فلش ته د شفر (پاسورډ) ورکول!

په فلش کي مهم مالومات لرئ او نه غواړئ چې د ورکېدو په صورت کې د بل چا لاس ته ورشي نو فلش ته مو شفر/ پاسورد ورکړئ،او ځان ډاډمن کړئ. ډېر ساده او اسانه دا کار(فلش ته شفر ورکول) کولای سو،لاندي لارښووني یو په یو عملي کړئ څو فلش مو شفر لرونکی سي: ۱-فلش مو له کمپیوټر سره وصل کړئ. ۲- د پیل (start) مینو کلیک کړئ او په لټون ځای کې bitlocker ولیکئ او بیاbitlocker drive encryption کیلک کړئ. ۳-په وروسته مرحله کې د ټاکلي ډرایو یا فلش پر turn on bitlocker کلیک وکړئ. ۴. خپل پاسورډ ولیکئ او پر next کلیک وکړئ. ۵-اوس تاسو ته دوه اپشنونه یا انتخابونه مخته راځي په لومړي اپشن recovery key سره کولای سئ پاسورډ د یو فایل په ډول ثبت کړئ څو د هیري په وخت کې ورڅخه استفاده وکړئ او دوهم ايشن د همدې پاسورد فایل درته چاپوي.(که پرینټر نصب وي) ۷-بیا پر next کلیک وکړئ. ۸-خپل مخکینی پاسورد د تایید لپاره بیا ولیکئ او پر start encrypting کلیک وکړئ.(ځیني کمپیوټرونو کې بیا پاسورد لیکل نه غواړي) ۹-اوس ستاسو فلش پاسورد لرونکی سو،او هدف ته ورسېدلاست(ځیني وخت کله چي فلش د data ډک وي نو پاسورډ اخیستل وخت نیسي.) اوس د دې لپاره چې وګورئ چي ایا فلش مو شفر لرونکی سوی دی او که نه؟ د دې تشویش د رفع کولو لپاره مو فلش د بل کمپیوټر سره وصل کړئ او وګورئ چي فلش مو پاسورډ لرونکی سوی دی،اوس نو فلش ته د ننوتو لپاره همدا پاسورډ کاروئ او د ورکېدو په صورت کي د بل کس د ننوتو څخه ډاډه اوسئ. له فلش څخه د پاسورډ بیرته لیري کول: ۱-فلش له کمپیوټر سره وصل کړئ ۲-پر start مینو کلیک وکړئ،په لټون ځای کې bitlocker ولیکئ،bitlocker کلیک کړئ او بیا پر bitlocker drive encryption کلیک وکړئ. ۳-اوس پرturn off bitlocker کلیک وکړئ او وروسته decrypt drive کلیک کړئ،تر اخیرني کلیک وروسته مو فلش بلکل له پاسورډه خلاص او د مخکې په ډول سو. یادونه: پورته د شفر ورکولو کړنلاره یواځي فلش ته د شفر ورکولو لپاره نه بلکي ډرایو،باندیني هارډیسک او نورو ذخیروي الاتو (storage devices) لپاره هم کارولی سو.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.