له ماسره يي روانه کړى که نه طلاق ورکوم دايي وويل اوښځې يي ورسره روانه نه کړه نو طلاق واقع شو ؟
پوښتنه : فاروق خپلې خسرګنې ته دخپلې کډي دراوستلولپاره ولاړه له ډيروخبرو اترو وروسته هغه په ډيرغصه سره دخپلې ښځې په اړوندخلکوته داوويل چې زماښځه له ماسره روانه کړى که داسي ونه کړي زه طلاق ورکوم يا به يي ورکړم اوطلاق نامه ليکلم اودالفاظ يي په بيلا بيلوناستوکې پنځلس شل ځله وويل ددې الفاظوخبرخلکوتريوي واني لسوورځوپورې دزرين خسراودهغې ښځې ته ونه رساوه اودزرين ښځه يي له هغه سره روانه نه کړه اوهغه دخپل هدف له لاس ته روړلوپرته بيرته لاړه اوس ددې پښي پنځلس شل ورځي وتلې دې نو دزرين ښځه طلاقيږي اوکه نه که طلاقيږي يو طلاق اوکه درې ؟
ځواب : اوکه نه زه طلاق ورکوم په لفظ سره دشرط دتحقيق په مهال طلاق واقع کيږي اودکه نه زه به طلاق ورکړم په لفظ سره طلاق نه واقع کيږي ( لا نه وعدکذا في الشامي ) (1) اودالفظ طلاقنامه ليکم سره هم طلاق نه واقع کيږي اوکه دويونکې شک وي چې طلاق ورکوم مي ويلى اوکه طلاق به ورکوم مي ويلى نودشک په صورت کې طلاق نه واقع کيږي اوپه کوم صورت کې چې طلاق واقع کيږي يو طلاق واقع کيږي اوپه ګنوناستوکې له بيا بيا ويلو څخه که دهغه مرادله لومړې طلاق څخه خبرورکول وي نوپه دې تکرارسره نوې طلاق نه واقع کيږي ( في الدرالمختار علم انه حلف ولم يدربطلاق اوغيره لغا کما لوشک اطلق ام لا ولوشک اطلق واحدة اواکثربنى على الاقل الخ ) (2)
(1) وگورى الدرالمختار على هامش ردالمختار للشامي ( ج ٢ ص ٦٥٧ ط س
(2) الدرالمختار على هامش ردالمختار کتاب الطلاق ( ج ٢ ص ٦٢٣ ط س