صحیح یقین او په الله جل جلاله باندې توکل

قال تعالی: { الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُواْ لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَاناً وَقَالُواْ حَسْبُنَا اللّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ{173} فَانقَلَبُواْ بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَفَضْلٍ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُواْ رِضْوَانَ اللّهِ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ{174}آل عمران: ١٧٣ – ١٧٤

الله جل جلاله فرمایي: هغه خلک کله چې خلکو دوي ته وویل چې کافران تاسې لپاره را ټول شوي پس د هغې له لښکرو وویریږي ولې دې خبرې د دوي ایمانونه نور هم پسې قوي کړل، او ويي ویل بس دي کافي دي مونږ ته الله جل جلاله او الله جل جلاله ښه کار جوړوونکي دي، پس وګرځیدل دغه مسلمانان د الله جل جلاله په نعمت او فضل سره او دوي ته هیڅ سختي ونه رسیده او د الله جل جلاله د رضا تابعداره شول او الله جل جلاله د لوي فضل خاوند دي.

و قال تعالی: { وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ}الطلاق: ٣

الله جل جلاله فرمایي: څوک چې په الله جل جلاله توکل وکړي، پس الله جل جلاله ده لره بس او کافي دي.

و قال تعالی: { وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ}الفرقان: ٥٨

الله جل جلاله فرمایي: او په هغه ژوندي توکل وکړه چې هیڅ کله په هغه مرګ نه راځي.

و قال تعالی: {وَعلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ} {إبراهيم: ١١

الله جل جلاله فرمایي: او مؤمنان باید په الله جل جلاله باندې توکل وکړي.

او نبي علیه السلام فرمایي:

عن ابْنِ عَبَّاس رضي اللَّه عنهما أيضاً قال: «حسْبُنَا اللَّهُ ونِعْمَ الْوكِيلُ قَالَهَا إبْراهِيمُ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم حينَ أُلْقِى في النَّار، وَقالهَا مُحمَّدٌ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم حيِنَ قَالُوا: «إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إيماناً وقَالُوا: حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوكِيلُ » رواه البخارى

وفي رواية له عن ابْنِ عَبَّاسٍ رضي اللَّه عنهما قال: « كَانَ آخِرَ قَوْل إبْراهِيمَ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم حِينَ ألْقِي في النَّارِ« حسْبي اللَّهُ وَنِعمَ الْوَكِيلُ » .

 

له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دي چې ویي فرمایل: حسْبُنَا اللَّهُ ونِعْمَ الْوكِيلُ، ابراهیم علیه السلام هغه وخت وویل چې کله اور ته واچول شو، او محمد صلي الله علیه وسلم هغه وخت وویل چې کله وویل شول چې؛ خلک له تاسې  سره مقابلې ته را جمع شوي دي له هغوي نه وویریږي پس د دوي ایمان کې نور هم زیادت اوشو او ویي فرمایل حسْبُنَا اللَّهُ ونِعْمَ الْوكِيلُ.

په بل روایت کې له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دي چې ویي فرمایل:

د حضرت ابراهیم علیه السلام اخري خبره چې کله اور ته واچول شو دغه وه چې ویې فرمایل: حسْبی اللَّهُ ونِعْمَ الْوكِيلُ.

بل حدیث شریف کې نبي علیه السلام فرمایي:

 

عَن أبي هُرَيْرةَ رضي اللَّه عنه عن النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يَدْخُلُ الْجَنَّةَ أقْوَامٌ أفْئِدتُهُمْ مِثْلُ أفئدة الطَّيْرِ » رواه مسلم.

له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دي چې:

نبي صلي الله علیه وسلم وفرمایل: جنت ته به هغه خلک داخلیږي چې زړونه یي د مرغانو په شان دي.

په دې حدیث شریف کې دې ته اشاره شوې چې لکه مرغان چې د رزق حاصلولو په خاطر تدبیر نه کوي او الله جل جلاله په سر د دې چې دوي ډیر ضعیف او حیله یي کمه ده رزق رسوي سبایي کې وږي له خپلو ځالو وځي او بیګاه بیرته ماړه راګرځي  دوي هم د مرغانو په شان په الله جل جلاله توکل کوي چې رازق او هر کار جوړوونکي یواځې الله جل جلاله دي له حرامو لارو ځان ساتي او د حلالو په لټه کې وي، او یا دا چې زړونه یې د مرغانو په شان نرم دي.

الله جل جلاله د مونږ ته صحیح یقین او په الله جل جلاله متوکل زړونه نصیب کړي.

امین یارب

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.