يوه زړه بوډۍ چې تقریبا د اويا كلونو به وه زمونږ په ګانډ کې اوسیدله. په لیدو به یې د انسان زړه وینې څڅولې، په کور کې یوازې اوسیده او هیڅوک یې هم د مرستې نه درلودل. په خپله به يې ډوډۍ اخيستله او په خپله به يې جامې پریوللې، ډير آرام كور يې ؤ ځکه نه څوك وركره راتلل او نه هم څوك ورسره اوسيدل.
يوه ورځ مې دا خپله اسلامي دنده وبلله چې د ګاونديانو پوښتنه وكړم نو د هغې كره ورغلم او دروازه مې ور وټكوله. بوډۍ ډيره وويريدله، ځكه هغې په داسې ټولنه كې ژوند كړی وو چې په هغو كې هيڅ د خير نښانې نه ليدل كيدلې او په هغو كې هيڅ زړه سوی او رحم نه وو.هغه ټولنه چې په کې د ګاونډيانو تر ټولو ښه اړيكه د Good morning ويل دي او هغه هم چې کله نا کله ناڅاپي سره مخ کیږي.
بله ورځ بوډي د لږ شرينۍ سره چې ماشومانو ته يې راوړې وه زمونږ كره راغله او منن لیک يې ما ته راكړ چې په هغو کې یې زما له چلنه څخه مننه كړې وه،چې دا په انګليسي کې د خلكو رواج دی چې په بیلا بیلو مراسمو او مناسبتونو کې يې يو بل ته وركوي.
ما د هغې څخه وغوښتل چې كله نا كله زما د ميرمنې د ليدلو لپاره راشي، او هغه هم ومنله. پدې توګه به له څو ورځو وروسته له مونږ كره راتلله.
وروسته له څه مودي هغه متوجه شوله چې زمونږ په كورنۍ کې نارينه د ښځې خرڅ وركوي او د ټولي كورنۍ مسئول دي، د هغوی لپاره كار كوي خواړه او جامي تياروي، او په دې هم وپوهيدله چې مسلمانان ښځو ته كه هغه يې لور وي كه ميرمن او یا مور ډير احترام كوي