كچرى ديوسړى قرض وى ليكن فى الحال ورسره دومره پيسى نشته چه قربانى پرى واخلى نوپه

كچرى ديوسړى (زيد) په بل سړى دبكر، چه ښه مالداردے قرض وى ليكن فى الحال ورسره دومره پيسى نشته چه قربانى پرى واخلى نوپه زيدباندې دبل نه قرضه اخستل لازم نه ده دقربانى دپاره البته كه غالب ګمان يې داوى چه پيسى به راكړى بياپرى طلب لازم دے.

دليل : له دين حال علي مقر ملئ وليس عنده مايشتر يهابهابه لايلزمه الاستقراض ولاقيمة الاضحية اذاوصل الدين اليه ولكن يلزمه ان يسئـال منه ثمن الاضحية اذاغلب علي ظنه انه يعطيه (البزازية، ج ۶،ص۳۸۷).

{2}

كه ديوسړى په يوغريب سړى قرضه وى نوترڅوچه ورته قرضه ملاؤ شوى نوى نوقربانى پرى نۀ لازم كيږى.

دليل : له علي مقرمفلس دين لاتلزم مالم يصل اليه ( البزازيه، ج۶، ص۳۸۷)

{3}

كچرى ديوسړى په نوروخلقوباندے دنيټو قرضى وى ليكن فى الحال ورسره دومره روپى نشته چه دقربانى څاروى پرى واخلى دى سړى باندى قربانى واجب نۀ ده .

دليل : له ديون مؤجلة وليس عنده مايشتريهابه لاتلزم (البزازيه ، ج۶، ص ۳۸۷)

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.