یوه دغه پوښتنه هم بایدجواب اوورته واضح دلائل ولټول شی چی په عصری تعلیماتوکی ډیرځله داسی وی چی استاذمسلمان نه وی نوآیاله غیرمسلمان څخه کوم یومسلمان یادمسلمانانوماشومان زده کړه کولای شی که نه؟
که نه وی روانودډیرومسلمانانواولادونه له عصری تعلیم څخه بی برخې پاته کیږي،اوکه رواوی نودلیل یئ څه دی؟
ددی جواب دادی چی غیرمسلمان استاذکه مسلمان یادهغه مسلمان اولادته لیک لوست یانورعصری زده کړه ورکوله اوداسلام ددین پرخلاف یئ څه تبلیغ نه ورته کاوه،اواسلامی مقدساتوته یئ سپکاوی نه کاوه نودمسلمان اولادکولای شی چی دهغوزده کړوپه برخه کی دده له معلوماتواستفاده وکړی چی ورته اړتیاوی ددی لپاره دلیل دبدردغزاء دمشرکانوبندیانودتعلیم هغه واقعه ده چی ددوی دخوشی کولولپاره فدیه له دوی څخه وغوښتل شوه چاچی دفدیې ورکولووس درلودهغوی فدیه ورکړه اوځانونه یئ له بندڅخه آزادکړل چاچی وس نه درلودپرهغوی داشرط کیښودل شوچی دمسلمانوانصاروماشومانوته دی لیک لوست ورزده کړي بیابه خوشی کړل شی چی همداسی یئ وکړل اوله تعلیمی دورې پوره کولوڅخه وروسته خوشی شول اوبیرته لاړل پرخپل شرک یئ ترڅه وخته پوری عمل هم کاوه،یعنی اکثریت یئ ژرنه دی مسلمان شوی؛دبدردبندیانوددی واقعې بیان امام احمدرحمة الله علیه په خپل مسندکی داسی کوي:
2216 -حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ عَاصِمٍ قَالَ قَالَ دَاوُدُ حَدَّثَنَا عِكْرِمَةُ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ كَانَ نَاسٌ مِنْ الْأَسْرَى يَوْمَ بَدْرٍ لَمْ يَكُنْ لَهُمْ فِدَاءٌ فَجَعَلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِدَاءَهُمْ أَنْ يُعَلِّمُوا أَوْلَادَ الْأَنْصَارِ الْكِتَابَةَ قَالَ فَجَاءَ يَوْمًا غُلَامٌ يَبْكِي إِلَى أَبِيهِ فَقَالَ مَا شَأْنُكَ قَالَ ضَرَبَنِي مُعَلِّمِي قَالَ الْخَبِيثُ يَطْلُبُ بِذَحْلِ بَدْرٍ وَاللَّهِ لَا تَأْتِيهِ أَبَدًا.مسندالامام احمدرحمة الله علیه.
عائشه بنت طلحه (رضی الله عنها ) : دغه مشهوره صحابیه ده چی خط لیکل اولوستل یئ زده وو،دسیده ام المؤمنین عائشه صدیقه رضی الله عنهاکاتبه،منشی،اومعتمده شاګرده وه، امام بخاری رحمة الله علیه په الادب المفردکی ددې په اړه دغه اثررانقل کړی دی: 1118 – حدثنا بن رافع قال حدثنا أبو أسامة قال حدثني موسى بن عبد الله قال حدثتنا عائشة بنت طلحة قالت : قلت لعائشة وأنا في حجرها وكان الناس يأتونها من كل مصر فكان الشيوخ ينتابوني لمكاني منها وكان الشباب يتأخوني فيهدون إلي ويكتبون إلي من الأمصار فأقول لعائشة يا خالة هذا كتاب فلان وهديته فتقول لي عائشة أي بنية فأجيبيه وأثيبيه فإن لم يكن عندك ثواب أعطيتك فقالت فتعطيني 525 باب كيف يكتب صدر الكتاب .قال الشيخ الألباني : حسن. په تیرشوی بحث کی هم دغه حدیث مارانقل کړی وو،دلته می ورڅخه غرض یوڅوټکی دی هغه داچی دښځولپاره دغه ورڅخه ثابتیږی چی که دوی عالماتې،یادکوم فن متخصصاتې وي نونارینه ووته په هغه فن کی لارښوونه کولای شي،دلیک دلیږدرالیږدله لاری اړیکې ورسره نیولای شی،ځکه چی دلته د،دووصحابیاتودکاراوکردار ذکرشته یوه ام المؤمنین سیده عائشه صدیقه رضی الله عنهاده اوبله سیده عائشه بنت طلحة، رضی الله عنها، ام المؤمنین ته خوله ډیرولری لری ښارونوخلګ راتلل اوعلوم یئ ورڅخه زده کول،همدارازمشورې یئ ورسره کولې اوهدایات یئ ورڅخه اخیستل،نوځکه دټول امت پردی باندی اتفاق دی چی په ښځوکی ترام المؤمنین عائشه صدیقه رضی الله عنهابله غټه عالمه نشته،بلکه له دې څخه راوروسته ترقیامته پوری دټول امت استاذه هم ده،اوعائشة بنت طلحة رضی الله عنهاچی دلته کوم روایت کوی په دی کی څوخبري نوري هم جوتیږی یوه داچی له لری لری ښارونوبه دخلګولیکونه ورته راتلل نودی به دهغوی جواب ورکاوه اوبله داچی دلته دتحفوذکرهم شته چی خلګوبه دې او،ام المؤمنین ته رالیږلې اودې به بیرته دام المؤمنین په امردلیک جواب هم ورکاوه اودتحفې په بدل کی به یئ هغوی ته هم تحفې ورلیږلې که به شی ورسره نه ووبیابه یئ ام المؤمنین ته وویل هغې به ورته ورکړدې به ورته واستاوه،نوځکه دلته امام بخاری رحمة الله علیه دباب عنوان داسی قائم کړی دی:باب الکتابة الی النساء وجوابهن؛