قرباني (دوهمه برخه)

مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)

**********************

د قرباني د څاروي څرنګوالى

د قربانۍ څاروى بايد د هر ډول لوى عيب څخه پاک وي .

که د قربانۍ د څاروي ښکر په بيخ کې مات شوى وي چې په کوم ځاى کې ښکر د هډوکي سره لګېدلى وي نو بيا قرباني ورباندې نه کيږي. (البدائع)

هغه څاروى چې ښکر يې له اصل څخه نه وي را ختلي نو قرباني ورباندې کيږي او که يې ښکر لږ مات شوى وي نو بيا هم ورباندې کيږي.

هغه حيوان چې له جماع نه عاجز وي قرباني ورباندې صحيح کيږي همدارنګه هغه مونث حيوان چې د عمر د ډېر والي له امله حمل نه اخلي نو په قرباني کې يې حلالول صحيح دي.

همدارنګه هغه حيوان چې وچ شوى وي او بغير د کوم عيب نه يې شودې بندې شوې وي قرباني ورباندې صحيح ده.

که مونث حيوان حمل اخستى وي او يا د وړوکى بچي مور وي نو بيا هم قرباني ورباندې صحيح ده لکن غوره نه دى . (رد المحتار)

که د ګډ (پسه) له پيدائښت نه وړوکى لم وي چې لکه لکۍ داسې ښکاره کيږي او يا يې له پيدائښت څخه لم نه وي نو بيا هم قرباني ورباندې کېدلى شي. (عالمګيري)

هغه چې سترګې يې يو طرف ته کږې وې قرباني ورباندې کيږي. (عالمګيري)

هغه حيوان چې غوږ يې وړوکى وي دهغه قرباني صحيح ده .

هغه حيوان چې غاښونه يې نه وي که هغه څرېدلى شوى او پخپله يې خوراک کولى شواى نو قرباني ورباندې صحيح ده. (البدائع)

هغه حيوان چې غوږ يې په اوږدو سره شکېدلى وي يعني په غوږ کې يې څېرې والی راغلی وي قربانې ورباندې صحيح ده . (عالمګيري)

که څاروی يې د قربانۍ ځاى ته راوستلو او دلته يې پښه ماته شوه او په هماغه ځاى کې يې حلال کړو نو صحيح دى همدارنګه که پدې ځاى کې ړنده شوه ځکه پدې وخت کې اکثر مالونه زور کوي او کېداى شي د هغې د ټينګولو په وخت کې هغه په کوم شي ولګيږي او عيبجن شي .

 

په لاندې څارويو قرباني نه کيږي

چې ړوند وي . (عالمګيري)

هغه چې په يوه سترګه ړوند وي او دا له لرې ښکاره کيږي . (عالمګيري)

هغه حيوان چې پداسې توګه ګوډ وي چې په خپلو پښو د حلالولو تر ځاى پورې نشي تلى.

هغه حيوان چې ډېر بېمار وي او له لرې ښکاره کيږي چې بېمار دى. (عالمګيري)

هغه حيوان چې غوږونه يې پرې شوې وي يا يې پيدائشي غوږ نه وي ، يا د پسه (ګډ) لم پرې شوى وي .

که غوږ يې لږ پرې شي او لږ پاتې وي نو وبه کتل شي که پرې شوى ډېر وو نو بيا قرباني ورباندې نه ده صحيح او که پاتې ډېر وو لږ پرې شوى وو بيا يې قرباني صحيح ده.

که لېونى وي او داسې لېونتوب يې وي چې خوراک نه کوي او په عامه توګه ژوند نشي کولى نو قرباني ورباندې نه کيږي.

هغه چې د څرمن بېماري ولرې قرباني ورباندې کيږي لکن که ډېر کمزورى شوى وي او يا د څرمنې د بيماري تاثير يې غوښې ته رسېدلى وي نو بيا ورباندې نه کيږي.

چې پوزه يې پرې شوې وي قرباني ورباندې نه کيږي.

