لومړی مثال :
يو کس وفات شو چې له هغه څخه 65000 افغانۍ ميراث دي او ورثه يې يوازې يو زوی او لور دي تاسې د هر يو برخه معلومه کړئ ؟
حل : د زوی برخه د لور په نسبت دوه برابره ده (2:1) .
د برخو جمع : 1+1×2=3
پس د هر يو برخه 1/3 ده .
د لور برخه : 65000(1/3)=21667
د زوی برخه :65000(2/3)=43333
د زوی برخه مو ځکه په دوو کې ضرب کړه چې هغه د لور دوه برابره ده .
دوهم مثال :
يو کس وفات شو چې له هغه څخه 100000 افغانۍ ميراث دي او ورثه يې يو ميرمن 7 زامن او 3 لوڼې دي تاسې د هر يو برخه معلومه کړئ ؟
حل : د آسانۍ لپاره لومړی د ميرمنې برخه جلا کوو او پاتې مال پر زامنو او لوڼو ويشو .
د ميرمنې برخه : 100000(1/8)=12500
باقي مال : 100000-12500=87500
د زامنو او لوڼو جمع : 3+2×7=17
د هر يو لپاره 1/17 برخه
د هرې لور برخه : 87500(1/17)=5147
د هر زوی برخه : 87500(2/17)=10294
پايله : د ښځې برخه 12500 افغانۍ ، د هرې يوې لور برخه 5147 افغانۍ او د هر يو زوی برخه 10294 افغانۍ شوې .
دريم مثال :
يو کس وفات شو چې د ترکه مقدار يې ( 477240 ) ډالره دی تاسې دغه ترکه د شريعت له مخې د هغه د وارثانو تر مينځ تقسيم کړئ چې وارثان يې عبارت له : مور ، پلار ، نيا (انا) ، ښځه ، 2 زامن او يوه لور .
حل :
لومړی د والدينو او ښځې برخې جلا کوو او وروسته پاتې مال پر اولادونو (عصبه ) ويشو .
د مور برخه :477240(1/6)=79540
د پلار برخه : 477240(1/6)=79540
د ښځې برخه : 477240(1/8)=59655
باقي مال : 477240-218735=258505
د زامنو او لور د برخو جمع : 1+2×2=5
د لور برخه :258505(1/5)=51701
د زوی برخه : 258505(2/5)=103402
څلورم مثال :
يوه ښځه وفات شو د هغه خاوند او يوه لور پاتې شوي د مړي څخه 60 جريبه ځمکه پاتې ده د هر يو برخه معلومه کړئ ؟
خاوند : 1/4
لور : 1/2
د مسئلې حل :
4 |
|||
1/4 |
خاوند |
1 |
4(1/4)=2 |
1/2 |
لور |
2+1=3 |
4(1/4)=1 |
مجموع |
3 |
په پورته مسئله کې رد راغلی چې رد زوجين ته نه کيږي نو زياته شوې حصې د لور د حصې سره جمع شوه
د هر وارث برخه : 60/4=15
د خاوند برخه 15:1×15
د لور برخه : 3×15=45
د خاوند برخه 15 جريبه او د لور برخه 45 جريبه شوه .
مګر که په مسئله زوجين نه وي رد پر ټولو تقسميږي لکه په لاندې مثال کې :
6 |
|||
1/2 |
لور |
3 |
6(1/2)=3 |
1/6 |
مور |
1 |
6(1/6)=1 |
مجموع |
4 |
اصل مسئله د 6 عدد وو چې 4 شو نو د دواړو وارثانو برخې زياتې شوي چې د 3/6 ، 1/6 څخه ¾ او1/4 ته زياتې شوې .
پنځم مثال :
يو کس وفات شوي چې وارثان يې عبارت دي له : ميرمن ، لور ، مور او مورنۍ ورور دي تاسې د هر وارث برخې وټاکئ ؟
د ښځې حصه 1/8 د لور 1/2 او د مور 1/6 باقي د ورو برخه ده چې عصبه دی چې مخرج مشترک يا اصل مسئله د 24 عدد راځي .
حل :
24 |
تشريح |
||
1/8 |
ميرمن |
24(1/8)=3 |
په هغه صورت چې مړی اولاد ولري |
1/2 |
لور |
24(1/2)=12 |
په هغه صورت کې چې يوازې يو لور ولري |
1/6 |
مور |
24(1/6)=4 |
په هغه صورت چې مړی اولاد ولري |
عصبه |
مورنۍ ورور |
24-19=5 |
پس د ميرمن حصه د ۲۴ څخه ۳ حصې ، د لور ۱۲ حصې ، د مور ۴ حصې او د ورور ۵ حصې شوي .
شپږم مثال :
يوه ښځه وفات شوه چې خاوند ، نيا(انا) ، يوه لور او يو مورنۍ ورور ورڅخه پاتې دي .
حل :
اصل مسئله : 12
برخه |
وارث |
11 |
تشريح |
1/4 |
خاوند |
3 |
په هغه صورت چې مړی اولاد يا د اولاد اولاد موجود وي |
1/6 |
نيا |
2 |
په هغه صورت کې چې مور موجوده نه وي |
1/2 |
لور |
6 |
په هغه صورت چې يوازې يوه لور وي |
0 |
مورنۍ ورور |
0 |
د مړي د اولاد په موجوديت کې ورور له ميراث څخه محروم دی |
اصل مسئله 12 او عول د 11 عدد ته
د خاوند برخه :3/11
د نيا برخه :2/11
د لور برخه :6/11
اوم مثال :
يو کس وفات شو چې 60 جريبه ځمکه او 60000 افغاني ورڅخه پاتې دي وارثان عبارت دي له :
ميرمن ، حقيقي خور ، مورنۍ ورور او د پلار ورور (کاکا ) دي .
