معانقه [يوبل ته ورغاړې وتل ]هم په اسلام كې د ملاقات د ادابو څخه ده کله چې يو مسلمان د بل مسلمان سره د يوڅه وخت د تېريدواو يا د سفرڅخه وروسته يو ځاى كېږي او سره ملاقات او روغبړکوي نو که يوبل ته ورغاړې وځي او د مينې، دوستۍ او اسلامي ورورولۍ څرګندونه کوي پدې شرط چې دغه کارئې په رښتياسره د مينې او دوستۍ له امله د يوبل د عزت او درناوۍ لپاره وي نو دغه کار ښه او روادي .[١]
ځکه په يوروايت كې راغلي چې يو ځل حضرت زيدبن حارثه > د الله تعالى د سپيڅلي استازي حضورته راغى هغه 0 زيد> په خپلې مبارکې غيږ كې ونيواوښکل ئې کړ. [٢]
په يوبل روايت كې داسې راغلي دي :
ان النبى 0 تلقى جعفرابن ابى طالب فالتزمه وقبل مابين عينيه [٣]
[جناب نبي کريم 0 د جعفرابن ابى طالب سره مخامخ او يوځاى شونوهغه ئې په غيږ كې ونيواو د دواړوسترګوترمنځ [په تندي باندې ]ئې ښکل کړ]
لومړي ځل معانقه حضرت ابراهيم عليه السلام او ذوالقرنين په مکې معظمې كې کړې ده د حضرت عبدالله بن عباس E څخه روايت شوى دى چې حضرت ابراهيم عليه السلام په مکه معظمه كې ؤاو ذوالقرنين هم هغى خواته ولاړ کله چې مکې ته نژدي (ابطع )ته ورسيد خبرشو چې پدې ځاى كې حضرت ابراهيم خليل الله دى نو وئې ويل زمالپاره مناسب نه دى چې پدې ښار كې سور وګرځم ،د خپل مرکب څخه راکوزشواو پياده حضرت ابراهيم عليه السلام ته ورغى کله چې سر مخامخ شول حضرت ابراهيم عليه السلام ورباندې سلام واچوه او دواړه يوبل ته ورغاړې وتل او د همهغه وخت څخه راپدې خوا د ملاقات په وخت كې معانقه منځته راغلې ده [١]