عثماني خلافت (دوهمه برخه)

د عثماني خلافت تأسيس

غازي عثمان خان په کال د (۶۵۶) په داسې حال کې دنيا ته راغی چې مغل د عباسي دولت پر پايتخت بغداد باندې د جنګ په حال کې وو ، سخت او دردناک حالت روان وو ، مغلو د بغداد په شمول د اسلامي امت زيات مناطق تر خپل تسط لاندې راوستي وو ، په هغوی کې  رحم او عاطفې هيڅ معنی نه لرله . د ښځو او ماشومانو په شمول يې قتل عام پيل کړی وو ، خلک يې له شر څخه غرونو ته تښديدل او ښارونه به يې لوټول او سوزول .

ابن کثير رحمه الله وايي : د اهل ذمه يهودو او نصاراوو پرته هيڅ څوک د دوی د تجاوز څخه په امن نه وو ، د مسلمانانو د دغه سخت ضعف پر مهال عثمان دنيا ته راغی چې وروسته د مسلمانانو ستر امپراتور ورڅخه جوړ شو . د الله تعالی حکمت دی چې د سختۍ وروسته آساني راولي او داسې کسان مخې ته راولي چې د اسلامي امت خسارت جبران کړي .

د سلجوقي سلطان د وفات او د مغلو په لاس باندې د سلجوقي حکومت د سقوط وروسته خلک په عثمان غازي باندې راټول شول او هغه يې خپل حاکم وټاکلو .

غازي عثمان د قوي او راسخ ايمان په وسيله د خپل پلار لاره اختيار او جهاد  ته يې ادامه ورکړه او په خلکو کې محبوب جوړ شو . چې مختلفې قبلې او ډلې ورباندې راټولې او د قبلوي حالت څخه عالمي حالت ته داخل شو او عثماني حکومت يې تأسيس کړ.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.