راځئ چې سره يو شو

امین وردګ

د بریا او تمدن رمز اتحاد دی! نو څو چې سره متحد نه شو، متمدن کېدلای هم نشو.
اتحاد دی چې د غلامۍ ځنځیرونه ماتوي.
موږ همغه مهال ځواکمن وو، چې متحد وو! کله چې متفرق شوو؛ نو ځواک مو هم له منځه لاړ.
وحدت د قوت ستر نښان دی.
اسلامي خلافت (د وحدت پر مټو) پر نیمې نړۍ حکومت کړی.
تر ټولو پاتې او لوېدلې ټولنې؛ متفرقې ټولنې دي.
څوک چې د وحدت لپاره کار نه کوي؛ هغه ته هوښيار ویل غدر دی.
چې اتحاد له منځه لاړ شي، محبت هم له منځه ځي.
قدرت او ثروت (دواړه) د وحدت پر مټو تر لاسه کیږي.
تر ټولو د لوړې مفکورې والا کس همغه دی؛ چې له اتحاد سره مينه لري او کار ورته کوي.
د دښمن صف چې متفرق نه کړې، ماتولای یې هم نه شي.
دېوال چې څو درځ و نه کړي؛ نه لویږي.
هغه سیلاب هېڅ نه شي کولای؛ چې په بېلو لارو سوق شي.
غربي نړۍ هغه مهال مخته لاړه؛ چې متحده شوه.
اتحادیې دي چې نفوذ او قلمرو ته وسعت ورکوي.
جرمنیانو به د برلېن دیوال مچي کولو، خو چې پوه شول؛ نو کولنګ یې پسې راواخیست او ړنګ یې کړ.
تر ټولو پوه خلک همغه دي، چې سره یو دي.
د اتحاد کلمه باید په سرو زرو لیکل کېدلای.
بریا آسانه خو اداري تداوم سخت دی؛ ځکه چې بریا جرئت غواړي، مګر مدیریت پوهه او سیاسي بصیرت؛ ولې دا دواړه هم تر هغه وخته کار نه شي کولا (څو چې وحدت حاکم نه شي)
وحدت شعار نه دی! وحدت عمل دی، وحدت کار دی.
د ژوند کولو فضا شمسي نظام برابره کړې ، خو شمسي نظام هم د اتحاد پر اساس رامنځته شوی او همدغه قانون یې انرژیکه تقویوي قوه ده.
د اوبو مخې ته د شګو بندونه ولې د کمعقلو کار بلل کیږي؟
که په کائناتو کې اتحادي قوانین نقض شول، نړۍ په همغې ورځ خرابیږي.
علم اتحاد نه شي رامنځته کولا؛ عقل یې رامنځته کوي؛ ځکه خو ما ډېر عالمان لیدلي، چې سره متحد نه دي، خو په عاقلانو کې بیا داسې کسان نشته.
اتحادي جوړښت له کوره پیلیږي!
هر څوک چې امیر ټاکې، پوښتنه یې دې له خپلوانو او ګاونډیانو څخه وکړي، که هغوی ترې راضي وو، امیر یې دې کړي او که نه! ښه ده چې رمه په لاس ورکړل شي.
اتحاد په توره نه! په عقل رامنځته کیږي.
هغوی چې خپله نه وي سره جوړ، نور هم نه شي جوړولای.
لومړی دې کورونه، بیا کلي، پسې قامونه سره یو شي، چې دا کار وشو! بیا به پولې ړنګوو.
د اتحاد اساس په خپله کوټه کې اېښودل کیږي.
تاسو هغې ګرارۍ ته سم ځیر شئ؛ چې د میخانیک (مستري) وړوکی شاګرد، د یوه لوی موټر ماشین پرې پورته کوي، هلته فقط دوه شیان دي؛ د کړیو اتحاد او ورو (خو احتیاطي) حرکت.
توصیه مې!
نننی بحران (چې افغانان ځپي!) فقط په اتحاد سره لرې کیږي؛ نو راځئ چې متحد شو.
راځئ چې (د یو بل، د ملامتولو او ماتولو پر ځای) یو بل ته لاسونه سره ورکړو.
هر سړی دې همدا اوس (له زړه نه کینه وباسي او د اتحاد لپاره دې) لاس پر کار شي.
اتحاد هم باید لومړی له کوره پیل کړو؛ بیا به کور له کلي، کلی له قام او قام له قامونو سره یو کوو، چې دا کار وشو، بیا به ټول قامونه د واحد نظام تر چتر لاندې راولو ، نو چې کله مو واحده او متحده اداره رامنځته کړه، بیا به له بهرنیو ټولنو سره اتحادیې جوړوو، تر څو مو د ذلت پيټي له اوږو کوز شي او د عزت ژوندون ته ننوځو. ان شاءالله!
زه یقین لرم چې که متحد نه شو، تر بل یرغل لاندې به خامخا راځو او که سره یو شو، نو زېری مې درباندې چې هم به عزیز شو، هم متمدن او هم مستقل.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.