غواړم تقوا دار واوسم، خو…

یو ځل د اصلاح پیغام لوستونکي راته لیکلي وو: “غواړم تقوا دار واوسم خو دا پروسه اوږده ده او هوډ مې مات شي. څه وکړم؟”
ډېره موده مې په دې اړه د لیکلو جرأت نه شو کولی، ځکه ما هم د دې ځواب په څېر مشکل درلود او ښايي دا به زمونږ ټولو ستونزه وي.

لاندې کرښې په دې هیله کاږم چې الله , یې زمونږ ټولو د ثبات لامل وګرځوي:

پوښتنې راولاړیږي چې آیا په دیندارۍ باندې ثبات مهم دی؟ او آیا دا رنګه ثبات شونی دی؟ راځی په پیل کې څو پیښې وګورو:

لومړۍ پیښه:

د ترمذي او حاکم په روایتونو کې راغلي دي: یوه ورځ ابوبکر رضي الله عنه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وویل: یا رسول الله! سپین ږیری شوې! هغه صلي الله عليه وسلم وفرمایل: زه د هود، واقعې، مرسلات، نباء او تکویر سورتونو زوړ کړم. په حدیث کې راغلي چې له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه: د هود د سورت څه شي زوړ کړې؟ ویې فرمایل: دغې آیت: ژباړه: (هغسې ثابت قدم اوسه څرنګه چې درته حكم شوى او چا چې ستا سره توبه کړې (هغوی دې هم همداسې ټینګ اوسي). (هود ۱۱۲) ابن عباس رضي الله عنه وايي: (په رسول الله صلي الله عليه وسلم باندې له دې څخه سخت سورت نه دی نازل شوی). (تفسیر انوار القرآن)

دوهمه واقعه:

یو کس رسول الله صلي الله عليه وسلم ته راغی، ویې ویل: (اې د الله رسوله! ما ته د اسلام په اړه داسې څه ووایه چې ستا پرته بیا له هیچا پوښتنه ونه کړم. پیغمبر صلي الله عليه وسلم وفرمایل: (ووایه! په الله مې ایمان راوړی او بیا په هغې ټینګ پاتې شه). (رواه مسلم)

دریېمه  پېښه:

رسول الله صلي الله عليه وسلم د حارثه په نوم له اووه لس کلن ځوان سره مخامخ او روغبړ ورسره کوي: پیغمبر صلي الله عليه وسلم ترې پوښتي: څنګه یې حارثه؟ ځواب ورکوي: داسې حالت ته رسیدلی یم لکه د الله عرش چې وینم. ګواکي جنتیان وینم چې د جنت له نعمتونو خوند اخلي او دوزخیان وینم چې له عذابه کوکارې وهي. له دنیا مې ځان شلولی. شپې په ویښه تیروم (عبادت کوم) او د ورځې په لوږه ګرځم. (روژه نیسم).

سبحان الله، څومره انسانان به اوسیدلي او مړه شوي وي خو آن یو ځل به یې هم د جنت او دوزخ په اړه سوچ نه وي کړی! پیغمبر صلي الله عليه وسلم ورته وویل: (اې حارثه! چې پوه شوې نو پرې ټنیګ اوسه).

هغه طبیب صلي الله عليه وسلم پوهیدلو چې زړونه په یوه حال نه پاتې کیږي نو حارثه باید پام وکړي چې د ایمان لاس ته راوړې سرمایه یې له لاسه ونه وځي. آیا حارثه دا نصحیت جدي ونیوه که هسې خبره وه چې یوه غوږه ته ننوته او تر بل ووته؟ شپې ورځې تیرېدې تر دې چې کال وروسته د بدر غزا پیښه شوه. د کافر له لیندی غیشی را وځي، په ۳۱۳ تنه صحابه وو کې پدې ثابت قدمه ځوان پسې ګرځي، غشی د حارثه پر مرۍ نښلي او هغه شهیدیږي. مور یې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته راځي، ورته وايي: (اې د الله رسوله! آیا حارثه په جنت کې دی چې پرې خوشاله شم او که نه، چې دعا ورته وکړم. پیغمبرصلي الله عليه وسلم  وفرمايل: اې د حارثه مورې! هغه په یوه نه، بلکه په ډېرو جنتونو کې دی. زوی دې د فردوس لوړو درجو ته رسیدلی). (رواه البخاري)

څلورمه واقعه:

دا د عبدالله ذی البجادین کیسه ده. اصلي نوم یې عبد العزی او د المزاینه له قبیلې څخه وو چې د مدینې او مکې تر منځ یې ژوند کاوه. په وړکیتوب کې یې مور او پلار له لاسه ورکړل. کاکا یې چې بډای سړی وو‎، هغه په ډېر ناز او نعمت کې لوی کړ تر دې چې عبدالعزی به په عربستان کې جوړیدونکې جامې نه اغوستې، بلکې له بیرون څخه راتلونکې قیمتې جامې به یې په تن وې.

