موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې په هرځای کې فتنې خپرې شوې دي؛ د شکوکو او خواهشاتو فتنې په کورونو، کوڅو، دښتو او سمندرونو کې د اورېدل شویو او لیدل شویو وسایلو پر مټ عامې شوې دي. زموږ پیغلې او ځوانان د دې فتنو او ګمراهیو ښکار شوي دي.
ځوانان د سبا ورځې سړي، د راتلونکي ثمره، د ټولنې هیله او د هېواد شتمني بلل کیږي.
مګر بدبختانه زموږ ډېر ځوانان په عقیده، فکر او اخلاقو کې بېلارې شوي دي. هغوی د کفارو په افکارو باور پیدا کړی، د هغوی کړنې یې د ژوند عملي بڼه ګرځولې ده، او ځانونه یې کټ مټ د کفارو په څېر جوړ کړي دي.
له بلې خوا، مسلمانې ښځې او مؤمنې خویندې د کورونو میندې دي، د هغوی په لاسونو لوی لوی شخصیتونه، اسلامپال نسلونه، علمي او جهادي کدرونه روزل کېږي. کله چې ښځې په لار وي، نو ټولې نړۍ ته روښانه راتلونکی ورکوي او که چیرته ښځې بې لارې شوې، بیا نو د ټول امت بې لاريتوب حتمي او یقیني خبره ده.
دلته دا پوښتنه مطرح شوې ده چې زموږ ځوانان څنګه بې لارې کیږي؟
د ځوانانو د بې لاريتوب اسباب
١_له قرآن او سنت څخه انحراف
د قرآنکریم او احادیثو له لارښوونو مخ اړول او عمل ورباندې نه کول د بې لاريتوب یو عمده لامل دی.
الله تعالی فرمایي: او څوك چي زما له ذكر (د نصيحت له درس) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنيا کښي تنګ ژوند وي او د قيات په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.”(سورة طه، آیت ۱۲۴)
٢_ شیطان
د انسان او شیطان تر مینځ جګړه له هغه وخت راهیسې پیل شوې چې انسان پیدا شو. شیطان د انسان په پیدایښت حسد او خواشیني وکړه، نو سمدستي یې د انسان په وړاندې دښمنۍ ته مټې را بډ وهلې او قسم یې وکړ چي زه به په مستقیمه لاره انسانانو ته کېنم او په خپل ټول توان به یې ګمراه کوم.
٣_ د مور او پلار فساد
هر انسان په فطرتي دین(اسلام) پیدا کېږي، خو که مور او پلار دواړه یا یو له هغوی فاسد وي، نو دا پر ماشوم هم اغېز کوي او اولادونه هم د فساد لورې ته را کاږې.
٤_ د چاپېریال فساد
ویل کېږي چې انسان د خپل چاپېریال زوی دی. که چاپېریال سم وي، نو ځوانان هم سم وي او که چاپېریال فاسد وي، نو ځوانان هم فاسد کېږي.
٥_ بد ملګری
بد ملګری کولای شي ښه انسان د نېغې لارې څخه بېلارې کړي او د ګناهونو، فحشا، فتنو او ګمراهیو لوري ته یې وګرځوي.
٦_ د وخت ضایع کول
ځوانان که د وخت ارزښت وپېژني، نو هېڅکله به خپل وخت په بېځایه کارونو کې ضایع نه کړي.
بدبختانه موږ د وخت ارزښت نه پېژنو او نه یې قدر کوو. موږ یوازې د وخت ضایع کولو هنر ښه زده کړی دی.
٧_ مالداري
ځینې ځوانانو ته چې الله تعالی کوم مال او نعمتونه ورکړي، شکر یې نه باسي او په ځای ددې چې مالونه د خیر په کارونو مصرف کړې، د ګناه، فحشا او فسادونو په لارو یې لګوي.
٨_ بې وزلې
له بلې خوا، بېوزلي هم داسې ناوړه حالت دی چې ځینې ځوانان دې ته اړ کړي چې غربي هیوادونو ته سفرونه وکړي، چې هلته له خپله دین او کلتور څخه منحرف شي او د زنا او شرابو په څېر ناوړه کارونو ته مخه کړي، همداراز ځینې ښځې د بې وزلي له امله د لږو پیسو لپاره خپل عزت پلوري، تر دې چې ځان او نور خلک په ګناهونو مبتلا کړي.
٩_ ناپوهي
پوهه د اصلاح اساسي لامل دی او له پوهې پرته اصلاح امکان نه لري. ډېرو ځوانانو شتمني ته د وسیلې په سترګه نه، بلکې د هدف په سترګه ګوري، له همدې امله یې تر علم مال ته اولویت ور کړی او بدني ځواک یې د عقل له ځواک څخه مهم ګڼلی. په دې توګه، موږ د لوبغاړو ملت شو، په داسې حال کې چې موږ خو د “اقرأ” (ليک لوست) ملت یو.
