مستعمل سره زر په نويو سرو زرو بدلول :

 ډير ښځې داسې کوي چې خپل د سرو زرو يا سپينو زرو استعمال شوي ګاڼه په نويو ګاڼه بدلوي او په مقابل کې څه پيسې سر (اضافه) ورکوي دا معامله باطله ده او دا ډول لين دين سود دی.

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الذهب بالذهب وزناً بوزن مثلاً بمثل والفضة بالفضة وزناً بوزن مثلاً بمثل فمن زاد أو استزاد فهو ربا ( رواه مسلم ).

سره زر په سرو زرو وزن په وزن (برابر) او يو شان او سپين زر په سپينو زرو په وزن کې برابر او يو شان بدليږي که زيادت پکې وشي نو هغه سود دی .

مسلمانې خويندې چې کله غواړي خپل ګاڼه په نويو ګاڼه بدل کړي نو داسې به کوي چې لومړی به خپل ګاڼه خرڅ کړي او وروسته به نوي ګانه واخلي هيڅکله به ګانه په ګانو نه بدلوي ځکه چې هغه سر په سر او برابر نه بدليږي نو کله چې ګاڼه سر په سر او برابر بدل نشي سود بلل کيږي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.