عبدالعزی نوی ځوان وو چې مدینې ته د مسلمانانو هجرت پیل شو. الله , غوښتي ول چې هغه لدې مهاجرو ځوانانو سره وګوري. عبدالعزی به هره ورځ له مکې څخه تلونکي مهاجرین په دښتو کې پیدا کول او د هغوی خبرې به یې اورېدلې. د قرآن کریم پیغام یې په زړه کیناست تردې چې اسلام پرې خوږ ولګېد او مسلمان شو. عبدالعزی به ګرده ورځ په دښتو کې ګرځېدلو ترڅو کوم مهاجر ووینی او دین ترې زده کړي. یوه ورځ یو مهاجر ورته وویل: ولې مدینې ته هجرت نه کوې؟ ويې ویل: کاکا مې یوازې پریږدم؟ نه! تر هغه هجرت نه کوم ترڅو د هغه لاس راسره ونه نیسم. پدې توګه هغه په خپله قبیله کې پاتې شو او د الله په طاعت باندې یې استقامت وکړ. د عبادت لپاره به دښتې ته تللو ترڅو څوک پرې خبر نه شي.

هره ورځ به یې کاکا ته ورتللو او ورته ویل به یې: اوریدلې مې دي د محمد په نامه یو څوک داسې وايي، او قرآن به یې ورته تلاوت کاوه. خو کاکا به یې تل ځواب په سپکو سپورو ورکولو. عبدالعزی دری کاله په ستونزمن ماحول کې صابر او ثابت پاتې شو. بالآخره یوه ورځ کاکا ته ورغی، ویې ویل: ته مې د رسول الله صلي الله عليه وسلم د ملاقات په لار کې خنډ شوی یې، نور یې لرې والی نه شم زغملی. که راسره لاړ شې، ډېر به نیکبخته وم. کاکا یې وویل: که مسلمان شوې، ټول مال به درنه واخلم. ځواب یې ورکړ: چې زړه دې غواړي هغه وکړه. کاکا یې وویل: آن د تن جامې دې هم درنه اخلم. د عبد العزی د جامو په څیرلو یې پیل وکړ. ده چې خپلې جامې څیرې ولیدې د پشم (بجاد) یوه ټوټه یې له ځمکې پورته او دوه ټوټې کړه، ځان یې پکې پټ کړ او د مدینې په لور وخوځېد.

رسول الله صلي الله عليه وسلم ته چې ورورسید، هغه صلي الله عليه وسلم ترې وپوښتل: څوک یې؟ ویې ویل: زه عبد العزی یم. ولې دې داسې جامې اغوستې؟ ورته ویې ویل: کاکا مې داسې او داسې راسره وکړل. ما هم ته غوره کړې او دری کاله مې صبر وکړ ترڅو د الله له طاعت سره تاته راشم. پیغمبر صلي الله عليه وسلم وفرمایل: له نن وروسته ته عبدالعزی نه، بلکه عبدالله ذوالبجادین یې.

الله اکبر! دا هماغه استقامت وو چې له عبدالعزی (د بت بنده) څخه یې عبدالله (د الله بنده) جوړ کړ.

دا لومړی ځل وو چې پیغمبر صلي الله عليه وسلم یې ولید. استقامت یې وګورئ! داسې به نه وایئ چې دا خو رسول الله صلي الله عليه وسلم تربیه کړی وو. ځکه دې ځوان تر هغه مهاله رسول الله صلي الله عليه وسلم هیڅ لیدلی نه وو. دا نازولی ځوان له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره پاتې شو او د اصحاب صفه (تر ټولو فقیر صحابه) په ډله کې راغی. په ۲۳ کلنۍ کې یې د تبوک غزا وشوه. عبد الله بن مسعود رضی الله عنه داسې کیسه کوي:

په نیمه شپه کې مې څه غږ واورید، د رسول الله صلي الله عليه وسلم خیمې ته ولاړم، څوک پکې نه وو، د ابوبکر او عمر رضي الله عنه خیمې هم تشې وې. له خیمو څخه لرې څراغ روښانه وو. ورغلم، رسول الله صلي الله عليه وسلم مې د ځمکې په کیندلو بوخت ولید. زما په لیدلو یې وویل: عبدالله ورور دې وفات شو. او په لمدو سترګو یې قبر کیندلو ته دوام ورکړ. ابوبکر او عمر ته مې وویل: ولې له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره مرسته نه کوئ؟ پیغمبر صلي الله عليه وسلم وفرمایل: زه خپله غواړم د هغه قبر وکنم. بیا په قبر کې وغځېد، (تر څو یې له چمتو والي ډاډه شو) وروسته یې وویل: د ورور جنازه مو راکړئ، جنازه یې ځان ته نږدې کړه او څلور ځله یې تکبیر ووایه. وروسته یې وفرمایل: (ته توبه کوونکی او د قرآن قاري یې. یا الله زه ترې راضي یم، ته هم ترې راضي شه).

