عصبات :
عصبات د عصبه جمع ده عصبه په لغت کې احاطه کولو او اړيکه نيولو ته وايي او په اصطلاح کې عصبه هغه چا ته وايي چې د ميراث برخه يې ټاکل شوي نه ده د اصحاب فروض څخه پاتې ترکه اخلي کچېرې اصحاب فروض نه وي ټول ميراث عصبات اخلي .
عصبات عموماً په دوو برخو ويشل شوي :
1- نسبي عصبه : دا سې چې د خپلوۍاو قرابت علت يې نسبي وي نه د ازواج او خسرګني له کبله.
2- سببي عصبه : چې د غلامۍ پر بنا وي آزاد کوونکی سيد د آزاد شوي غلام څخه د نيکۍ او مهربانۍ پر بنا ميراث اخلي ، څرنګه چې اوس عصر کې سببي عصبه وجود نلري نو د عصبې لفظ په نسبي عصبه باندې اطلاق مومي .
نسبي عصه په دری ډوله ده :
عصبه بنفسه ، عصبه بغيره او عصبه مع غيره .
اول ، عصبه بنفسه :
عصبه بنفسه هغه عصبه ته وايي چې يا پخپله نارينه وي او يا د بل نارينه په وسيله د مړي سره رشته ولري .
په دليل د دغه حديث شريف : عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِي اللَّه عَنْهمَا عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «أَلْحِقُوا الْفَرَائضَ بِأَهْلِهَا،فَمَا بَقِيَ فَهُوَ لأَوْلَى رَجُلٍ ذَكَرٍ».(بخارى:6732)
له ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د ميراث ټاکلې برخې خپلو څښتنانو ته ورکړئ او څه چې باقي شول هغه د هغوی نږدې نارينه خپلوانو ته ورکړئ .
لکه په لاندې صورتونو کې :
1- زوی ، د زوی زوی يا تر هغه ښکته .
2- پلار ، نيکه يا تر هغه پورته .
3- حقيقي ورور ، پلارنۍ ورور ، او يا د هغوی زامن يا تر هغه ښکته .
4- وراره .
5- د مړي تره (کاکا ) او يا د تره زوی .
پورته عصبات ټول نارينه دي په تنهايی سره ټوله ترکه يا باقي ترکه اخلي .
دوهم ، عصبه بالغيره :
عصبه بالغير هغه عصبه ته وايي چې يا خپله ښځينه وي يا د بل ښځينه په وسيله د مړي سره رشته ولري.
الله سبحانه وتعالی فرمايي : يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ (النسآء 11 ).
ژباړه : ښوونه کوي الله تعالی تاسې ته د اولادونو د ميراث په هکله چې : د نارينه برخه د دوه ښځو په انډول ده .
يعنې : په هغه صورت کې چې لوڼې او زامن وي عصبه ګرځې لور به د زوی په نسبت نيمايي برخه اخلي .
او فرمايي :
وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالاً وَنِسَاء فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ (النسآء 174 ) .
پورته آيت شريف د وروڼو او خويندو په عصبه بالغير باندې دلالت کوي .
کله چې ښځينه يوازې وي لکه : لور ، لمسۍ ، خور او نور نو 1/2 برخه اخلي او کله چې دوې او زياتې وي 2/3 برخه اخلي چې د اصحاب فروض له ډلې څخه دي مګر کله چې د لور سره زوی او د خور سره ورور ملګری شي عصبه ګرځي چې که اصحاب فروض وي د هغوی د برخې وروسته به باقي ترکه دوی ته ورکول کيږي او که اصحاب فروض نه وي نو ټول مال به دوی اخلي داسې چې د نارينه برخه به د ښځينه په نسبت دوه برابره وي .
چې لاندې صورتونه لري :
1- لوڼې د زامنو په موجوديت کې .
2- د زوی لوڼې د زوی د زامنو په موجوديت کې .
3- حقيقي خويندې د حقيقي وروڼو په موجوديت کې .
4- پلارنۍ خويندې د پلارني وروڼو په موجوديت کې .
دريم عصه مع الغير :
هر ښځينه چې عصبه کيدو د پاره بل ښځينه عصبه ته ضرورت ولري مګر په عصبه کې د هغې شريک نشي .
په دليل د دغه حديث شريف :للابنة النصف ، و لابنة الابن السدس ، و ما بقي فللأخت (البخاري)
يعنې : د لور د پاره 1/2 او د زوی د لور د پاره 1/6 (چې 2/3 برخه پوره کړي ) او باقي دې د خور د پاره .
چې لاندې صورتونه لري :
1- حقيقي خور د لور او لمسۍ په موجوديت کې عصبه مع الغير ګرځي .
2- پلارنۍ خور د لور او لمسۍ سره عصبه مع الغير ګرځي .
د ميراث وړلو له مخې د عصباتو درجې :
د ميراث وړلو له مخکې عصبات په څلورو درجو ويشل شوي دي کچېرې د اولې درجې عصبات موجود وي د دوهمې او دريمې درجې عصبات له ميراث څخه محروم دي .
د اولې درجې عصبات :
د اولې درجې کسان چې په ميراث وړلو کې تر ټولو نږدې دي د مړي په نسل پورې اړه لري يا د مړي فروع دي لکه : زوی ، لمسی ، لور ، لمسۍ او تر هغه ښکته .
يعنې : په هغه صورت کې چې د لومړۍ درجې خلک موجود وي د دوهمې درجې کسان له ميراث څخه محروم دي .
د دوهمې درجې عصبات :
د دوهمې درجې خلک د مړي د اصولو څخه عبارت دي لکه : پلار ، نيکه ، غور نيکه او نور .
د دريمې درجې عصبات :
د دريمې درجې خلک عبارت دي له : د مړي ورور، وراره او نور .
کچېرې د دريمې درجې کسان موجود وي د څلورمې درجې کسان له ميراث څخه محروم دي .
د څلورمې درجې عصبات :
د څلورمې درجې خلک د نيکه په نسل پورې اړه لري لکه : د مړي د پلار ورور ، د کاکا زوی ، د کاکا لمسۍ او نور .