مفتي خالد منصور هډه وال
د قربانۍ اختر: د اقتصاد، برکت او برابري يو الهامي نظام
د عیدالاضحیٰ په برکت سره، چې د حضرت ابراهیم علیه السلام د اطاعت او تسلیمۍ د ياد تازه کولو ورځ ده، الله تعالی موږ ته یوازې د عبادت درس نه راکوي، بلکې د اقتصادي نظام يو پیاوړی ماډل هم وړاندې کوي. د يو اټکل له مخې، زمونږ په هيواد او ګوندي هيواد کې د قربانۍ اختر پر مهال تر څلورو زرو اربه روپو زيات د څارويو کاروبار کېږي، چې دا د نړۍ تر ټولو ستر موسمي کاروبار بلل کېږي.
په دې برکتناکه موقعه کې:
🔸 نژدې ۲۳ اربه روپۍ قصايان د مزدورۍ په توګه ګټي، چې ډېری يې غریب خلک وي.
🔸 د چارې کاروبار چې اکثره کروندګر او بزګران یې کوي، تر ۳ اربه روپیو زیات عواید ترلاسه کوي.
🔸 کلیوال، بزګران، او د څارویو ساتونکي د خپلو مالونو ښه قیمت تر لاسه کوي.
🔸 د مالونو لیږدولو لپاره چې څومره ګاډي، ټرانسپورټ، او د لارو خدمات چلېږي، په سلګونو اربه روپۍ پکې ګرځي.
دا ټولې پیسې کله چې خلک په خپلو ورځنیو اړتياوو، تعلیم، خوراک، روغتیا او نورو برخو کې مصرفوي، نو بیا يو داسې اقتصادي ګرځنده بهیر رامنځته کېږي چې د اقتصاد پوهانو د اندازو نه بهر وي. دا هغه “Circulation of Wealth” یا د شتمنۍ دوران دی، چې اسلام یې د عبادت په ژبه کې د عمل جامه وراغوستې.
قرباني یوازې د غوښې وېش نه دی!
په ظاهري توګه دا خلک ته وړیا غوښه ورکوي، خو په حقيقت کې دا:
☑ د غریبو لپاره د کار و بار سبب کېږي
☑ د څرمنې فابریکو کار زیاتوي، چې پکې سلګونه مزدوران کار پيدا کوي
☑ د پوستکو خرڅلاو په سلګونو اربو روپیو پورې رسېږي
☑ د ټول کال لپاره د غریبو د مزدورۍ او کار زمینه برابروي
☑ د خلکو تر منځ خدمت، سخاوت او اجتماعي یووالی راولي
په داسې حال کې…
چې نړۍ کې حکومتونه هڅه کوي، چې د امیرو څخه مالیات واخلي او غریبو ته یې ورکړي، بيا هم دومره ګټه نه شي رسولی، څومره چې دا الهي نظام د يو مسلمان هېواد اقتصاد ته فایده رسوي، او دا ټول د الله تعالی د يو حکم “قرباني” د عمل کولو برکت دی.
د عیدالاضحیٰ دا عمل يوازې عبادت نه دی، بلکې دا د یوه اسلامي اقتصادي نظام ښکاره ننداره ده، چې پکې هر يو فقیر، قصايي، کروندګر، موټروان، څرمنو والا، دوکاندار، ټرانسپورټر او حتا د غوښې بوره کوونکی هم شامل وي.
نو…
> فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
پس د خپل رب کوم کوم نعمتونه به تاسې دروغ ګڼئ؟
#ماشاءالله_ماشاءالله
#قرباني_د_برکت_اقتصاد
.