مفتي ابویاسر
الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ډیرخلګ دمحرم میاشت دغم اوخفګان میاشت ګڼي آیا په شریعت کې هم دامیاشت دغم اوخفګان میاشت ده ؟
الجواب حامدا ومصلیا وبعد : دمحرم میاشت دغم اوخفقان میاشت ګڼل ګناه ده . همداراز په دغه میاشت کې ودونه نه کول ، اوښې اوغوره جامې نه اغوستل یوداسي عقیده اوعمل ده چي په اسلام کې جواز اوګنجایش نه لري .
اوپه احسن الفتاوی احسن الفتاوی ۱\۳۸۹ کې راغلي څرنګه چي دغه میاشت او په ځانګړي ډول دمحرم لسم تاریخ دخاص فضیلت موسم ده نوځکه په دغه میاشت کې ودونه ، کوژدي ، اونوردخوښۍ مراسم سرته رسول غوره اوبهتر کار دي ، په دغه میاشت کې په واده کولو کې برکت وي .
_____________________
الفتاوی الرحیمیه . والفتاوی المحمودیة ۱۲\۲۰۱