ښايي تاسې له رېزش یا زکام سره ټوخی، د ستوني درد او د غږ دروندوالی تجربه کړی وي.
د والګي او زکام په څېر وېروسي ناروغۍ د کال په هر فصل کې تجربه کېدای شي، خو په سړو میاشتو کې ډېرې وي.
پوښتنه دا ده چې څنګه پوهېدای شو چې خبره تر عادي زکام پورته ده او څرنګه یې د بدترېدو مخه نیولی شو؟
روغتیاپال او ډاکتر اوسکار ډیوک چې د بيبيسي د سهارنۍ خپرونې په ګډون د تلویزیوني خپرونو منظم پرزنټر هم دی، مهمې لارې چارې راسره شریکوي.
ایا سړه هوا د زکامونو لامل ګرځي؟
په دې اړه د څېړنو پایلې لا روښانه نه دي چې سړه هوا زموږ د بدن د معافیت پر سیستم څومره اغېزه لري.