ابن مسعود رضي الله عنه چې له سابقین الاولین څخه دی، فرمايي: هیله مې درلودله چې کاشکي د عبدالله پر ځای زه د هغه قبر خاوند وی. (صحیح السیرة النبویه، ص ۵۹۸)

دې کیسو څه پیغامونه درلودل:

دا چې د دیندارۍ اصلي غوښتنه استقامت دی. دا چې مسلمان کولی شي په دین باندې داسې استقامت وکړي او بالاخره دا چې استقامت انسان داسې لوړو مرتبو ته لوړوي.

د مسلمان لپاره اړینه ده چې په دین کې استقامت ولري. ځکه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: (د بني آدم زړه د هغه دیګ څخه هم زیات په تغییر کې دی چې جوشیږي). (رواه احمد)

د ثبات او استقامت اسباب

۱- د قرآن کریم تلاوت او تدبر: الله , د قرآن کریم د تدریجي نزول موخه داسې بیانوي: ژباړه: (منكران وايي: ولې پدې سړي باندې ټول قرآن په يو وخت كې نازل نشو؟ دا ځكه (ټوټه، ټوټه نازل شوی) چې ستا زړه پرې  استوار کړو…) (الفرقان ۳۲-۳۳)

۲ـ په نیک عمل باندې تداوم: د رسول الله صلي الله عليه وسلم په وړاندې غوره عمل هغه وو چې پرلپسې ترسره شي که څه هم چې کم به وو.

۳- د پیغمبرانو داستانونه لوستل: الله , فرمایی: ژباړه:(او تا ته د پیغمبرانو له كيسو څخه بیانوو ترڅو دې زړه پرې ډاډه كړو.(هود ۱۲۰)

۴- ذکر او دعاء: پیغمبر صلي الله عليه وسلم به داسې دعاء کوله: (یا مقلب القلوب ثبت قلبی علی دینک) (ترمذی) ژباړه: (اې د زړونو اړوونکیه! زړه مې په دین باندې ټینګ کړه). قرآن کریم مسلمانانو ته داسې دعاء ښايي: ژباړه: (زموږ پروردګاره! وروسته لدې چې هدایت دې را ته وکړ، بېرته مو زړونه مه کږوه). (آل عمران ۸).

ژباړه: “اى زمونږ ربه! مونږ ته صبر راكړه، ګامونه مو ټنیګ كړه او پر كافرانو مو برلاسي كړه”. (البقره ۲۵۰)

۵- د سمې لارې انتخاب: چې د اهل سنت او جماعت منهج دی.

۶- ایماني، عملي او تدریجي تربیه: داسې ایماني تربیت چې زړه د الله , په محبت او ویره ژوندی کړي، هغه علمي او تدریجي تربیت چې مسلمان مرحله په مرحله او د کمال پوړونو ته پورته کړي.

۷- په لاره باندې اطمینان: څومره  چې پر خپله لاره اطمینان او باور زیات وي، په همغه اندازه صبر او استقامت زیاتیږي. مسلمان باید ډاډه وي چې په کومه لاره چې روان دی، د پیغمبرانو، صدیقینو، علماوو، شهداوو او صالحینو ده نو په پایله کې به د وحشت او یوازیتوب احساس له منځه لاړ شي.

۸- اسلام لور ته د نورو بلنه: ژباړه:)نو همداسې دعوت کوه، او څرنګه چې درته حكم شوى، استقامت وکړه(. (شوری ۱۵)

۹- صبر: پیغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايي: (هیچا ته تر صبر ښه شی نه دي ورکړل شوي). (متفق علیه)

۱۰- د نیکو کسانو ملګرتیا

۱۱- د جنت او دوزخ په اړه فکر او د مرګ یاد: د نفس طبیعت تر هغه پورې له راحت طلبۍ سره نغښتی وي چې په لویو اهدافو یې سترګې نه وي نښتې، او که نه بیا د ستونزو ګالل ورته آسانه وي. څوک چې جنت غواړي، د دیندارۍ په لار کې ټمبلي نه کوي. ځکه په دې پوهیږي چې جنت د خوښیو سرزمین، د غم او خپګان څخه د لرې والي ځای او د مؤمنانو وروستی پړاو دی.

همدارنګه د قبر، حشر، حساب، میزان، صراط او د قیامت د نورو پړاوونو په اړه فکر د صبر او استقامت په زیاتوالي کې رول لري.

د مرګ یاد هم انسان له پرځیدلو څخه ساتي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې پیروانو ته داسې لارښوونه کوي:

د لذتونو له منځه وړونکی (مرګ) زیات یاد کړئ. (تزمذي)

د اصلاح پیغام له خاطراتو

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.