حل :
12 |
تشريح |
||
1/4 |
ميرمن |
12(1/4)=3 |
په هغه صورت چې مړی اولاد و نه لري |
1/2 |
حقيقي لور |
12(1/2)=6 |
په هغه صورت کې چې يوازې يو لور ولري |
1/6 |
مورنۍ ورور |
12(1/6)=2 |
کله چې يوازې وي او څوک يې حجب نه کړي |
عصبه |
کاکا |
1 |
ځکه چې د ده څخه وړاندې عصبه وجود نلري |
د هر يو د ځمکې برخه : 60/12=5
د هر يو د پيسو برخه : 60000/12=5000
د ميرمن برخه :
15 جريبه ځمکه او 15000 افغانۍ
د حقيقي لور برخه :
30 جريبه ځمکه او 30000 افغانۍ
د مورني ورور برخه :
10 جريبه ځمکه او 10000 افغانۍ
د کاکا (تره ) برخه :
5 جريبه ځمکه او 5000 افغانۍ
آتم مثال :
پلار وفات شو د هغه څخه 360000 ترکه پاتې ده چې وارثان يې عبارت له : مور ، دوې ميرمنې ، 6 زامن ، 4 لوڼې ، 2 لمسيان او 3 لمسيانۍ او2 وروڼه
حل :
24 |
تشريح |
||
1/6 |
مور |
24(1/6)=4 |
په هغه صورت چې مړی اولاد ولري |
1/8 |
2 ميرمنې |
24(1/8)=3 |
په هغه صورت چې مړی اولاد ولري، د دواړو لپاره همدا برخه ده |
عصبه |
6زامن او 5لوڼې |
17 |
عصبه |
0 |
2 لمسيان |
د زوی په موجوديت لمسۍ حجب دی |
|
0 |
3 لمسيانې |
د لور په موجوديت کې لمسۍ حجب ده |
|
0 |
2 وروڼه |
د اولاد په موجوديت کې ورور حجب دی |
د هر يو برخه : 360000/24=15000
د مور برخه :15000×4=60000
د ښځو برخه :15000×3=45000
د وروڼو او خويندو برخه : 15000×17=255000
6×2+5=17
ورور د خور په نسبت دوه برخي اخلي .
د هر ورور برخه : 255000(2/17)=30000
د هرې خور برخه : 255000(1/17)=15000
مجموع :
مور : 1×60000=60000
دوې مېرمنې : 2×22500=450000
زامن :6×30000=180000
لونې :5×15000=750000
ټول :360000 افغانۍ
نهم مثال :
پورته مسئله په هغه صورت کې حل کړئ چې ترکه 345000 او لوڼو شمير 4 تنه وي ؟
حل :
24 23 |
تشريح |
||
1/6 |
مور |
24(1/6)=4 |
په هغه صورت چې مړی اولاد ولري |
1/8 |
2 ميرمنې |
24(1/8)=3 |
په هغه صورت چې مړی اولاد ولري، د دواړو لپاره همدا برخه ده |
عصبه |
6 زامن |
12 |
عصبه 6×2=12 |
عصبه |
4 |
4 |
|
0 |
2 لمسيان |
د زوی په موجوديت لمسۍ حجب دی |
|
0 |
3 لمسيانې |
د لور په موجوديت کې لمسۍ حجب ده |
|
0 |
2 وروڼه |
د اولاد په موجوديت کې ورور حجب ده |
اصل مسئله 24 مګر د رد په وجه 23 شو
د هر يو برخه : 345000/23=15000
د مور برخه :15000×4=60000
د ښځو برخه :15000×3=45000
د وروڼو او خويندو برخه : 15000×16=240000
6×2+4=16
ورور د خور په نسبت دوه برخي اخلي .
د هر ورور برخه : 240000(2/16)=30000
د هرې خور برخه : 240000(1/16)=15000
مجموع :
مور : 1×60000=60000
دوې مېرمنې : 2×22500=450000
زامن :6×30000=180000
لونې :4×15000=60000
ټول :345000 افغانۍ
لسم مثال :
يو کس وفات شو د هغه څخه دوې ښځې ، نيکه ، پلار ، دوې لوڼې ، دوې لمسيانې او دوه لمسيان پاتې دي د مړي څخه 2000 افغانۍ ترکه پاتې ده چې 500 افغانۍ پوروړی وو هغه ادا شول ، 60 افغانی د تکفين او تجهيز مصرف شو د پاتې ترکې 1/3 حصه کې د يتيمانو سره د مرستې وصيت کړی دی پاتې ترکه د هغه پر وارثان وویشئ .
حل :
لومړي د تکفين ، تجهيز او پورنو مصارف بېلوو :
2000-60-500=1440
اوس وصيت بېلوو :
1440(1/3)=480
1440-480=960
پاتې ترکه 960 افغانۍ پر وارثانو ويشو :
24 |
تشريح |
||
1/8 |
2ميرمنې |
24(1/8)=3 |
په هغه صورت چې مړی اولاد ولري |
1/6 |
پلار |
24(1/6)=4 |
په هغه صورت چې مړی اولاد ولري |
2/3 |
2 لوڼې |
24(2/3)=16 |
کله چې دوې يا زياتې وي |
عصبه |
2 لمسيان او لمسۍ |
1 |
د لوڼو سره لمسيان او لمسيانې عصبه ګرځي . |
د هر يو برخه : 960/24=40
د مور برخه : 120 افغانۍ
د پلار برخه : 160 افغانۍ
د هرې لور برخه : 320 افغانۍ
د لمسي برخه : 20 افغانۍ
د لمسۍ برخه : 10 افغانۍ