ذو الحجة، د نیکیو حاصل خیزه کرونده

محمد مزمل اسلامي
د ذوالحجې مبارکه میاشت  دالله پاک له څلورو درنو او محترمو میاشتو څخه یوه ده، په کومه کې چې د اسلام ستره فریضه او اساسي رکن (حج مبارک) اداء کیږي.
هو حج، چې په حقیقت کې دهمده له کبله دغو میاشتو ځانګړی حرمت او احترام موندلی دی.
د ذوالحجې لومړۍ لسیزه په مکه مکرمه کې داسلام دمجد او عظمت شاهده ده. هلته چې د ټولې ځمکې په کچه  د انساني ارزښتونو او معناګانوڅلي لوړیږي!
اسلام چې د ستر ذات په طاعت او عبادت اباد او ودان دین دی غواړي چې د دغو انساني ارزښتونو فضا په ټوله نړۍ خپره شي.
هره ځمکه مکه او مدینه شي، هرځای کې تقوا او عمل صالح خپور شي، په هره خاوره او هر وطن روژه او قیام اللیل وي، او په هرکلي او هر کور کې د الله د ویرې او آخرت د یاد ذکر وي. او انسانیت د کایناتو د ستر خالق او واکوال په وړاندې د خپلې بندګۍ، تواضع او عاجزۍ څرګندولو په معنی لاس په نامه ودریږي، رکوع او سجده وکړي او د هغه د عظمت، لویۍ او پاکۍ ترانې زمزمه کړي!
د لوی الله استازی د ذوالحجې لسیزه د ځمکې پرمخ د ټول انسانیت په کچه د ایمان، تقوا، عمل صالح او دعظیم پالونکي یاد ته د ورګرځیدو موسم جوړیدو لپاره دانسانیت په زړه کې څرنګه انګیزې او هڅونې کري:
عن ابن عباس رضی الله عنهما قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: مامن ایام العمل الصالح فیها احب الی الله من هذه الایام – یعنی ایام العشر- قالوا یارسول الله ! ولا الجهاد فی سبیل الله؟ قال: ولا الجهاد فی سبیل الله! الا رجل خرج بنفسه وماله فلم یرجع من ذلک بشیﺉ. ( رواه البخاری وآخرون)
ژباړه: داسې ورځې نaته چې الله ته پکې عمل صالح د ذوالحجې تر لسو ورځو زیات محبوب او قدرمن وي. صحابه کرامو دموضوع د درنښت او ژورتیا په درک کولو سره پوښتنه وکړه: د الله په لار کې جهاد او سرښندنه هم؟ او هغه صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: د الله په لار کې جهاد او سرښندنه هم! خو داچې څوک له خپل سر او مال سره د الله په لار کې ووزي، دواړه دالله په لار کې قربان کړي او یو هم ترې نه راونه ګرزي!
راځئ د دې مبارکې لسیزې په عمل صالح (روژو، تهجدو، تکبیراتو او تسبیحاتو، او…) سره خپل ځان د حاجیانو په کتار کې راولوو او خپل کلي او وطن کې د مکې اومدینې فضا جوړه کړو.

منبع: اصلاح آنلاین

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.