هغه مونث حيوان چې غولانځ يې پرې شوې وي او يا يې غولانځ وچه شوې وي قرباني ورباندې نه کيږي . (عالمګيري)

چې ژبه يې پرې وي نو که ددې امله يې خوراک نشواى کولى قرباني ورباندې نه کيږي او که يې په خوراک کې مشکل نه وو بيا ورباندې کيږي. (التتارخانية)

هغه حيوان چې صرف ګندګي خوري او بل شى نه خوري قرباني ورباندې نه کيږي او که دا حيوان اوښ وي نو څلوېښت ورځې به په کور کې بند ساتل کيږي صرف ګياه به ورکوي چې ويې خوري او غوايى به شل شپې ساتي او پسه (ګډ) به لس ورځې وساتي بيا يې غوښه پاکيږي بيا يې قرباني صحيح ده.

او که چېرته چرګ ګندګي خوري او په عامو ورځو کې يې حلالول غواړي نو هغه به هم درى ورځي په کور کې بند ساتي او پاک خوراکونه به ورکوي بيا به يې حلالوي . (فتاوى قاضي خان)

که د قربانۍ د څاروي د تيونو سرونه پرې وو قرباني ورباندې نه کيږي (عالمګيري)

که په مېږه (ګډه) کې د يو تي نه شودې بندې شوې وې قرباني ورباندې نه کيږي او په غوايه او اوښه کې که د دوو نه بندې شوې وې بيا ورباندې نه کيږي . (التتارخانية)

چې په څلورو پښو کې يې يوه پښه پرې وي قرباني ورباندې نه کيږي (التتارخانية)

که مالدار سړي جوړ مال واخيستو دده سره عيب جن شو سترګه يې ړنده شوه، غوږ يې پرې شو ، لم يې پرې شو ، لکۍ ترې پرې شوه پښه يې ګوډه شوه چې هغه حيوان نور ورباندې نشواى تلى نو هغه به بل حيوان اخلي او که دا د قرباني مالک غريب وو نو هغه همدا حلالولى شي. (عالمګيري)

 

د شراکت مسئلې

په غوايه او اوښ کې ا وه کسان شریکان کېدلی شي لکن په شراکت کې خطرناکه خبره داده که چېرته پدې اوو کسانو کې د یو کس نیت خراب وي د قرباني نه یې نیت د غوښې لاس ته راوړل ، یا د خلکو شرم له ځانه لرې کول ، او یا خلکو ته ځان ښکاره کول وي نو د ټولو کسانو قرباني نه صحیح کیږي .

که چا يوغوايى پدې نيت واخيستو چې دا به ټول زه له خپله لوري قرباني کوم بيا يې وروسته پکې شپږ کسان نور شريکان کړل دا مکروه ده بيا هم قرباني ورباندې کيږي او که يې د اخستلو په وخت کې دا نيت وو چې دا به واخلم او بيا به نور کسان پکې شريکان کړم بيا پکې کراهيت نشته .(عالمګيري)

که چېرته په کومه قربانۍ کې په اوښ يا غوايه کې آته کسان شريکان شول بيا هم د ټولو قرباني نه ده صحيح . (عالمګيري)

که څوک د تېرو کلونو د قضاء په نيت قرباني کوي نو دا نه ده صحيح که چا لوی مال واخيستو او په نيت کې يې دا وو چې يوه برخه به مې د سږ کال قرباني شي او پاتې شپږ برخې به مې د تېرو کالونو قرباني شي چې هغه وخت په ما واجبه وه ما نه وه کړې نو د سږ کال لپاره يې قرباني صحيح ده د تېرو کلونو لپاره نه صحيح کيږي. (عالمګيري)

 

د مړي له لوري قرباني کول

امام احمد، ابو داود، ترمذي او حاکم يو حديث نقل کړى دى چې حضرت علي رضی الله عنه دوه پسونه (ګډان) حلال کړل يو د رسول الله رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري نه او يو له خپله لوري او بيا يې وفرمايل : ماته رسول الله رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم کړى وو چې زه به دهغه له لوري قرباني کوم ددې امله زه هر وخت د رسول الله رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري نه قرباني کوم.

امام طيبي ددې حديث په اړه فرمايي :

دا ددې خبرې دليل دى که څوک د مړي د لوري نه قرباني کول غواړي نه ود کوي روا ده .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.