قوم پرستی نه ځان وساتی

دقوم پرستی او تربګينت  نه ځان وساتی
ددغه بد عمل لومړی مؤسس ابوجهل دی ابوجهل سره لدی چی ښه پوهيده حضرت محمد (ص) حق پيغمبر دی خوپدی وجه چی تربورمی دی ولی يی تصديق وکړم ځان يی لويی تباهی ته لاهو کړ
پدی اړه نبوی ارشادات :
لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلي عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ مِنّاَ مَن قاَتَلَ عَصَبِيَّةً وَلَس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلي عَصَبَيَّةِ (ابوداود)
هغه څوک له مونږ څخه ندی چه خلک قوميت ته رابولی اوهغه څوک له مونږ څخه نه دی چه پدغه منظورجګړه کوی اوهغه څوک له مونږ څخه ندی چه په همدی مفکوره مړ شی .
مَن نَصَرَ قَومَه عَلي غَيرِالحَقِّ فَهُوَ كاَبَعِيرِالّذِي رَد’ي فَهُوَ يُنزَعُ بِذَنبِه (ابوداود)

څوک چه له خپل قوم سره په غيرمشروع کار کی مرسته کوی دهغه اوښ په شان دی چی په کنده کی لويدلی وی اودلکی په رانيولو سره دکندی نه راکښل کيږی ( نتجه داچه داسی نامشروع عمل داسی بد هلاکونکی انجام لری چه بيا څوک نجات نشی ورکولای ).

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.