ریحان

 ریحان ( Ocimum basilicum ) او د هغه تخم چې تخم‌الریحان یا سبزه تخم هم ورته وئیل کېږي ، په طبې لحاظ ډېرې ګټې لري .

 1 : د زړه او وینې فشار لپاره : تخم‌الریحان د وینې فشار تنظیموي . د زړه درزا آرامه کوي او لوړ فشار کموي . د انتې اکسیدانت خاصیت لري چې د رګونو سوخت کموي .

 2 : شکر ناروغان : د شکر جذب ورو کوي . د وینې قند توازن ساتي . د انسولین حساسیت ښه کوي .

 3 : د دماغ او عصبي سیسټم لپاره : د ذهني فشار ، اضطراب ، او بې‌خوبي کموي . ذهني آرامښت راولي ، حافظه تقویه کوي .

 4 : د معدې او هضمي نظام لپاره : قبض ، تیزابیت ، او معدې سوخت له منځه وړي . د باد ختمولو ، نس ناستې او بد بوی لرې کولو کې مرسته کوي . د کولمو صفایي کوي .

 5 : د امیندواره مېرمنو لپاره : د امیندوارۍ په لومړیو کې د خواګرځي ، استفراق ، او بد هضم لپاره مفید دی . خو په ډېره اندازه نه‌دی توصیه شوی ؛ باید د ډاکټر له مشورې سره وخوړل شي .

 6 : د شیدې ورکونکو مېرمنو لپاره : د شیدو زیاتېدو کې مرسته کوي . د بدن تغذیه قوي کوي . کمزوري له منځه وړي .

 7 د پوست او ښکلا لپاره : پوست صفا کوي ، دانې او حساسیت کموي . د مخ پوستکي ته نرمښت ورکوي . د درملو په ډول ماسک هم ترې جوړېږي .

 8 : د مثانې او ادراري نظام لپاره : د ادرار زیاتوالی راولي . د مثانې صفا ، سوځښت او انتانات کموي . د میکروبونو ضد خاصیت لري .

 9 د وزن کمولو لپاره : اشتها کموي ، معده ډکه ساتي . د اوږده وخت لپاره مړښت احساس ورکوي . د بدن غیر ضروري چربی له منځه وړي .

د استعمال طریقه :
سهار یا ماښام وخت ، یو له لاندې طریقو :

 تخم‌الریحان د اوبو سره : نیمه کاشوغه تخم‌الریحان په یوه ګیلاس ګرمو اوبو کې واچوئ . 10 دقیقې پرېږدئ چې پړسېږي . وروسته یې وڅښئ . ( باید وچی نه وخوړل شي ) .

د شیدو یا جوس سره : د شیدو یا جوس سره یې ګډ کړئ ، یو خوندور او فایده‌ور مشروب جوړ کړئ .

ماسک د پوست لپاره : تخم‌الریحان نرم کړئ ، له شات یا ګلاب اوبو سره ګډ کړئ ، او د مخ پوست باندې یې استعمال کړئ .

 احتیاط : زیاته اندازه یې نه‌دی توصیه شوی ( یوه کاشوغه یا نیمه د ورځې بسنه کوي ) . د امیندوارو لپاره باید له مشورې پرته ډېر ونه‌کارول شي . د کوچنیانو له لاسه لرې وساتئ.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.