رحمه الله وایي: «د بلال بن الحارث رضی الله عنه دی حدیث شریف زه له ډیرو خبرو له کولو څخه منع کړې یم».
ورَوَى البَيْهقِيُّ عن مُحمَّدِ بنِ عَمْرِو بنِ عَلْقَمَةَ بنِ وَقَّاصٍ أنه قال: كانَ رَجُلٌ بَطَّالٌ يدخُلُ على الأُمراءِ فيُضْحِكُهم، فقال له جَدِّي: (وَيْحَكَ يا فُلانُ، لِمَ تَدْخُلُ على هؤلاءِ فتُضْحِكُهم؟! فإني سَمِعتُ بلالَ بنَ الحارِثِ المُزنِيَّ صَاحِبَ رسولِ الله صلی الله عليه وسلم يُحدِّثُ…) فذكَرَ الحديثَ.
ترجمه: «محمد بن عمرو بن علقمه بن وقاص/ وایي: یو وخت یو لټ او بی کاره بی روزګاره سړې وو، د امیرانو او سرکاري او حکومتي خلکو خوا ته ورتللو، نو هغوﺉ ته به یي داسی خبری کولی چه هغوﺉ به یي خندول، نو زما نیکه(علقمه) ورته وویل: اي فلانیه! خوار شی ته ولی دغه سرکاري خلکو ته ورځی او خندوي یي؟ بیشکه ما له بلال بن حارث مزني رضی الله عنه څخه اوریدلي دي….، یعنی دغه مخکنې حدیث شریف ورته ویلې دې».
نو د ژبی څخه مسلمان ته لوﺉ خطر متوجه دی، او هغه خبری چه له بنده څخه ووځي ډیر لوﺉ شان لري، چه یایي جنت ته رسوي، او یايي دوزخ ته، او هغه څوک چه په دي پوهه شي چه دا خبری هم زما عمل دې، او زه ورباندی نیول کیږم، نو بیا پخپلو خبرو کښی احتیاط کوي، او د تقوا او پرهیزګارۍ نښی پری ښکاره شي؛ ځکه که څوک پخپلو خبرو کښی بی احتیاطي وکړي، او دینداري یي کمزوری وي، نو کیداي شي داسی یوه خبره وکړي چه الله تعالی په قهر او غصه کړي، او یا داسی کلمه ووايي چه پری کافر کیږي، او د اسلامي دین څخه پری ووځي، والعیاذ بالله.
او داسی واقعات د فتنو په وخت کښی ډیر وي، په ځانګړي ډول په دی آخره زمانه کښی، لکه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابوهریره رضی الله عنه په حدیث کښی فرمایي: «بَادِرُوا بِالأَعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ يُصْبِحُ الرَّجُلُ مُؤْمِنًا وَيُمْسِيْ كَافِرًا أَوْ يُمْسِيْ مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا يَبِيعُ دِينَهُ بِعَرَضٍ مِنَ الدُّنْيَا». [متفق عليه].
ترجمه: «د تورو تیارو شپو په شان فتنو د راتګ څخه مخ دمخه د عمل په کولو باندي تادي او عجله وکړۍ؛ ځکه د فتنو وخت داسی دې چه سهار به یو سړې مؤمن وي خو بیګا ته به کافر شوې وي، او بل سړې به بیګا کښی مؤمن وي خو سهار به کافر شوې وي، چه خپل دین به ددنیا د سازوسامان په بدل کښی خرڅوي. الله تعالی دی مونږ تری وساتي».
له همدي کبله د صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعين او دتابعینو رحمهم الله په زړونو کښی به سخته ویره وه چه هسی نه چه د منافقینو اعمال ورڅخه صادر نشي.
لکه چه امام بخاری رحمه الله په صحیح بخاري کښی له ابن ابي مُلَیْکَ رحمه الله څخه نقل کوي چه هغه ویل: »د رسول الله صلی الله عليه وسلم له صحابه کرامورضی الله عنهم څخه دیرش صحابه کرام ما لیدلي دي چه دا ټول به په خپل ځان باندی له نفاق څخه ویریدل، په دوﺉ کښی یوه هم نشو ویلې چه دده ایمان د جبریل او میکاییل علیهما السلام له ایمان سره برابر دې، او د هغه په شان دې«.
او له حسن بصري رحمه الله څخه نقل دي چه هغه به ویل: »له الله تعالی څخه ویره نکوی مګر مؤمن بنده یي کوي، او د الله تعالی له عذابه څخه نه په امن کیږي مګر منافق بنده«.
او زید بن وهب رحمه الله وایي: »د صحابه کرامورضی الله عنهم په زمانه کښی یو منافق سړې مړ شو، نو حذیفه رضی الله عنه پری د جنازی لمونځ ونکړ، نو عمر بن الخطاب رضی الله عنه ورته وویل: دا هم له منافقانو څخه دې؟ هغه ورته وویل: هو، بیا عمر رضی الله عنه ورته وویل: ستا دي په الله تعالی قسم وي چه زه هم له منافقانو څخه یم؟ هغه ورته وویل: نه، خو له تا څخه وروسته به د هیچا دغسی سوال ته جواب ونه وایم«.
دا ځکه چه حذیفه رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم رازدار وو، چه هغه ته رسول الله صلی الله عليه وسلم پټ د منافقینو نومونه ورښوولي وو، نو هغه ته په دی امت کښی د منافقینو احوال احکام اعمال تر هر چا ډیر ورمعلوم وو، او په دي سبب به صحابه کرامو رضی الله عنهم دده ددغه خصوصیت په سبب د هغه قدر او احترام زیات کولو.
او له همدي کبله چه کله به مړې وشو، نو عمر رضی الله عنه به حذیفه رضی الله عنه ته کتل چه که حذیفه رضی الله عنه به پری جنازه کوله نو عمر رضی الله عنه به هم پری جنازه کوله، خو که حذیفه رضی الله عنه به پری جنازه نه کوله، نو عمر رضی الله عنه به هم پخپله پری جنازه نه کول بلکه بل څوک به یي د خپل ځان لخوا نائب او وكيل كړ، چه د جنازی لمونځ پری وکړي؛ تر څو چه د رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه پټ راز افشا نشي.
ليکوال : عبدالعزيز مطيري
ژباړن : ابو زکريا اسماعيل الأفغاني