غريب با عفته عيالدار بنده د الله تعالی محبوب وي

د لوږې اوحاجت پټولو بدله :

عن ابن عباس رضی الله عنه قال :قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : من جاع او احتاج فکتمه الناس کان حقاً علی الله عزوجل ان يرزقه رزق سنة من خلال (رواه البيهقي فی شعب الايمان ) .

له ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : چې کوم کس وږې وي يا بل څه حاجت ولري او دغه لوږه يا حاجت له خلکو نه پټ کړي يعنی د هغوی په مخ کې يې نه بيانوي او سوال ترينه نه کوي په الله عزوجل د هغه حق دی چه ده ته به د يو کال روزي ورکوي .

غريب با عفته عيالدار بنده د الله تعالی محبوب وي :

عن عمران بن حصين قال :قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : ان الله يحب عبده الؤمن الفقير المتعفف اباالعيال (رواه ابن ماجه ) .

د عمران بن حصين رضی الله عنه په روايت رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : الله تعالی ته هغه مؤمن بنده خوښ او محبوب دی چې عريب عيالدار وي او ددې با وجود با عفته هم وي يعنې په ناجايزه طريقه د مال په لاس راوړلو او د خلکو په مخ کې د خپلو ضرورياتو ښکاره کولو نه هم پرهيز کوي .

تشريح : يقيناُ کوم بنده چې د لوږې او فقر په حالت کې د حرامو او مشکوکو نه ځان ساتي او د خپلې محتاجۍ اظهار هم نه کوي هغه ډير با همته او د خدای جل جلاله خوښ بنده وي .

کوم کسان چې په دنيا کې په لوږه او بې وسۍ کې ژوند تيروي که هغوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې ارشاداتو نه خبر شي نو هغوی ته به لوی سبق او تسل حاصل شي ، دوی به د الله تعالی د جانبه فقر او احتياج پخپل حق کې نعمت وګڼي صابر او شاکر به اوسي او د فقر او بې وسۍ ژوند به د ده د پاره د راحت او لذت سبب جوړ شي .

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.