السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته محترم مصافحه په یولاس ورکولو سره ښه ده او که په دواړولاسو سره ؟ منقول دلیل ورسره ولیکی .
عبدالحق حنفي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
مصافحه (په لاسونو ستړي مشي ) کول د جمهورو په نزد مسحتب دي او په احاديث کې زيات فضيلت ذکر شوی ځکه دا د مسلمانانو تر مينځ د محبت وسيله ده ، حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : مَا مِنْ مُسْلِمَيْنِ يَلْتَقِيَانِ فَيَتَصَافَحَانِ إِلَّا غُفِرَ لَهُمَا قَبْلَ أَنْ يَفْتَرِقَا ) رواه أبو داود (5212) .
ژباړه :کوم دوه مسلمانان چې کله سره مخامخ او ملاقي شي او بيا مصافحه (ستړي مشي وکړي) دوی ته به بښنه وشي مخکې له دې چې سره جلا شي .
دا چې مصافحه په يو لاس او که په دواړو لاسونو :
په دې باره کې د فقهاؤ کرامو تر مينځ اختلاف نظر شته ، د حنفيه او مالکيه فقهاؤ په نزد په دواړو لاسونو ستړي مشي کول مستحب دي نظر په لاندې دلائلو :
ابن مسعود رضی الله عنه وايي : « علّمني النّبي صلّى اللّه عليه وسلّم التّشهد وكفي بين كفّيه » (رواه البخاري ) .
يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته د تشهد او لاس مې تر مينځ د لاسونو را ښولي دي .
بخاري په باب د [الأخذ باليدين ] کې وايي : حماد بن زيد بن مبارک په دوو لاسونو مصافحه کړې ، چې دا اشاره ده د صحابه کرامو عادت ته .
همدارنګه د عبدالرحمن بن زرين په قول استدلال کوي چې :
ورد عن عبد الرّحمن بن رزين قال: « مررنا بالرّبذة فقيل لنا هاهنا سلمة بن الأكوع رضي اللّه عنه فأتيته فسلّمنا عليه فأخرج يديه فقال بايعت بهاتين نبيّ اللّه صلّى اللّه عليه وسلّم ».( أخرج البخارى فى الأدب) .
چې په پورته احاديثو کې دوو لاسونو ته اشاره شوې ده .
مګر ځنې فقهاء په دې نظر دي چې مصافحه په يو لاس کول مستحب دي د هغوی دليل دا دی :
إن المؤمن إذا لقي المؤمن فسلم عليه وأخذ بيده فصافحه تناثرت خطاياهما كما يتناثر ورق الشجر ) قال المنذري (3/270)
موسوعة الفقهية – مصافحه