١٠_ نشه یي توکي
ځیني ځوانان خپله نشه یي توکي نه کاروي، بلکې د پیسو ګټلو په بهانه د نشه یي توکو سوداګرۍ ته مخه کړي چې په لوی لاس اسلامي ټولنه په فساد کې ککړه کړي. او ځینو ځوانانو ته الله تعالی سالم عقل ورکړی دی، خو دوی دا عقل د قرآنکریم د حفظ، د رسول الله ﷺ د سنتو پیروۍ، د دین د دفاع، یا د خلکو د اصلاح لپاره نه کاروي، بلکې خپل سالم عقل، فعاله حواس، روغ او ښکلی بدن په نشه یي توکو له کاره وباسي.
١١_ د وخت فساد
د وخت فساد هغه مهال رامنځته کیږي، چې ځوانان د درې میاشتو رخصتیو پر مهال بېپروا پرېښودل شي. ځینې د فوټبال په لوبو اخته شي، ځینې په سندرو او نڅا، ځینې په بېځایه ویښو شپو او ځینې په بې هدفه ګرځېدو اخته شي.
١٢_د ځای فساد
د ځای فساد په دې معنا چې ځوانان ساحلي سیمو ته ځي، ځینې د نڅا او ډمتوب مراکزو ته ځي، ځینې قهوه خانو، هوټلونو یا لوبغالو ته ځي، هلته تر ډېره نارینه او ښځې یو ځای کیږي او په دې ګډوډۍ کې ناوړه پېښې او جرمونه ترسره کیږي.
١٣_ ناوړه شیان کتل
په تلویزون او انټرنیټ کې داسې بې شمېره فلمونه ښودل کیږي، چې ځوانانو ته د حرامو مینه ور زده کوي او د حلال او حرام توپیر نشي کولای، دوی په دې کې ډوب شوي او نه پوهېږي چې په څه ډول له حرامو موادو سترګې وساتي.
١٤_ناوړه شیان اوريدل
که د ځوانانو موبایلونو ته غوږ شئ، تاسو به دا باور ونکړئ چې دوی په اسلامي ټولنه کې ژوند کوي، ځکه داسې د فاحشو او حرامو سندرو غږونه ترې اورېدل کېږي او داسې د ناروا مینې او عشق کیسې زمزمه کېږي، چې په هیڅ ډول له اسلام سره اړخ نه لګوي.
١٥_ ناوړه شیان لیکل
که د ځوانانو او پېغلو د موبایلونو یا انټرنیټي حسابونو پیغامونه وګورئ، تاسو به حیران شئ. هغه پیغامونه چې سراسر د بې شرمۍ او ناوړه جنسي استفادې هڅې پکې شوې دي.
١٦_ د ذکر له مجالسو او غونډو لري پاتی کېدل
د ذکر او علم له مجالسو څخه لیرې والی د زړه سختي او د نفس بېپروايي رامنځته کوي، ځکه چې د علم مجالس ایمان پیاوړی کوي او د ذکر مجالس ځوانان له بدو کړنو را ګرځوي او خپل رب ته یې ور نږدې کوي.
١٧_لوړ مهرونه او د واده ستونزې
نن سبا ځوانان نه شي کولای په آسانه توګه حلاله نکاح وکړي، کله چې ځوانانو ته حلاله لاره ستونزمنه شي، نو دوی حرامو ته اړ کیږي. لوړ مهرونه او د ودونو سخط شرایط هغه څه دي چې زنا، فحشا او نا مشروع اړیکو ته لارې پرانیزي او ځوانان د حلالې لارې پر ځای حرامو لارو ته ځي.
١٨_ یتیموالی(بې سرپرستي)
هغه څوک چې خپل پلار له لاسه ورکړی او داسې څوک ونه لري چې دی یې تر څارنه لاندې را لوی شي او دده روزنې او تربیې ته پاملرنه وکړي، له یوې خوا د غم، فقر او ستونزو سره لاس او ګریوان شي او بلخوا همدا وضعیت یتیم هلک یا نجلۍ له ژونده بې پروا کړي او ناوړه کارونو ته مخه کړي.
١٩_ د مصلحینو غفلت
ځینې مسوول او سرپرست کسان د ځوانانو له اصلاح څخه غافله پاتې شوي دي او ددوی غفلت دې ته لاره هواره کړي چې فاسد او بې لارې خلک ځوانان د بې لارۍ او ګمراهۍ لورې ته بوځي.
٢٠_ بېقیده آزادي
ځوانان فکر کوي چې آزادي ددوی حق دی هر څه چې یې زړه غواړي، ووایي او وکړي، له کوره هر وخت چې غواړي، ووځي، او هر ډول جامې واغوندي. خو حقیقي آزادي د الله د حدودو درناوی کول دي.
د ځوانانو د بې لاريتوب د اسبابو پر وړاندې باید جدي اقدام او مبارزه وشي او حکومت او اولس د اصلاح په أسبابو لاس په کار شي.
پای