قيا م الليل يا تهجد د اشراق لمونځ د څاښت لمونځ
قيا م الليل يا تهجد
فضيلت او اهميت
د حضرت ابوهریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې زموږ مالک او رب تبارک وتعالی هره شپه کله چې دریمه حصه د شپی پاته سی نو د دنیا و آسمان ته نازلیږی او فرمایی : څوک دی چې زما څخه دوعا وغواړی او زه د هغه دوعا قبوله کړم څوک دی چې زما څخه شی وغواړی او زه یی ورکړم ، څوک دی چې زما څخه مغفرت وغواړی او زه هغه ته مغفرت وکړم . — (صحیح بخاری ومسلم معارف الحدیث) .
تنبيه
د تهجد لمونځ هرڅو رکعته چې کولی سی هغومره وکړه په یوه روایت کې راځی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لس رکعته لمونځ د تهجد کوی ، د تهجد د لمانځه ډېر فضائل په قرآن او حدیث کې راغلی ، د اختصار په وجه مو هغه ترک کړل . الله تعالی دی موږ ته د تهجد د لمانځه توفیق راکړی .
د اشراق لمونځ
په یوه حدیث کې راځی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی ؛ چې کوم سړی د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړی او بیا تر لمر راختو پوری هلته کښینی او د الله تعالی ذکر یی کوی بیا یی دوه رکعته اشراق وکړی نو ده ته د یوه حج او عمری په اندازه ثواب ورکول کیږی د پوره حج او عمرې ، د پوره حج او عمرې ، د پوره حج او عمری . — ( حص حصین) .
دغه رنګه نور فضائل هم په احادیثو کې راغلی دی .
د څاښت لمونځ
د حضرت أنس ابن مالک رض څخه روایت دی چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی دی چې څوک دولس رکعاته د څاښت لمونځ وکړی نو الله تعالی د ده لپاره په جنت کې بنګله (کوټۍ) جوړ وی . — (ابن ماجه والترمذی) .
نور فضائل یی هم راغلی دی په بل حدیث قدسی کې بیا راغلی دی که څوک د ورځی په شروع کې څلور رکعته لمونځ وکړی نو د ورځی ترآخره پوری ستا لپاره کافی دی .
د ماښام ترلمانځه وروسته
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : څوک چې دماښام ترلمانځه وروسته شپږ رکعاته لمونځ وکړی نو د ده ګناوی بخښل کیږی که څه هم د دریاب د ځګ په اندازه وی ، — (معارف الحدیث معجم الطبرانی ) .